19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  يوځل بيا دکابل ښار دهوا دککړوالي  په باب انديښنه څرګنده کړه او ددې ستونزې دلري کولو په اړوند يې دخلکو دهمکاري غوښتنه وکړه .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، جمهور رييس په خپله پنځلس ورځني راډيويي  ويناکې چې دپنجشنبې  په شپه دافغاسنتان  دملي راډيو له څپو  څخه خپره شوه يوځل بيا دکابل ښار دهوا ککړوالي  او دهغو له امله درامنځته کيدونکو خطرونو  يادونه وکړه څرګنده يې کړه: په دې  وروستيو  وختو کې  دکابل ښار هوا ډيره ککړه شوې ده او ښاريان په تيره بيا ماشومان سپين ږيري او ناروغان له زياتو روغتيايي ستونزو سره مخامخ کولاي شي .

  حامدکرزي  په دې وينا کې دژوندانه دچاپيريال د ککړوالي مهمو عواملو ته اشاره وکړه ويي ويل  په ځينو  داشونو، حمامونو نانوائيو  او بخاريو کې دسوون دموادو پرځاى د ربړونو  او پلاستيکو  کارول ، دکابل ښار دهوا دککړوالي عوامل دي .

 دغه راز جمهور رييس په ډاګه کړه، ګړندي نقليه وسايط هم  په مهمو وختونوکې په کابل ښار کې وکارول شي او دلاري دبنديدو په وخت کې بايد دوسايطو ماشين دلاري تر خلاصيدو پوري ګل  کړاي شي .

  جمهور رييس له ملي سوداګرو څخه وغوښتل چې دبي کيفته تيلو له واردولو څخه ډډه وکړي او دخپلو خلکو او په تيره بيا دماشومانو بوډاګانو او ناروغانو دروغتيا په خاطر دداشونو ، نانوايي ګانو او حمامونو  خاوندان او نور ښاريان په خپلو بخاريو  کې له هغو سوونو موادوڅخه چې لوګي توليدوي استفاده ونه کړي  او دغه راز کورني اوبهرني موسسې له جنراتورونو څخه استفاده  لږه کړي  .

 حامدکرزي  په خپله نوبتي راډيو  يي وينا کې دغه راز  په تيرو وختونو کې د کابل ښار  دپاکي  فضا يادونه وکړه او ويي ويل چې پخوا دشپې له خوا دکابل په اسمان کې ستوري په بشپړه توګه ليدل کيدي او بهرنيو سيلانيانو په خپلو سفر نامو کې دکابل له ستورو  ډک اسمان بي مثاله  باله .

  خمهور رييس  دغه راز دښار دهوا دککړتيا دکمولو په لاره کې دافغانستان داسلامي  جمهوريت  دجمهوري رياست داقداماتو يادونه وکړه، او وي ويل دنورو تدبيرونو تر څنګ په کابل ښار کې  د هوا دزياتي ککړتيا  دمخنيوي په مقصد د پنجشنبې ورځې  رخصتي  اعلام کړى  خو دغه تدبيرونه  به هغه وخت مطلوبه  نتيجه ورکړي .  چې موږ  ټول په دې برخه کې همکاري  وکړو .

  جمهور رييس ملي سوداګرو ته وويل چې په هيواد کې دبي کيفته  تيلو او ګازو استعمال، لوګي زياتوي او دخلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي اوملي سوداګر بايد  دخپلو شخصي ګټو  په خاطر دخلکو او په تيره بيا دماشومانو  ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي .

ګزارشګر: نورشاه نورانی

خوست- دمرغومی ۲۲ نیته

په خوست ښار کې دپاکوالي ، ښه نظم راوستو د ترافيکي ګڼې ګوڼي دمخنيوي په عرض د تيرې يوې اونۍ راهېسي ديو ټاکل شوې کمېسيون له لارې چڼيز عمليات ترسره شوي چې پدې لړ کې دزرګونو دوکانونو پياده راوونه خلاص شوي  دلسو جادو څخه سيمنيټي موانع لرې شوې همداشان ښار ته دبې لمبر پاليټه موټرو په تګ راتګ بنديز لګيدلی

دخوست ولايت مقام په هدايت او کورنيو چارو وزارت  دامر په اساس  سره   په خوست کې دبيلابيلو ادارو څخه  په ښار کې بې نظميو دمخنيوي په عرض يو کميسيون ټاکل شوی ، چې دغه کميسيون دخوست ولايت  دامنيت امرډګروال محمد يعقوب په مشرۍ په خوست ښار کې دتيرې يوې اونۍ راهېسي عمليات ترسره کړي   ددغو علمياتو په لړ کې د لسو زرو دوکانونو پياده راوونه  له کيښودل شوي توکو پاک او همداراز ددغو دوکانونو څخه او سپنيزپيکونه اويا څپرونه لرې شوي  دهغو لاس پلورونکو ګاډيو خاوندان مشخصو او مناسبو ځايو نو ته ليږدول شوي چې په ښار کې يې زياته ګڼه ګوڼه او بې نظمي رامينځ ته کړې وه .  ددغو ګاډيو شمير تقريبا نهو سوو ته رسيده چې خوست ښار ته  دلويو لارو دداخيلدو ترڅنګ  په مناسبو ځايو نو کې ځای پرځای شوي ترڅو خلک  ترې خپلې اړتياوې په وخت سره پوره کړي .

همداشان ډګروال محمد يعقوب  په ښار کې دترسره شوو عملياتو په اړه وويل : چې دذکر شوو چارو ترڅنګ مو دلسو هغو مهمو جادو څخه سيمينټي موانع لرې کړي چې خوست ښار ته داخليدونکي مهمې لارې وي او  اوس خلک کولی شي په ازاده فضا کې ښارته تګ راتګ وکړي .ده زياته کړه : ښار مو دبې لمبر پاليټه موټرو او موټرسايکلو په داخليدو کلک بنديز لګولی په پام کې ده چې ټول بې لمبر پاليټه موټر ونيول شي .

له بله پلوه خوست ښار وال  امان الله جليلي وويل : چې مونز لا وړاندې شته پرسونل په مټ په ښار کې دپاکوالي او په ښار کې ګڼې ګوڼې دمخنيوي په عرض عمليات ترسره کړي  خو کمېسيون په ملتيامو دتيرې يوې اونۍ په ترڅ کې دپام وړکارونو په ښار کې ترسره کړل چې اوس مهال ښار يوې ورځې نه بلې ورځې ته دښکلا او پراختيا په لور روان دی . امان الله جليلي زياته کړه چې دښار دپراختيايي پلان  دتطبيق په وړاندې د دفاع وزارت يو شمير ځمکې خنډ ګرځيدلي چې څو ورځې دمخه مو دنوموړي وزارت څخه دراغلي پلاوي سره ديادو ځمکو دانتقال په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړي چې په نږدې راتلونکي کې به يادې ځمکې ښار والۍ رياست ته انتقال شي او دښاري پراختيايي پلان لپاره به ښه زمينه برابره شي .

 


 

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١ :

په غور ولايت کې نن ددوو قومونو ترمنځ جګړه کې درې تنه ووژل شول او يو تن بل ټپي شو.

دغورولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر پاسوال عبدالرشيد بشير دباختر اطلاعاتي اژانس ته  وويل  دغور ولايت  دشهرک په  ولسوالۍ پوري اړوند په دوو کليو کې ددوو قومونو ترمنځ جګړه کې دبايبوف  دوه تنه اوسيدونکې اوله مقابل لوري يو تن ووژل شول  اويوتن بل ټپي شو .

خبرځاى زياته کړه دغه جګړه  دقومي تاوتريخوالې  زيږنده ده اودپوليسو په لاس وهنې سره اوس پاى ته رسيدلي دي اوپه دې باب دپوليسو څيړنې پيل شوي دي.

کابل باختر د مرغومي شلمه

 دشهيدانو ، معلولينو او دټولنيزو چارووزيرې ميرمن امنې افضلي نن په کابل کې دهندوستان له سفير  سره له دغه وزارت سره  دهندوستان دهمکاريو په اړوند وکتل .

  دباختر اطلاعاتي اژانس ته دکار او ټولنيزو چارووزارت د خپرونو رياست دمعلوماتو له مخې، په دې کتنه کې  امنې افضلي له دغه وزارت سره دهندوستان  دهمکاريو له امله دقدرداني  په ترڅ کې دمسلکي کادرونو دښوونې او روزنې او دمعلولينو ملي انستيتوت ته د تجهيزاتو او امکاناتو دبرابرولو  په اړوند  ددغه هيواد دزياتو مرستو غوښتنه وکړه .

 په مقابل کې دهند سفير دغه انستيتوت ته دامکاناتو دبرابرولو  په اړوند ددغه هيواد دهمکاري ژمنه وکړه .