06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردکب دمياشتې ١٨ :

دبدخشان ولايت دشيګي ولسوالۍ  دشرين نظم په کلي دواورې ښوئيدونې دقربانيانو شميرپنځوسو تنو ته ورسيد.

دباختراژانس دخبرله مخې تراوسه پوري په لسګونو تنه دبدخشان ولايت دشيګي ولسوالۍ دشيرنظم په کلي کې تراواورو لاندې بندپاتي دي .

دبدخشان دوالي مرستيال شمس الرحمن شمس باختراژانس ته وويل ښايې دسيمي  يوشمير اوسيدونکې په خپلو کورونو کې تر واورو لاندې تراوسه پوري ژوندې دي.

دژغورنې ټيمونه ته تللي دي او دواورې لري کول او دخلکو په ژغورونه يې پيل کړي دي خو دوه هليکوپترونه دهوا دخبرابوالې له امله پرون ونه شو کړاى عاجلې مرستي دغه کلي ته ورسوي.

په ولسي جرګه کې دبدخشان دخلکو استازي دغه ولايت ته تللي دي چې په واوره کې دبندپاتي شويو خلکو دژغورنې عمله چټکه کړي.

دشپرين نظم کلي دوه سوه تنه اوسيدونکې لري چې تراوسه پوري پنځوس مړي اولس تنه ټپيان له وارې څخه ايستل شوي دي.

کابل باختر د کب اوولسمه

 دالمان پرمختيايي  پروګرام دبلخ ولايت دبيلابيلو ولسواليو دغالي اوبدونکو  ښځو په ګډون دښځو نړيواله ورځ ونمانځله .

 دباختر اژانس دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې له  همدي امله جوړه شوې وه  دبلخ ولايت ددولت اباد، چاربولک اوچمتال  دولسواليو او دجوزجان ولايت داقچې ولسوالۍ غالي اوبدونکو ښځو ګدون کړي و  .

 دخبرځاى  د څرګندونو له مخې غالي اوبدونکو  ښځو دهغو ستونزو اوننګونو په باب خبري  وګړي  چې ددوى په لاره  کې  پرتي دي و ويل  چې ددوي مهمه او اساسي ستونزه داجوري کمښت ، دروغتيايي خدمتونو نشتوالې ، بيسوادي  اوکورني تاوتريخوالې دي .

  يوي ميرمنې  نجيبه چې  کليوالي جامې يې اغوستي وي وويل  موږ دسهار له اوو بجو څخه دمازيګر تر پنځو بجو پوري له ځنډ  پرته په غالي اوبدلو  بوختي  يو او له دې وروسته دکور کارونه کوو په داسې حال کې چې دخاورو او دوړو له امله زموږ سترګو ته زيان رسيږي او زياتره غالي ابدونکې ښځې دسالنډي  په ناروغي اخته دي خو اجوره يې ډيره کمه  او ناڅيزه  ده يعني دغالي خاوندان موږ ته دورځي پنځوس افغاني  اجوره راکوي .

 دچاربولک له ولسوالۍ څخه  ميرمن زرمينه وايي شپږ مياشتي په يوي غالي کار کوي  اوپه ورځ کې پنځوس افغاني اجوره ددوي دکورنۍ او ماشومانو  کوم درد نه دوام کوي .

 په همدي حال کې دشمال دغاليو داتحاديې رييس عبدالستار بيکزاد وويل دهيواد په سلو کې اويا غالي پاکستان ته قاچاق کېږي که چېري ددولت له خوا يې  مخه ونه نيول شي دغالي اوبدونکو اجوره به زياته نه شي .

کابل باختر د کب اوولسمه

  په بغلان ولايت کې نن له دوه سوه شپيتو بې وزلو ښځو سره مرسته وشوه .

 دغه مرسته دمارچ دمياشتې داتمې  د ښځو دپيوستون  دنړيوالې ورځې  په  درناوي  شوې  ده .

 دبغلان ولايت دښځو دچارو رييسې رحيمي ظريفي  دباختر اژانس ته  وويل هرې ښځې ته يوه شړي اويواندازي خوراکي توکې  ورکړ شول .

 دامرسته په پلخمري  کې دهنګري دبيا جوړونې دولايتي  ټيم دقوماندانۍ له خوا شوې ده .

کابل باختر د کب اوولسمه

  دبدخشان ولايت سيمه ئيز خبرځايونه وايي ددغه ولايت  په شيکي  ولسوالۍ کې  ٣٧ مړي  له ښوئيدنې واورې څخه را ايستل شوي دي .

 دبدخشان ولايت مرستيال شمس الرحمن شمس باختر اژانس ته وويل دشيکي ولسوالۍ  په ديستي کلي کې پرون دواورې  ښوئيدنې له امله شل کورونه ترواوري لاندي شوي دي .

 ده زياته کړه دژغورني  کارکوونکو تراوسه پوري له واوري  څخه ٣٧ مړي او څلور تنه ټپيان را ايستلي دي .

 بدخشان ولايت  له پيښو سره دمبارزي دتياري دملي اداري رييس ثنا الله اميري باختر اژانس ته وويل داغاخان دفوکس دفتر يو ٢٥ کسيز ټيم دشيکي ولسوالۍ ته تللي دي چې دپيښې له مصيبت ځپلو سره سملاسي  مرستي وکړي .

  خبرځاى زياته کړه دغه ټيم په سيمه کې  دمصيبت ځپلو کسانو په ژغورلو بوخت دي  له هغوکسانو سره چې له دغي پيښې څخه روغ رمټ پاتي دي مرسته وکړي . 

 خبرځاى زياته کړه دفوکس دفتر  دسلو خيمو پنځوسو بنډله ژمنيو جامو ، سلو ترپالونو او يوټن خوراکي توکو په ګډون  دمرستي يوه اندازه  توکي هغوکسانو ته ورکړل  چې له دغي پيښې څخه ژغورل شوي دي .

 ده زياته کړه په هغې بيړني غونډي  کې چې پرون جوړه شوه پريکړه وشوه چې دملي دفاع وزارت دوه هيلکوپترونه دي له مصيبت ځپلو سره دمرستي په مقصد سيمي ته لاړ شي او مرستي دي وليږدوي .

 ده وويل دوه هليکوپترونه همدا اوس دفيض اباد  ښار په هوايي ډګر کې سيمي ته دالوتني په حال کې دي .

 دديستي کلي چې په يوه غرني سيمه کې پروت دي دولايت له مرکز  څخه زيات واټن لري .

  دثنا الله دڅرګندونو له مخي ددغه ولايت دنستي  ولسوالي په جوي او ناوند دکليوپه دوو سيموکې د واوري ښوئيدني  له امله دري تنه وژل شوي دي .

 دغه راز په مامي ولسوالۍ  کې  دواوري ښوئيدنې له امله هم دوه تنه وژل شوي دي .