25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

غزني\دکب٥مه\باختر
د غزني سیمه ییزو مسوولانو او د دغه ولایت اوسېدونکو پرون په یوه غونډه کې د تاوتریخوالي له کمښت او د تلې د شپږمې نېټې د انتخاباتوله پايلو څخه خپل ملاتړاعلام کړ.
د باختراژانس د سیمه ییزې خبریالې خدیجې اشرفي د خبرله مخې، په دې غونډه کې
د غزني والي وحیدالله کلیمزي د تاوتریخوالي له کمښت څخه خپل ملاتړاعلام کړاو څرګنده يې کړه چې د دغه پروګرام له پیل څخه په دغه ولایت کې د تاوتریخوالي هیڅ راز پېښه نه ده رامنځته شوې.
هغه زیاته کړه: د افغانستان حکومت په هېواد کې د سراسري او دایمي سولې لپاره قوي اراده لري او هیله ده چې د سولې ازمایښتي پړاو د حکومت او طالبانو ترمنځ په دایمي اوربند بدل شي .
کليمزي د غزني د اوسېدونکو او د دغه ولایت د سیمه ییزو ادارو په استازیتوب د دولت جوړونکي انتخاباتي ټيم د بریالیتوب له امله د افغانستان ټول سوله دوست ملت ته مبارکي  وويله او هغه یې د هېواد د خلکو د پاکورایو پايله وبلله.
دغه راز د ولایتي شورا منشي حمیدالله سروري، د غزني د عالمانو شورا رییس مولوي اسماعیل، خدیجې اشرفي او یوشمېرنورو ګډونکو هم خبرې وکړې او د سولې له پروګرام او د هېواد د جمهوري ریاست د انتخاباتو له پايلو څخه يې خپل ملاتړاعلام کړ.
هغوى سوله د هېواد د پرمختګ لپاره غوره لار وبلله او له مخالفینوڅخه يې د تلپاتې سولې غوښتنه وکړه.
پاى\ ع 

 

متون\دکب٥مه\باختر
خوستيان په روانه جګړه کې د تاوتریخوالي کمولو هرکلی کوي اوله وسله والو طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن پاتې شي او دایمي اوربند ته لاره برابره کړي.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال نثارالله احسان د خبر له مخې، له تېرو دوو شپو راهیسې خوستيان په هېواد کې د تاوتریخوالي کمولو ته خوشبین دي، دوی وايي چې له دې سره به هېواد کې بشپړې سولې ته زمینه برابره شي.
شېراحمد د خوست د مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکی دى چې په خوست ښارکې کاروبار کوي نوموړی وایي، په جګړه کې د تاوتریخوالي کمولو ورته ډیره خوشالي ورکړې.
هغه زياتوي چې د تاوتريخوالي د کمښت له پيل تر دې دمه په دغه ولايت کومه پېښه نه ده رامنځته شوې او په هېواد کې دتلپاتې سولې  په هيله دى.
د تاوتریخوالي اوونۍ له پيل څخه ډېر شمېر افغانانو سره په هېواد کې د تلپاتې سولې هيله پيدا شوې ده.
عثمان د قلندر ولسوالۍ او بشیر د خوست د لکڼو سیمې اوسېدونکي دي، دوی وايي چې اوس په هېواد کې نارینه اوښځینه په دې پوهېدلې ،چې سوله څومره اړينه ده اوپرته له سولې ژوند هيڅ خوند او مفهوم نه لري.
دوی پرطالبانو غږ وکړ، چې د تاوتریخوالي کمولوته ژمن پاتې شي، ترڅو د سولې لپاره د باور فضا رامنځ ته شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې (یوناما) هم د تاوتریخوالي د کمېدو هرکلي  کړى او دا يې د تلپاتې سولې لپاره یو ښه فرصت بللى دى.
پاى\وصال


 

بامیان / دکب ۵ / باختر
د بامیانو اوسېدونکي په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت له عملي کېدو څخه هرکلی کوي.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال خان محمد محقق د خبر له مخې، ديني عالم جمعه خان مهدوی د تاوتریخوالي په کمښت کې د دولت او طالبانو پر اقدام خوښي څرګنده ګړه او هيله يې وښوده چې د تاوتریخوالي کمښت په هېواد کې د دایمي سولې سبب شي.
هغه زیاته کړه، چې د بامیانو – کابل د مواصلاتي لارو امنیت په دې څو ورځو کې لږ څه ښه شوی دی او هیله ده  چې د لویو لارو امنيت تل تامین شي.
په همدې حال کې فرهنګپال محمد  اسحاق عزیزي وايي، چې په وروستيو څلورو لسیزو کې د افغانستان د خلکو زیاتې ستونزې د ناامنيو او جګړوزېږنده دي.
عزيزي هيله ښايي چې د تاوتریخوالي  دغه کمښت په یو دوامداره اوربند اوسولې بدل شي او دبین الافغاني خبرو اترو زمینه برابره شي.
هاخوا د بامیانو والي محمد طاهر زهیر هم په یوه خبري ناسته کې، د تاوتریخوالي کمښت د افغانستان خلکو لپاره یو ښه زېری وباله .
ده د جمهوري رییس محمد اشرف غني پر خبرو ټینګار وکړ او سوله یې د افغانستان دټول ملت غوښتنه وبلله .
پای شکریه

 

کابل/دکب  ٥مه/باختر
ولايتي شورا، ديني عالمانو، د سياسي ګوندونو استازو او دکندز  قومي مشرانو په دغه ولايت کې  د پرمختيايي پروګرامونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې، دکندز سيمه ييزو مسوولانو په داسې حال کې چې د ولايتي شورا رييس او يوشمېر غړو، د مدني ټولنې بنسټونو، ديني عالمانو ، د سياسي  ګوندونو استازو، قومي مشرانو، سوداګرو، رسنيو او ځوانانو ګډون  درلود په دغه ولايت کې دټولګټو پروژو دکار له بهير څخه چې دتطبيق  کېدو په حال کې  دي کتنه وکړه .
په دغو پروژو کې جومات، ټولنيز سالون ، تفريحي  پارک ، دښځو رستورانت ،  ورزشي جمنازيوم ، د اراضي رياست  اداري ودانۍ، د سرد درې د (بي) ښارګوټي  تفريحي  پارک، د کندز پوهنتون د ليليې  ودانۍ، د صنعت او سوداګرۍ رياست اداري ودانۍ او  د ولايت مقام مراجعينو  دخدمتونو ودانۍ جوړول شامل دي .
د کندز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي، د دغو پروژو له  تطبيق څخه په ملاتړ وويل، چې د پرمختيايي  پروژو په تطبيق سره د کندز اوسېدونکو زياتې ستونزې لرې  شوې چې ورسره به د ولايت بڼه  هم ډېر  ژر بدلون ومومي .
دکندز والي عبدالجبار نعيمي له ټولو سياسي  استازو ، خلکو او دکندز له قومي مشرانو څخه د دغو پرمختيايي اوبنسټيزو پروژو څخه دکتنې له امله مننه وکړه اوزياته يې کړه: هغه پروژې چې په کندز کې جوړې شوې  اويا پرې کار روان دى  د خلکو په غوښتنه، وړانديز او اړتياوو په پام کې نيولو  سره طرحه اوپلې  شوې دي .
دکندز  والي په هېواد کې دتاوتريخوالي له کمښت  څخه هرکلي وکړ او د دغه ولايت له مشرانو څخه يې وغوښتل چې له دغو فرصتونو څخه لازمه استفاده وکړي او دهېواد په ګوټ ګوټ  او په تېره بيا په کندز کې دجګړې بندولو او د دايمي سولې ټينګښت لپاره لاس په کار شي .
ختم_ سعيده _ اکرم

 

 

Page 3 of 1995