24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردتلې دمياشتې  ١١ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين اوکابل ښاروال انجينر
محمديونس نوانديش نن داوبوالفضل زيارت ته مخامخ واټ له لوحې څخه  چې دعاشورا دشهيدانو دواټ په نامه نومول شوى دى پرده پورته کړه.
دباختراژانس دخبرله مخې په هغو مراسمو کې چې له همدي امله پرځاى شول ديوشميرمسوولينو او دشهيدانو دکورنيو په ګډون پرځاى شوي وو داطلاعاتو اوفرهنګ وزير  ډاکترسيدمخدوم رهين خبري وکړي او ويې ويل هغه واټ چې دابوالفضل زيارت ته مخامخ دکابل سيند ترڅنګ موقعيت لري نن دعاشورا دشهيدانو  دهغو مظلومو شهيدانو په نامه ونومول شو چې تيرکال دعاشورا په مراسمو کې شهيدان شول.
ډاکتررهين زياته کړه چې کابل ښاروالۍ ددغه واټ دلوحې په تنظيمولو کې له زيات ګړنديتوب څخه کار اخيستي دي  چې ددغو شهيدانو دشهادت له تلين څخه مخکې  لوحه وردول شي اودتيرکال دمحرم دمظلومو شهيدانو درناوي چې دهغو جنايتکارانو له خوا شهيدان شول او کورني يې دغم په ټغر کښينولي تلپاتي شي .
په دغو مراسمو کې حاجي افغان حسين زاده دشهيدانو دکورنيو په استازيتوب خبري وکړي اوپه دې ترڅ کې چې دشهيدانو دکورنيو غوښتنې دمنلو  له امله يې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير او  کابل ښاروال څخه قدرداني وکړه او ويې ويل چې د٦٧ تنو شهيدانو کورنيوته په نغدي مرستي سربيره دکابل ښاروالۍ له خوا دځمکې ٦٧ نمرې هم ويشل شوي دي .
په هغې تروريستي پيښه کې چې تيرکال دمحرم په لسمه دافغانستان دخلکو  ددښمنانو له خوا دابوالفضل زيارت ته مخامخ وشوه  زموږ ٦٧ تنه مظلوم اوبيګناه هېوادوال شهيدان او يوسلولس تنه نور ټپيان شول.
 

کابل - باختر آژانس دتلې ١١
په هرات ولايت کې سلو تنو ځوانانو ددغه ولايت دشهيدانو معلولينو ،کار او ټولنيزو چارو د رياست په مرسته حرفوي فني مهاتونه زده کړل.
دهرات ولايت دشهيدانو ،معلولينو ،کار اوټولنيزو چارو د رياست مسوولين وايي دغو کسانو په يوه روزه نيزه دوره کې چې شپږ مياشتې يې دوام وکړ په ګلدوزي،د ودانيو دبريښنا دمزو په غځولو ،او يخچالونو او دبرقي وسايلو په ترميمولو پوري په اړوند مهارتونه يې زده کړل.
ويل کېږي چې ددغې دوري برخه وال دمسلکي مهارتونو په زده کړي سربيره دکارلوازم هم ترلاسه کوي.
دهرات ولايت دشهيدانو معلولينو،کار او ټولنيزو چارو رييسې ميرمن محمدي باختر آژانس ته وويل دغه پروګرام دجاپان دجايکا موسسې په همکاري په دغه ولايت کې عملي شوي دي چې يومليونو نهه سوه زره افغاني پرې لګيدلي دي.
ميرمن محمدي په شرايطو برابرو ځوانانو ته ددغه شان روزنيزو پروګرامونو دعملي کولو د دوام  ډاډ ورکړ.
په مستحقو کسانو دستاين ليکونو او دکاري لوازمو دويشلو په مراسموکې ددغې دوري برخه والو دحرفوي روزه نيز پروګام دترسره کولو په هرکلي سره له برابر شوي فرصت څخه دځوانانو دمناسبې استفادې غوښتنه وکړه.
ددغې دورې له پاى ته رسيدو سره جوخت د((١٩٥٠٠٠٠)) افغانيو په لګښت يو سلو شپيتو تنو نورو ځوانانو ته دحرفوي فني زده کره نوى پروګرام پيل شو.
 

کابل –باختر دتلې ١٠
دکابل د اور وژنې يو امبولانس موټر نن دبريښنا د شارتي له مله اور واخيست.
دکابل د اور وژنې مدير سمونوال محمد کاظم دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن له غرمې مخکې دپوليسو د وسايطو په يو پارک کې رامنځته شوه اوعلت يې په موټرکې تخنيکي عوارضې بلل شوې دى.
ده وويل: د اور وژنې پوليسو اور په بيړه کنترول کړ او دپراختيا مخه يې ونيوله.
په دې پيښه کې د اور وژنې دموټر له زيانمن کېدو پرته نور تاوان نه دې اوښتې. ده ټينګار وکړ چې په دې پيښه کې د ورانکارى کومه نښه نښانه نه ليدل کيږي.
 

کابل- باختردتلې دمياشتې  ٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دخواشيني اوډاډګيرنې پيغام:
په ژورې خواشيني سره خبرشوم چې دافغانستان يو سابقه دار خدمتګار سميع ارغند د ورپيښې ناروغى له امله  له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړى دى.
انالله و انااليه راجعون
ارواښادسميع ارغند تر زده کړو وروسته دهيواد دمرکز او ولايتونو په بيلابيلو دولتي اداروکې خدمت کړى و، دى يوخدمتګار شخص و اومړينه يې يوه ضايعه ده. دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ اودوستانو ته وړاندې کوم.
الله تعالى دې دى وبخښي اوکورنۍ ته دې يې جميل صبرپه نصيب شي.