24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل- باختردتلې دمياشتې  ٩ :
د مهاجرينو د راستنولو دچارو وزير په کابل کې دپوليند له سفير سره په کتنه کې  په دغه هيوادکې له ميشتو افغان مهاجرينوسره دمناسب او له نړيوالو ميثاقونو سره  دسم چلند غوښتنه وکړه .
ډاکتر جماهير انوري چې نن يې په کابل کې دپوليندله سفير سره وکتل، له ده څخه وغوښتل چې له افغان مهاجرينو سره دپوليندي مقامات دې له نړيوالو ميثاقونو سره سم  ترسره شي .
ډاکتر انوري وويل چې پولند او نور اروپايي هيوادونه کولاى شي، دانسان دقاچاق وړونکو دفعاليت په مخنيوي کې چې زياتره افغان يې ښکار کيږي، رغنده رول ولوبوي .
په دې کتنه کې دپولند سفير څرگنده کړه  چې د نږدې سل افغاني کورنۍ  همدا اوس په قانوني ډول په پولند کې ژوندکوي اودپولند حکومت له دوى سره  دخپل  هيواد د اتباعو په شان چلند کوي .
دغه راز ده وويل:  يوشمېر افغانان  چې غوښتل يې  دپولند دخاورې له لارې په غيرقانوني ډول نورو هيوادونو ته لاړشي، په بندکې دي چې دپولند حکومت هوډمند دى چې دنړيوالو تړونونو په پام کې نيولو سره له هغوى سره چلندوکړي.
 

کابل- باختردتلې دمياشتې  ٩ :
يوه ديارلس کلن هلک تيره شپه په  کاپيسا ولايت کې  خپل ګاونډى دغلا په تور  په خپل کور کې وواژه .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانى ويندوى  باختراژانس ته وويل: لطف الله هغه وخت د ديارلس کلن هلک سيف الله له خوا د ښکاري ټوپک په ډزو سره ووژل شو چې  دشپې په ١٢ بجو دسيف الله  کور ته ننوتى و .
خبرځاى زياته کړه چې مقتول دکوهستان د دويمي برخې د ولسوالۍ دکالوتي  دکلې  اوسيدونکى  اودسيف الله دکور په  ګاونډى کې و .
دسيمې د ځينو اوسيدونکود څرگندونوله مخې، لطف الله رواني تکليف درلود خو د سيف الله پلار کيهان ادعا کوي  چې  لطف الله دغلا په نيت د دوى کور ته ننوتى و.
پيښه دپوليسو له خوا څيړل کيږي .
 

کابل- باختردتلې دمياشتې  ٩ :
دبلخ ولايت په مربوطاتوکې پرون دترافيکي پيښې له امله اته تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
دبلخ ولايت دترافيکو دمديريت دپيښو د څيړنې آمر زلمى باخترا ژانس ته وويل: پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو يو رنجر موټر له يو سراچه موټر سره ټکر وکړ.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې  چې دبلخ ولسوالۍ دباغوراق دکلې په لاره کې رامځته شوه، دموټر چلوونکى په ګډون دسراچه موټر شپږتنه سپرلي  اود رنجرموټر دوه تنه سپرلي ووژل شوې او څلور تنه نورټپيان شول .
دترافيکو دپيښو دڅيړنې آمر وويل چې د رنجرموټر چلوونکى دپوليسو په
توقيف کې دى .
 

کابل باختر دتلي اتمه
د ښو اجرااتو په خاطر  دکارکوونکو د چمتو کولو تر عنوان لاندې  روزنيز ورکشاپ   چې درې ورځې مخکې دباختر اژانس  يو شمير خبريالانو او کارکوونکو ته  جوړ شوي و ،  نن پاى ته ورسيد .
  دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په دې ورکشاپ کې  چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دبشري منابعو  درياست داداري دظرفيت دلوړولو او پرمختيا دامريت له خوا جوړ شوي  و ، د ټولنې په پرمختيا ، دنړيوالو  هدفونو او دافغانستان  دملي پرمختيا د ستراتيژي د معرفي کولو ، داجرااتو دڅيړنې دبهير ، د اجرااتو په څيړنه کې دپلان جوړولو درول ، داجرااتو په څيړنه کې درپوټ  درول او دملکي خدمتونو  دمامورينو د چلند او سلوک د څرنګوالې  دمقررې  په اړوند  خبرې وشوي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو درياست  داداري دظرفيت  دلوړولو او پرمختيا آمر محمد عيسى  خاطرزى  وويل  دغه ورکشاپ  درتبو او معاش  په سيستم  دکارکوونکو د خبرولو ، داداري داجرااتو  دپلان جوړولو ، رپوټ ليکلو او د اجرااتو دڅيړنې  دبهير دعملي کولو په مقصد  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت اودباختر اژانس  شپيتو تنو کارکوونکو اوخبريالانو ته جوړ شوي و  او څلور ورځې يې  دوام وکړ .