24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د تلې ٦
دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رييس او د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس  پرون  دسرپل ولايت دخلکو ستونزې او نظريې واورېدې .
دباختر  اژانس خبريال خبر راکړ: په هغې غونډې کې چې دجمهوري رياست د ٤٥ ګڼه فرمان دتطبيق په خاطر دسرپل ولايت دکنفرانسونو په صالون کې جوړه شوى و، دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رييس عبدالخالق  فراهي دجمهوري رياست د وروستي فرمان دتطبيق او په تيره بيا په ولايتونو کې د واليانو او ولسوالانو دکړو وړو دڅيړنې په باب خبرې وکړې او خلکو څخه يې وغوښتل چې په دې اړوند دې له دغې ادارې سره همکاري وکړي .
دغه راز د اداري اصلاحاتو اودملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد مشاهد هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او دکار اهل ته دکار سپارل، له فساد څخه دخلاصې ادارې جوړول  او غوره سالاري يې  ددغې ادارې يو هدف او دنده وبلله .
په دې غونډه کې دسرپل والي عبدالجبار حقبين دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له  ٤٥ ګڼه فرمان سره دملاتړ له اعلامولو په ترڅ کې وويل: په سرپل ولايت کې مقامات د ٤٥ ګڼه فرمان تطبيق دخپلو دندو يوه برخه بولي او په عملي کولو کې به يې له هيڅ  راز هلوځلو څخه دډه ونه کړي .
دغونډې په پاى کې  برخه والو دامنيتي حالت دښه والې او هم د ادارو دښه والې په خاطر خپلې نظريې او پيشنهادونه دغو دوو جګپوړو دولتي مقاماتو ته وړاندې کړې .
 

کابل باختر د تلې ٦:
دسولې او دملي  يو والى د اوونۍ او دسولې دعالي شورا دپخواني رييس استاد پروفيسر  برهان الدين رباني دشهادت دلومړۍ تلين پرون په پکتيا ولايت کې درناوى وشو .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دګرديز ښاروالي دکنفرانسونو په  تالار کې جوړه شوى وه، ملکي او نظامي مسوولينو، د ولايتي شورا او دسولې دشورا رييسانو، قومي مخورو او دغه ولايت  په سلګونو تنو اوسيدونکو  ګډون کړي و .
  دباختر اژانس دسيمه ييز خبريال دخبر له مخي: په دې غونډه کې دپکتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد وويل: سوله او امنيت دشعارونو په ورکولو سره نه تامنيږي  موږ بايد په عملي توګه دسولې د تينګښت په لاره کې  کار وکړو .
دپکتيا والي د جوماتونو له امامانو، روحانيونو او قومي مخورو څخه وغوښتل چې دسولې د ټينګښت په لاره کې  له هيڅ راز همکارى څخه دډه ونه کړي .
ده ددغه ولايت دسولې دشورا رييس ته دنده وسپارله چې له مخالفينو سره اړيکې ونيسي او هغوى دې ته وهڅوي  چې له جګړې څخه لاس واخلي او دسولې له بهير سره  دې يوځاى شي .
دغه راز په دې غونډه کې  نورو ويناوالو هم په هيواد کې سوله  او مفاهمه له جګړې څخه غوره وبلله اوله مخالفينو څخه يې  وغوښتل چې دجګړې او ورور وژنې څخه دې لاس واخلي او دسولې له بهير سره  يوځاى  شي .
  دوى په هيوادکې دميشتو قومونو اومليتونو ترمنځ په يو والى او پيوستون باندې ټينګار وکړ .
 

کابل باختر دتلې ٥
دسولې او دملي يووالې داوونۍ په هرکلي ددولت يوه ډله وسله والومخالفين نن په هرات کې دسولې له بهير سره يو ځاى شول دوړاندې شويو شميرنو له مخې د روان هجري لمريز کال له پيل څخه تراوسه پورې داپنځلسمه ډله مخالفين دي چې په هرات کې دسولې له پروګرام سره يوځاى کيږي.
دغه شپږ کسيزه ډله مخالفين چې په حزب اسلامي پورې تړاو لري دملي امنيت د اوپراتيفي کار له امله په ځمکې دخپلو وسلو په ايښودلو سره دسولې له بهير سره يو ځاى شول اوسوله ييز ژوندانه ته يې مخه وکړه.
دهرات ولايت مرستيال له سوله ييز ژوندانه سره ددغو کسانو دپيوستون په هرکلي سره دملي امنيت د رياست دکار کوونکو هلې ځلې وستايلې .
په همدې حال کې دملي امنيت د رياست يوه خبر ځاى باختر آژانس ته خبرورکړ. چې دمخالفينو مشهور قوماندان ګل احمد آهنګر تر خپل امر لاندې پنځوتنو وسله والو کسانو سره چې په انجيل ولسوالۍ کې يې د دولت پرخلاف وسله وال فعاليت کاوه دسولې او دملي يووالې داوونۍ په هرکلي سره دسولې له بهير سره يوځاى شوې او ژمنه کړې ده چې له دې وروسته د دولتي ځواکونو نږدې همکار وي.
له بلې خوا ګل احمد آهنګر خبريالانو ته وويل په هرات ولايت کې دمخالفينو ډلو ترمنځ تفرقه او بې اتفاقي واکمنه ده او هره يوه ډله دبلې ډلې دله منځه وړلو په لټه کې ده.
دوسله والو جکړه مارانو دغه قوماندان په همدې حال کې دګاونديو هيوادونو په وسلو دتروريستو او ياغي ډلو د سمبالولو يادونه وکړه او دسولې له بهير سره دځانې او تر خپل امر لاندې کسانو دپيوستون علت يې له جګړي او ورور وژنې څخه بيزاري وبلله.
 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
دفاتحي اعلان
الحاج سناتور  جنت ګل خان تره خيل ، الحاج سناتور  حاکم خان تره خيل الحاج سناتور  سور ګل خان تره خيل زامن ، الحاج وکيل  ملاتره خيل  محمدى  لمسي ، الحاج وکيل  احمد شاه تره خيل  ورور ، الحاج عبدالظاهر  تره خيل ليور ،  دالحاج  عرب خان تره خيل  دميرمنې او وکيل  ملا تره خيل محمدى  دنيا د مړينې له امله  چې جنازه  پخوا خاورو ته سپارل شوې ده  دوستانو ته خبر ورکوي چې د ارواښادې  فاتحه سبا چهارشنبه  دميزان دمياشتې په پنځمه نيټه له غرمې وروسته  له يوې  بجې  څخه تر څلورو بجو پورې د څرخي پله  بازار ته  څيرمه دالحاج سناتور جنت ګل خان تره خيل په عالي دارالعلوم  کې اخستل کيږي   دوستان دى خبر وي
انا لله و انا اليه راجعون