14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

د کابل د خلکو دسرا سري شورا درئيس ډا کتر سيد مخدوم رهين په شتون نن په اووه سوه څوار لسو راستنو شويو کورنيو دګل پاچا الفت په ښار ګوتى کې دځمکې نمرې وويشل شوې.

 د باختر اژانس دخبر له مخې، دځمکې دغه نمرې د کا بل د خلکو دسرا سري شورا د هلوځلو له ا مله اود مها جرينو دراستنولو د چارو ،د کرنې او او بو لګولو اود ښار جوړولو د چارو د وزارتو نو او کا بل ښاروالۍ په پا ملرنې سره برا برې شوي دي .

ډاکتر رهين په هغه غونډه کې چې له همدې ا مله جوړه شوې وه ددې ترڅنګ چې د کا بل يو شمير هغو ښاريا نو ته چې د مها جرت ژوند يې پاى ته رسو لى او هيواد ته را ستا نه شوي دي ، دځمکې د نمرو د ويشلو لپاره داسا نتياو د برابرولو په لاره کې ددولتي مرکزو نو د هلوځلو له ا مله مننه و کړه او ويې ويل: کا بل ښاريا نو د جګړې په وخت کې زيا تې ستو نزې زغملى او زيات شمير يې بي ځايه او بي کوره شوي دي .

ډاکتر رهين دراستنيدونکو يوه اساسي ستونزه بې کورى وبلله ، څرګنده يې کړه چې بايد دغه ستو نزه حل شي.

 يوه تن را ستا نه شوي هيواد وال چې ددرې بسوى ځمکې سند يې د کا بل د خلکو د سرا سري شورا له لاري تر لاسه کړي و ، وويل:

زياته خوشحالى احساسوم چې زما يوه اساسي ستو نزه پاى ته ورسول شوه

کابل باخترد جوزا دمياشتي٥ نيټه :

په غزني ولايت  کې دږلې دسخت اورښت له امله  داستوګنې په لسګونه کورونه او بڼونه زيانمن شوي دي اوسلګونو جريبه ځمکي کروندو ته   زيان رسيدلي دي .

دغه ږلې تيره شپه  دڅوساعتونو لپار ه  داندړوولسوالۍ په مربوطاتو کې و اوريده  اودسيمه ييزو مسوولينو دڅرگندونوله مخې داستوګنې په لسگونو کورونه  اوبڼونه اودکرنې په سلګونو جريبه ځمکه زيانمنه شوي ده .

داندړوولسوالۍ يو مسوول باختراژانس ته وويل  چې دږلې داورښت له امله  داستوګنې په سلګونو کورنه ، دکرنې ځمکي  اوبڼونه ددغي ولسوالۍ په لسو سيمو کې زيانمن شوي دي .

ويل کيږي چې ددغې ږلې له امله  يو شمير خلک ټپيان شوي دي .

داندړو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى فريدشاه وويل ددغي ږلې له امله  دکورونو ښيښي ماتي شوي  ، زموږ زراعتي ځمکي ويجاړي شوي اودلسګونو بڼونو ميوو ته زيان رسيدلي دي.

ده وويل  چې تراوسه پورې  داسي ږلې يي نه وه ليدلي .

دفريد دڅرگندونوله مخې دهرې ږلې اندازه ديو چارمغر په اندازه و .

جلال اباد \باختر\ د غبرګولي ٣ مـــــــــــــه

په هغو لسګو نو افغان کورنيو چې ويل کيږي له پا کستان څخه راايستل شوي دي ، نن په ننګر هارولايت کې ځمکه وويشل شوه

دغه کور ني چې د کو نړ ولايت اصلي او سيدونکي دي ، له څه مو دي را په دي خوا له پا کستان څخه له را ايستلو وروسته د جلال ا باد ښار دهډي فارم ته څيرمه شپي سباکوي

دننګر هار والي ګل اقا شير زوي باخترا ژانس ته وويل: په دغو کورنيو يي دخوږياڼيو او سره رود ولسواليو ترمنځ دچمتلې دسيمې د مها جرينو په ښار ګوټې کې ځمکه ويشل شوې ده

ويل کيږي چې دايو سلو درې اتيا کور نۍ دى

سرپل \باختر\ د غبرګولي ٣ مـــــــــــــه

په داسي حال کې چې د هيواد په شمال کې دسرپل ولايت له وروستيو سختو سيلا ونو څخه يوه اوونۍ تيريږي لا تر او سه پورې هم دژغورني ټيمو نه له خا ورو څخه ددې پيښې دقربانيا نو په را ايستلو بوخت دي

 د دغه ولايت په مرکز سرپل ښار کې دسيلا ونو درا وتلو له ا مله

پنځه ويشت تنه ووژل شول اود ښځو اوماشو ما نو په ګډون په لس ګونو تنه بې در که شول

ددغو سيلا و نو له ا مله د کرنې په سلګو نو جريبه ځمکه اوپه لس ګو نو کورو نه هم ويجاړ شوي دي

باختر ا ژانس ته له دغه ښار څخه د وروستيو خبرو نو له مخې : دژغورنې ټيمو نو پرون اونن دښځو اوماشومانو په ګډون پنځه ويشت مړي له خاورو اوخټو څخه را ايستلى دي

دسرپل والي عبدالجبار حقبين باختر ا ژانس ته وويل: لا تر او سه پورې دماشو ما نو په ګدون شپيته تنه بي در که دې اود ژغور ني ټيمونه هلې ځلې کوي ، د هغوى مړي له خاورو څخه را و باسي

ده وويل: ګو مان نه کيږي چې څوک ترخټو اوخاورو لا ندې ژوندې پاتې شوي وي