24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کندز باختر آژانس د وږى ٢٩
په کندز ولايت کې ښځو ته دلومړني تفريح ځاى دجوړولو کارنن پيل شو.
دغه تفريح ځاى دکندز ښارپه له دوره کې دخراسان په ښار ګوټي کې جوړيږي .
دکندز ښاروال نجيب الله عمر خيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه تفريح ځاى دکندز ښاروالۍ له بودجې څخه د درې مليونو اته سوه زرو افغانيو په لګښت جوړيږي چې ورزشي ډګرونه ،ماشومانو ته دلوبو ډګرونه ،داوبو څو فوارې ،کانتين او نور امکانات پکې نيول شوى دى.
دغه راز دکندز دولايتى شورا غړې ميرمن حفيظې بار کزى ددغه تفريح ځاى دجوړولو دکار دپيل دهرکلي په ترڅ کې وويل، په کندز کې د تفريح ځايونو نه شتوالى يوه جدي ستونزه ده او په دې هيله چې دکندز ولايت ښځو ته دڅو نورو تفريح ځايونو شاهد وى په پاى کې دکندز ښاروال دکندز ښار دبيا جوړولو او پاکولو دکار يادونه وکړه او ويې ويل چې دغه تفريح ځاى به په ډير لنډ ممکن وخت کې جوړ او دښاريانو داستفادې وړ وګرځي.
 

کابل باختر آژانس د وږى ٢٩
دبيت الله شريف دحج لومړۍ ډله زيادت کوونکي نن سهار له کابل څخه دسعدي عربستان دجدې ښار په لور روان شول.
د آريانا شرکت يوې مسوولې لينا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې الوتنه کې ٢٠٦ تنه افغان زيادت کوونکي دآريانا شرکت د الوتکې په واسطه جدې ته ليږدول شول.
ټاکل شوى ده دآريانا هوايي شرکت په ٤٨ الوتنو کې نږدې لس زره تنه افغان حاجيان دروان کال دتلې دمياشتې تر وروستيو وختو پورې سعودي عربستان ته وليږدوي.
دې زياته کړه: دهغو ديرشو زرو تنو افغان زيارت کوونکو له جملې څخه چې په روان کال کې دبيت الله شريف دحج په مناسبو کې ګډون کوي د آريانا هوايي شرکت دهغوى دلسوزرو تنو دليږدونې مسوليت په غاړه لري او که چيرې د زيارت کوونکو شمير له ديرشو زرو تنو څخه زيات شي، په هغه صورت کې د آريانا شرکت هغوى ليږدونې چمتودى.
 

کابل باختر آژانس د وږي ٢٩
يوشمير دولتي مقاماتو، جګپوري مامورين ،دملي شورا وکيلان او ګڼ شمېر دکابل ښاريان نن سهار دسولې دشهيد استادبرهان الدين رباني مزارته لاړل او ددغه شهيد پاک روح ته ددعا دکولو په ترڅ کې يې دده په مزار دګلو کيډې کيښودې.
دباختر آژانس دخبر يال دخبر له مخې: په دغو مراسمو کې دسولې دعالي شورا رييس صلاح الدين رباني ،د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي، دپوهنې وزير او دسولې دملي يووالې د اوونۍ دلمانځنې دکيمسيون رييس فاروق وردګ، دکابينې يو شمير غړي ،دملي شورا غړي او کابل ښاريان د وزير محمد اکبر خان په غونډې کې دشهيد استاد رباني مزارته لاړل او دشهيد برهان الدين رباني او دآزادي ، جهاد او دمقاومت دلارې دنورو شهيدانو پاک ته ددعا کولو په ترڅ کې يې ددغه شهيد درناوى وکړ او دلوى خدا(ج) له دربار څخه يې دهيواد دخير او فلاح هيله وکړه.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بلخ ولسوالۍ د احمدشاه ابدالي د ښوونځي د پخوانۍ مدیرې شهیدې سیما اکاخېل له کورنۍ سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه، د اکاخېل خاوند جان محمد د آغلې سیما د شهادت په اړه وویل چې زما د مېرمنې مړینه زما لپاره هم درد دی او هم افتخار، ځکه هغه د پوهنې شهیده ده او د خپل وطن د بچیانو د روزنې په لاره کې قرباني شوېده.
وروسته د هېواد جمهور رئیس خبرې وکړې او ویې ویل چې د ارواښادې سیما اکاخېل وژنه د هغه چا کار دی چې د افغانستان له پوهنې سره دښمني لري او غواړي چې ددې هېواد بچیان بې تعلیمه او افغانان د نورو احتیاج پاتې شي.
حامد کرزي د شهیدې سیما اکاخېل له کورنۍ سره د افغانستان د حکومت د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې سیما اکاخيل د افغانستان د پوهنې یوه ستره خدمتګاره وه چې د خپل ژوند په ټوله موده کې یې ددې هېواد بې شمېره بچیان وروزل، په بلخ ولسوالۍ کې یې د احمدشاه ابدالی د نجونو د ښوونځي بنسټ کېښود او تر څنګ یې د نجونو لپاره په دغه ولایت کې د قرانکریم، دیني او ساینسي علومو کورسونه رامنځ ته کړل.
آغلې اکاخېل د روان کال د روژې د مبارکې میاشتې په ۲۴مه د شپې په نهو بجو په خپل کور کې په داسې حال کې چې د خپلو ماشومانو پالنه یې کوله، د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا شهيده شوه.