24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمياردکرنې ا واوبولګولو  وزارت  دوه تنه رييسان  ددوى دکړنو په خاطر  دملي شورا په مقر کې په يوه  غونډه کې وستايل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ  .
دکرنې اواوبولګولو وزارت دبشري منابعو رييس ډاکتر محمديعقوب هوتک اوددغه وزارت دځمکې دچارو رييس وحيدالرحمن رحماني داداري اصلاحاتو دتطبيق  اوپه دغه وزارت کې دبشري منابعو  دنوى سيستم  دمعرفي کولو په باب  د خپلو يولړ کړو وړو دبيانولو په ترڅ کې چې له څلور مليونه جريبه غصب شوي ځمکې څخه دوه سوه زره جريبه يې دغاصبانو له تصرف څخه مسترده شوې ده  او دکرنې او اوبولګولو وزارت دځمکو دچارو رياست عوايدو  زياته وده کړې ده .
دمشرانوجرګې رييس دغو رييسانو ته دستاين ليکونو  دورکولو په وخت کې وويل  افغانستان يوکرنيز هيواد دى اوبايد دهيواد له بزګرانو اوګروندګرو سره  زيات ملاتړوشي . اودکرکيلي  دميکانيزه کولو په خاطر دى په هغوى  دکرنې اصلاح شوي تخمونه ، دطبيعي افتونو ضد درمل اودکرنې وسايل وويشل شي
مسلميارزياته کړه: دمشرانو جرګه تل  دکرنې دبرخې ملاتړ کوي اوټينګار کوي  چې عامه ملکيتونه دغاصبانو له منګولو څخه مسترد شي.
ديوبل خبرله مخې :
دملي شورا دمشرانوجرګه په دې موضوع په خبريدو سره چې دهيواد جهادي اوقومي شخصيت دسرحدونو ، قومونو اوقبايلو دچارو وزارت کانديد الحاج عزيزالله دين محمد له ولسي جرګې څخه  دباور درايې  په ترلاسه کولو بريالى نه شو خواشيني شوې ده اودافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهوري رياست څخه هيله لري چې ده ته  دهيواد ديو مشهور جهادي ،علمي ،قومي اوسوله غوښتونکي شخصيت په توګه دافغانستان دکابينې په ترکيب کې  ځاى ورکړي  او هيله وشوه چې دکابينې په يوه پست کې دده دبيا معرفي کيدو په صورت کې
په ولسي جرګه کې دملت داستازو دتائيد وړ وکرځي.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
په نورستان و لايت کې  دسختو اورښتونو اودسيلاونو د راوتلو له امله يوتن وژل شوى او مالي تاوانونه يې اړولي دي.
دشمشادد٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
دسخت اورښت اودسيلاونو د راوتلو له امله ددغه ولايت دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې  اوولس جريبه کرنيزه ځمکه ، داستوګنې درې کورونه ،   داوبو درې ژرندې ويجاړې او پنځلس څاروې له منځه تللي اويو تن وژل شوى دي .
 

کابل باختر دوږي ٢٥
  دپروفيسر  برهان الدين رباني دشهادت دلومړي تلين اودهيواد دملي اتل احمد شاه مسعود ديوولسم تلين  نن په بلخ ولايت کې درناوى وشو .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې و دبلخ والي، د ولايتي شورا رييس،  امنيه قوماندان او جهادي شخصيتونو  ګډون کړي وو .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دبلخ والي عطا محمد نور دخبرو په ترڅ کې دپروفيسر برهان الدين رباني او دهيواد دملي اتل احمد شاه مسعود دسرښندنو يادونه وکړه او  خواشيني يې څرګنده کړه چې تراوسه پورې دپروفيسر  رباني دشهادت عاملين  نه دي پيژندل شوي .
  ده  ددغه ولايت له امنيتي  ځواکونو  څخه وغوښتل چې د دښمنانو دناوړو  پلانونو په کشف او شنډولو کې جدي  او هوښيار واوسي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دشاهين قول اردو قوماندان زلمى ويسا هم دبلخ دامنيتي ځواکونو په استازيتوب  خبرې وکړې او دښمنانو د دسيو دشنډولو په لاره کې يې  دامنيتي ځواکونو د هڅو او هاند ډاډ ورکړ .
 

کابل باختر دوږي ٢٥
دسرحدونو، قومونو اوقبايلو دچارو وزارت دفارياب ولايت دسرحدونو قومونو او قبايلو دچارو د رييس  غلام سخي  کوهي دمړينې خبر ورکړي دي .
  دباختر اژانس دخبر له مخې ، په هغې خبرپاڼه کې  چې  ددغې  ادارې  له لارې  باختر اژانس ته  رسيدلى ده،  ويل شوى دي  چې  دى  په  ١٣٣٧ کال کې  په فارياب کې  زيږيدلۍ دي  او د زده کړې  له پاى ته رسولو وروسته يې  په بيلابيلو پستونوکې  خدمت ترسره کړى دي .
  دغه راز په ليک کې ددغه وزارت د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب  د ارواښاد دوستانو اوخپلوانو ته  څرګند شوي دي .