24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

 

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٤ :

په غزني ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ٥٣ تنه ووژل شول .

دغه پيښه  نن سهار په نهه نيمو بجو د آب بند ولسوالۍ دسپين بند په سيمه کې چې دغزني _ قندهار لويه لاره ده، رامنځته شوه. چې يو مسافروړونکى بس موټر  دنفتي توکو له يوټانکرسره ټکر وکړ.

ويل کيږي  چې ددغې پيښې دسر زيان هغه وخت زيات شو چې په  ټانکر کې له بس موټر سره  له ټکر وروسته اور ولګيد  اومسافروړونکى موټر هم داور په لمبو کې وسوځيد.

دغزني ولايت امنيه قوماندان زړه ور زاهد باختراژانس ته وويل چې په دې ترافيکي پيښه کې څه ناڅه درې پنځوس تنه ووژل شول اوشپږتنه نور ټپيان شول.

دده دڅرگندونوله مخې، ښځې اوماشومان هم ددغې خونړي پيښې په قربانيانو اوټپيانوکې شامل  دي.

زړه ور وويل چې ددغې پيښې ټپيان نږدي روغتيايي مرکز ته ليږدول شوي دي.

 ددغې پيښې يو عيني شاهد افضل باختراژانس ته وويل: دبس زياتره سپرلي  دټکر په وخت کې مړه شوي نه وو زياترو يې په موټر کې د اور لگيدنې له امله ساه ورکړه.

ده وويل: که چيرې د ژغورنې ټيمونه ژر دپيښې سيمې ته رسيدلى واى د دې امکان و چې  يوزيات شمير کسان وژغورل شي .

دغزني ولايت دپوليسو مسوول وايي چي له پيښي وروسته داور وژني ټيم اوامنيتي ځواکونه سيمي  ته ورسيد اوداور په مړکولو بريالي شول.

دغزني ولايت د ترافيکو يو مسوول وويل  چې دنفتي توکو په ټانکر کې د اورلګيدنې اوچاودنې له امله ددغې ترافيکي پيښې تلفات څو برابره زيات شول.

دي وايي: مسافروړونکى موټر په داسې حال کې چې له کابل څخه دقندهار په لور روان و، د زيات ګړنديتوب له امله دنفتي توکو له يو ټانکر سره چې له مقابل لورې څخه روان و،  ټکر وکړ.

دخبرونو له مخې، دبس  موټر چلوونکى او دهغه همکار هم په وژل شويو کسانو کې دي .

په همدې حال کې په دغې لويې لاره کې دمشخصو ترافيکي نښو نشتوالى ، دسړک دځينو برخو خرابو الى ، د واټ دسور کموالى  په دغې لويه لاره کې له اندازې څخه زيات د وسايطو تګ راتګ او دموټر چلوونکو بې احتياطي هغه عوامل دي چې دترافيکو مسوولين ددغه شان خونړيو ترافيکو پيښو د زياتوالي اصلي علت بولي .

په همدې حال کې داسې خبرونه رارسيدلي دي چې دژغورنې ټيمونه  له پيښې څخه  آن درې ساعته وروسته هم  له بس موټر څخه دمسافرو دسوځيدلو مړو په ايستلو بوخت و، خو ويل کيږي چې دغه مړي دزياتې سوځيدنې له امله دپيژندنې وړ نه دي .

له بله پلوه دغزني ولايت  د آب بند ولسوالۍ ديو روغتيايي مرکز ډاکتران ددغې پيښې  د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب بللي دي.

دغزني _ قندهارپه لويه لاره کې  ديوې ترافيکي پيښې له امله د درې پنځوسوتنو وژل کيدل په تيرولسوکلونو کې بې سارى بلل شوي دي.

 

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٤ : 

دقندهار_ غزني په لويه لاره کې د يوې ترافيکي پيښې له امله   ٥٥ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه پيښه نن سهار په نهه نيمو بجو هغه وخت د آب بند ولسوالۍ په مربوطاتو کې  رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکى بس موټر له يو ټانکر سره ټکر وکړ.

 ويل کيږي: له دغې پيښې وروسته دواړه موټرونو اور واخيست.

دلويو لارو دپوليسويو خبرځاى باختراژانس ته وويل  چې زياتره تلفات داورلگيدنې  له امله رامنځته شوي دي.

په خبرونو کې ويل شوى دي چې امنيتي مامورين روغتون ته ددغې پيښې دټپيانو په ليږدلو بوخت دي.

عيني شاهدان وايي چې ددغې ترافيکي پيښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ددغې پيښې جزئيات وروسته  خپريږي.

کابل باختر دوږي  دري ويشتمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ډاډ ګيرنې او خواخوږي پيغام .
په ژورې خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړچې د هيواد  يو سابقه لرونکي  قاضي قضاوت پوه  نجيب الله قادري دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوي وه وفات شو .
انا لله و انااليه راجعون
  ارواښاد  نجيب الله قادري  کلونه کلونه دهيواد په مرکز او ولايتونو کې د قضائيه قوي  په بيلابيلو برخو کې خدمت وکړ  ،  مړينه يې  ضايعه ده .
   د خپلي ډاډ ګيرني او خواخوږي  مراتب  دده کورنۍ او دوستانو او دهرات ولايت  خلکو ته وړاندې کوم  او دلوى خداى  ( ج )  له دربارڅخه متوفي ته  د مغفرت او پاتي کسانو ته يي دجميل صبر هيله کوم .
 

کابل باختر دوږي  دري ويشتمه
دسترې محکمې دډاډګيرنې پيغام
دافغانستان داسلامي جمهوريت سترې محکمې په  ژورې خواشينې سره  خبر ترلاسه کړ  چې دسترې محکمې يو پخواني  پوځي مرستيال  او مجرب قاضي  قضاوت پوه نجيب الله  قادري  دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه  وفات شوى دى .
انا لله و انا اليه راجعون
  په مفتي مشهور ارواښاد نجيب الله  قادري  په  ١٣١٦ هجري لمريز کال کې  دفراه ولايت  په انار دري ولسوالۍ کې  وزيږيد  او  د پغمان د شرعيو علومو  په مدرسه کې  د ثانوي دوري  د زده کړو   له پاى ته رسولو  وروسته دکابل پوهنتون دشرعياتو  په پوهنځي کې شامل شو  او په  ١٣٤٠ کال کې  د قضا له مسلک سره  يو ځاى شو او په بيلابيلو  دندو کې يې  دپروان ، هرات ، کاپيسا ، بادغيس او دقندهار دولايتونو  دقاضي  او دمحکمو درييس په توګه  او دسترې محکمې  دعامه امنيت دديوان درييس  او مستشار او دسترې محکمې  د نظامي مرستيال په  توګه  دندي ترسره کړي دي  چې  ستره محکمه دده مړينه يوه  نه جبيره کېدونکې قضايي ضايعه بولي او دلوى خداى (  ج ( له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتي کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .