24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل- دباخترآژانس دوږي٢٠:
د لغمان ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۴۸ تنه پولیس فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په دغو پولیسو کې ۷۰ تنه د عامه نظم او ۷۸ تنه ملي پولیس چې نن پرې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پولیسو د عامه نظم د لوی ریاست مشر پاسوال زمري پیکان، د لغمان ولایت مرستیال، د امنیې ٍقوماندان او نورو ګڼ شمیر فوځي چارواکو ګډون درلود بري لیکونه وویشل شول.
دغو ۱۴۸ تنو پولیسو ته د شپاړس اوونیز کورس په بهیر کې په بیلا بیلو تخنکي، مسلکي او عقید تي برخو کې د کورنیو استادانو له خوا د تدریس چارې پر مخ بیول کیدې، چې اوس به له فراغت وروسته ۷۰ تنه د عامه نظم په برخه کې او ۷۸ تنه به د نورستان ولایت د وایګل په ولسوالۍ کې په دندو وګمارل شي.
د لغمان ولایت د پولیسو روزنیز مرکز چې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د هیواد د جمهور رييس حامد کرزي له خوا په رسمي ډول پرانیستل شوی تر دې مهاله یې شا و خوا ۵۰۰۰ تنه پولیس په مسلکي زده کړو سمبال کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
 

کابل باختر دوږي  نولسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس حامدکرزي  د ډاډګيرنې او خواخوږي  پيغام .
  په ژورې خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړ چې دتخار په ولايت کې  يو قومي مخور او سپين ږيري ايکم بيردي  حافظ مغل دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه  وفات  شو .
انا لله و انا اليه راجعون
  ارواښاد  ايکم بيردي  يو مصلح ، خير غوښتونکي او دخلکو خدمتګار شخص و ،  او دافغانستان دخلکو په جهاد کې  يې ونډه لرله ، خدمتونه يي  دقدر وړ  اومړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلي ډاډ ګيرني او خواخوږي مراتب  دارواښاد کورنۍ  او دوستانو  او دتخار ولايت خلکو ته څرګندوم  اودلوى خداى ( ج )  له دربار څخه متوفي ته  دمغفرت  او پاتي کسانو ته يې  دجميل صبر هيله کوم .
 

کابل باختر دوږي  نولسمه
  دپوهنې  وزارت  دهيواد  د پوهنې دپخواني وزير ډاکتر عبدالقيوم  دمړينې خبر ورکړ .
په هغې خبرپاڼه کې  چې دپوهنې وزارت له خوا باختر اژانس ته ليږل شوي ده  ويل شوي دي  چې ډاکتر عبدالقيوم دامريکا په متحده ايالاتو کې  وفات شوى دى .
  دغه راز ويل شوي دي چې ارواښاد دخپل ژوندانه  په بهير کې دهيواد بچيانو د ښوونې اوروزنې په برخه کې ستر خدمتونه  کړي دي او په خپله کاري  دوره کې يې  دثانوي تعليماتو په پراختيا کې  ستر رول لوبولي و .
دغه راز په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت ستر وزير هدايت امين ارسلا  او دپوهنې وزارت  دهيواد  دپوهنې کارکوونکو او دارواښاد کورنۍ ته  دخپلې ژورې خواخوږي او ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوي  او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هيله کوي .
دغه رازويل شوي دي  چې دارواښاد دفاتحې مراسم  دپوهنې وزارت  او دهدايت امين ارسلا  او دهيواد د فرهنګيانو  اود ارواښاد ګڼ شمير دوستانو له خوا  دروان کال دوږي دمياشتي  په يو ويشتمه نيټه دسه شنبې دورځې  له غرمې وروسته  له يوي نيمي بجې  څخه  تر درې نيمو بجو پوري دکابل ښار دعيدګاه  په جومات کې  پرځاى کيږي
 

غزني باختر آژانس د وږى ١٩
سيلاوونو پرون په غزني ولايت کې زيات مالي تاوان اړولي دي.
دغزني والي موسى خان اکبرزاده باختر آژانس ته وويل :دغه سيلاوونه په  جاغوريو ،ده يک او انډړو ولسواليو کې  راوتلي دي  چې ډير مالي تاوان يې اړولي دي .خو دسرزيان يې نه دى اړولي.
دغزني والي زياته کړه دغه سيلاوونه چې د غزني ولايت  د زنه خان ولسوالۍ له غرونو څخه راوتلي دي په دغه ولايت کې دکروندو حاصلاتو او د انګورو بڼوڼو ته يې ډير زيان اړولي دي.
دده دڅرګندونو له مخې  د ولايت  له مقام څخه دسيلاو ځپلو ساحاتو دزيان د تثبيتولو په خاطر يو هيئت استول شوي دي چې دخبرجزيئات  به يې وروسته ورکړشي.