24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردوږي دمياشتې ١٨ :
نن دشنبۍې ورځ دوږي دمياشتې اتلسمه  دهېواد  دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت له يوولسم تلين  اوپه هيواد کې دشهيد داوونۍ له پيل سره برابره ده.
دباختراژانس مبصر ليکي : دافغانستان خلک په داسې حال کې دهيواد دميړنيو بچيانو درناوي کوي چې  دازادي او دآزاد ژوند دسترې مفکورې لپاره يې  چې عزت او وقار پکې نغښتي دى خپلې پا کې وينې توي کړي  چې په هيواد کې  دخپلواکي اوازادي ونه ثمر ته ورسيږي او نورکوم شيطاني ځواک دهغه په لور لاس اوږد نه کړي .
له نن ورځې څخه يوولس کاله مخکې   په شهيد مسعود په هغې لوړې مفکورې ، پوهي او خرد سره يې  چې لرل ددوو تنو ترورستانو له خوا چې دخبريال په جامو کې يې ځان سمبال کړى و  ځانمرګي بريدوشو او شهيدکړاي شو.
مسعود دازاد ژوندانه په خاطر ، ازاد ژوند وکړ  ده ته دخپل هيواد پت او عزت ، عدل او انصاف اوپه پاى کې ديو اسلامي حکومت جوړول په کلي مفهوم يې طرحه و. ده  دغه شان ازاديو ته درسيدو په خاطر مبارزه وکړه اوپه پاى کې يې خپل سر دخپلو ګرانو خلکو په لاره کې قرباني کړ اوتلپاتې  خاطره يې پريښوده.
ددې ترڅنګ  چې موږ کال په کال دوږي دمياشتې اتلسمه ددغه ملي اتل په درناوي  نمانځو ددغه ميړني هيواد دنورو بچيانو چې دخپل ديني اوملي هويت دساتنې  اوپه دغه هيواد کې دسولې  ، ثبات ، عدل اوانصاف دتامينولو په خاطر يې خپل سرونه قرباني کړل او ددې هيواد پت او عزت يې په خپلو وينو وګټل  درناوي کوو، دهغو کسانو درناوي چې په خپلو ديني او ملي باورونو يې کلک اعتقاد او دالهي حکمونو په عملي کولو کې يې ټينګ عزم درلود  ، هيڅکله دظلمت اواسارت تراغيزې لاندې رانغلل اوپه شرافت سره يې ژوندوکړ.
داسلام په مقدس دين کې دشهيد مقام  مشخص اوڅرگند دى . په قرآن عظيم الشان کې مبارکو آيتونو ددوى دلوړ مقام يادونه  کړې ده اولوى خداى ج  دوى تلپاتې ژوندي بللي دي . داسلام په مقدس دين کې دشهيد عظمت دومره لوړ دى چې حضرت رسول مقبول محمد( ص ) په وار وار دشهادت هيله وکړه. هغه څه چې مقدس اسلام دشهيد په اړوند بيان کړي دي نه شي کيداي په څوکرښو اوپه څوپاڼو کې ځاى شي  خو ډيره مهمه خبره په دې کې ده چې موږ ددې ترڅنګ چې داسلام په مقدس دين کې دشهيد اودهغه دعظمت اومقام  درناوي کوو ددغو عزيزانو کورنۍ هيرې نه کړو بايد دې کار ته   زياته پاملرنه وشي چې دوى دښوونې او روزنې  له لوړ ظرفيت څخه ګټه واخلي . نن ورځ زموږ دګرانو شهيدانو وارثان دګڼو اقتصادي ستونزو ، بې کوري ، بيوزلي اوغربت له امله ځوريږي. نن ورځ ددغو سور کفنو شهيدانو کونډې  چې زموږ دازادولو او ازاد  ژوندانه په خاطر يې خپل سرونه قرباني کړل  په خپل ژوندانه کې له سختو ستونزو سره لاس اوګريوان دي . موږ بايد دغې پوښتنې ته ځواب ووايو چې دهغوى په وړاندي  مو څه وکړل ،  د څوتنو يتيمانو لاسونه مو نيولي دي  او ديو شهيد دبچي په توګه مو له هغوى سره څه مرسته کړې ده . دهغوى دسترګو داوښکو په پاکولو اووچولو کې مو څه کړي دي ؟  زموږ خلک هيله لري چې دشهيدانو ددرناوي ترڅنګ دهغوى دوارثانو دمادي اومعنوي ملاتړ په فکر کې هم  و واسو  چې لږترلږه  دشهيد دپاکې وينې په وړاندي مو يو کوچني پور ادا کړي وي .
دشهادت دکاروان حرکت زموږ له هيواد څخه  له زياتو کلونو را په دې خوا پيل شوى دى ، لاره يې وهلي ده او وهي يې اوهيڅکله به ونه دريږي . دانسانانو په ژوندانه کې دبدلون اوانقلاب په  خاطردشهيدانو دقافلي حرکت به دوام ومومي چې ټولنه دسولې  په يو تګلوري کې رهبري شي  او معنويت دانسانانو دژوندانه په ټولو برخو کې واکمن شي . ضروري ده چې موږ ددغو شهيدانو ترڅنګ خپل رسالت ولرو او دهغوى دتحقق په نسبت  ژمن و اوسو.
 

 کابل باختردوږي دمياشتې ١٨ :
دشپږوټولګټو پروژودجوړولوکارچې په هغه کې داستنادي ديوال جوړول او
داوبورسولو دکانال پخول پکې شامل دى دپکتياولايت دځمکنيوولسوالۍ په  شپږو کليو کې پرانستل شوې .
دغه پروژې  دامريکا  اود مرکزي اسيا دپرمختيايي ګروپ په همکارۍ ديو مليونو سلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په دريو مياشتو کې بشپړيږي .
دپکتيا  دوالي دڅرگندونوله مخې،  ددغو پروژو دکار په بشپړيدوسره  پنځه زره درې سوه تنه ورڅخه ګټه اخلي او يوزرو څلور سوه اتيا هکتاره ځمکه دسيلاو له خطرڅخه  خوندي او اته سوه زره هکتاره ځمکه به  خړوبه شي .
دپکتياوالي وويل: دغه راز يوشميرنورې ټولګټې پروژې به په نږدي راتلوونکي کې  دډنډپټان اوڅمکنيو په ولسواليو کې  چې دښوونځيو اود اوبو دکانال بيارغاونه پکې شامله ده پيل شي .
 

 کابل باختردوږي دمياشتې ١٨ :
په غزني ولايت کې ديو بس موټر دچپه کيدو له امله پنځه تنه ووژل شول اويوولس تنه نورټيپان شول.
دغه  بس له قندهار څخه دکابل په لور روان و چې دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ دليوني بازار په ساحه کې دچلوونکي دبې احتياطي له امله له واټ څخه ووت  اوچپه شو چې له امله يې پنځه تنه ووژل شول اويوولس تنه نورټپيان شول.
دغزني ولايت دترافيکو مديرمحمدالله باختراژانس ته وويل: ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي .
دغزني دولايتي روغتون دمسوولينودڅرگندونوله مخې، د دريوتنوټپيانو روغتيايي خراب بلل شوى دى اوموټر چلوونکي نيول شوى دى.
 

کابل  باختردوږي دمياشتې١٧

 دسيلاونو راوتل دپنجشير ولايت خلکو ته زيات مالي زيانونه  رامنځته کړي دي .

 دپنجشير ولايت په تيرو دوو شپو کې دسيلاونو دراوتلو شاهد و چې دعيني شاهدانو د څرګندونو له مخي ، مالي زيان يې اړولي دي .

 باختر اژانس ته درارسيدلوخبرونو له مخي ،  سيلاونه دبازارک ،نجهور ، کوه سخ عبدالله دري ، پامير دري ، حصارک ، کورابي او زمان کور په سيموکې راوتلي دي چې کرنيزو ځمکو ، مواصلاتي لارو او داوبو بندونو ته يې زيات زيان اړولي دي .

 په همدې حال کې  دمشرانو جرګي دلومړي نايب دفتر له مرسته  کوونکو ادارو څخه غوښتې دي چې دپنجشير دخلکو مرستي ته وروداڼګي او  له هغو خلکو سره چې ددغې طبيعي  پيښې له امله  زيانمن شوي دي مرسته وکړي .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخي ، دکابل _ پنجشير مواصلاتي لاره خلاصه ده .