24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز

تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردوږي دمياشتې ١٥ :
دهېواد دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت ديوولسم تلين او دشهيد د اوونۍ دنمانځلو دکميسيون اعلاميه:
دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت دکاليزې درناوي په اصل کې دافغانستان درښتينوبچېانو دفدارکاري اوسرښندنې يادونه ده چې دخپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي نواميسو  دساتنې په خاطر يې خپلې تودې وينې دهېواد اوخلکو د دفاع په لاره کې قرباني کړې .
دملي اتل دسرښندنو د درناوي او دخپلواکې، جهاد اومقاومت دلارې دشهيدانو اودشهيد د اوونۍ د درناوي په خاطر له ټولو رسنيو څخه غوښتنه کېږي چې دهېواد دشهيدانو لوړ مقام  اودملي اوديني ارزښتونو د درناوي په پام کې نيولوسره خپل پروګرامونه عيارکړي او دهېواد درښتينو بچېانو د وينو په مقابل کې خپل ديني ،اسلامي اوهېوادني پور اداکړي .
 
کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
د دولت اووه تنه وسله وال مخالفين نن په بلخ ولايت کې  دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
دبلخ ولايت دسولې دکميسيون مسوول اخترمحمدابراهيم خيل باختراژانس ته وويل: دغه کسان له دوو ماشينگڼو ، څلورو کلاشينکوفونو او اووه توغنديو سره ددغه ولايت دبلخ  اوچاربولک دولسواليو په مربوطاتو کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
خبرځاى زياته کړه :دتيريوکال په بهيرکې ددولت دوه سوه پنځوس تنه مخالفين دسولې دپروګرام له لارې له دولت سره يوحاى شوي دي.
 
کابل- دباخترآژانس دوږي١٤:
دکابل ښار د ټولو نواحيو د ګذر دوکيلانو استازو له کابل والي سره په لېدنه کې د شته ستونزو د حل غووښتونکې شول، د ناحيو د ګذر وکيلانو د امنيت، څارنوالۍ، احصايې، حقوقو او يو لړ نور مسايل له کابل والي او د اړونده ارګانونو له مسولينو سره مطرح کړل.
کابل والي احمدالله عليزي د امنيت په تامين، د فساد او د ځمکو د غصب په مخنيوي کې د کابل د ولسونو رول ډېر مهم او اړين وباله او د ګذر له وکيلانو يې وغوښتل چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره خپله همکاري لازياته کړي، همدارنګه دکابل والي د د کابل ښار وکړو ته په اشارې وغوښتل چې د ګذر وکيلان د ښاري فرهنګ په رواجولو او د ښار په پاک ساتلو کې خپل رول ادا کړي، ده د اړونده ارګانونو مسولينو ته هدايت ورکړ ترڅو د نواحيو اړونده ستونزې په قانوني شکل حل کړي او پلاوې ته يې ډاډ ورکړ چې د کابل ولايت د امکاناتو په نظر کې نيولو سره به د ښاري زراعت پراختيا، د ترافيکو او ترانسپورت د سيستم تنظيم او نورو برخو ته به جدي پاملرنه وشي.