11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

مسافروړونکو او باروړونکو وسايطو له ټولو چلوونکو څخه چې دسالنګونو د لويې لارې اود هيواد دسختو غاښو په لارو تګ را تګ کوي غو ښتنه کيږي چې خپل وسايط په ټولو ژمنيوتجهيزا تو سمبال کړي اود څرا غونو دروښنا يي سيستم فعال وي چې له لويې لارې څخه د تيريدو په وخت کې له ستو نزو سره مخامخ نه شي اود ترافيکو دبهير د بند ولو سبب نه شي . د ترافيکو شاملين مکلفيت لري بايد په عا مه واټ کې داسي حر کت و کړې چې نورکسان له خطر او زيان سره مخامخ نه کړي اود حالا تو او احوالو له مخې د نورو کسا نو دځورونې سبب نه شي

 په همدى مقصد د جنو بي او شمالي سالنګ په دوا ړو لورو اودغه راز په ښارونوکې ثابتي اوگر ځنده کنترولى پوستې جوړې شوي دي چلوونکى دى د ترافيکو د پو ليسو په لار ښوونه عمل و کړې له دغو مادو څخه د سر غړ ونې په صورت کې قا نو ني چلند کيږي

کابل\ باختر\ د مرغومي ٢٥ مـــــه

دکا بل ښاروالۍ دپښتنې بانک په همکاري ، ددارا لا ما ن ، چهلستون اوتاج بيک د تاريخي ماڼيو دبيا جوړونې په مقصد بانکى حسا ب پرا نيست .

دباختر دا طلاعا تي ا ژانس دخبر له مخې : په هغې غونډه کې چې له همدي ا مله په پښتنې بانک کې جوړه شوي و، لو مړۍ د افغا نستان د اسلا مى جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي پيغام د کا بل ښاروال  ديپلوم انجنير محمد يو نس نوانديش له خوا ولو ستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوى دى : د افغا نستان خلک بايد د هيواد د تاريخي ماڼيو او ودا نيو په بيا جوړ ونه کې فعاله ونډه واخلى زه له ملي سودا ګرو او خلکو څخه غواړم چې ددغو ماڼيو په بيا جوړونه کې ونډه وا خلي

وروسته انجنيرنو انديش په لنډو خبرو کې وويل: دکابل ښاروالۍ تصميم ونيوه په کا بل ښار کې تاريخي ماڼۍ او ودا نې د ملى سودا ګرو او خلکو په مرسته بيا جوړې کړې . له دې ا مله په پښتنې بانک کې د بانکى حسا ب په پرا نيستلو سره د خلکو له خوا په کا بل ښار کې د تاريخي ماڼيو او ودا نيو د بيا جوړولو فرهنګ يو مناسب پروګرام دى چې خلک په خپلو پيسو سره په دغه کار کې فعاله ونډه واخلي .

دغه را ز په دې غونډه کې دپو هنې وزير  فاروق وردګ دخبرو په ترڅ کې وويل: په کا بل ښارکې په پرمختيا يي پرو ژوکې د خلکو مشارکت يو اساسي کار دي ، زه به دپو هنې و زارت منسو بين وهڅوم چې په دغه ځانګړى بانکى حسا ب  پيسې تحويل کړې

دغه را ز په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې د ژوندا نه د چاپيريال د کميسيون رئيس عبيد الله را مين ، د افغا نۍ سري مياشتې دټولنې رئيسې فاطمې ګيلا ني ، دپښتنې بانک رئيس ګل مقصود ثابت اود کسبګرو د اتحاديې د مرکز شورا رئيس محمد حسن سپا هي په وار سره خبري و کړې او د دارالا مان ، چهلستون اوتاج بيک دماڼيو دبيا جوړولو په مقصد يې دپيسو په راټولولوکې له کا بل ښاروال سره دخپلو اړوندو ارګا نونو همکاري څرګنده کړه

په دې غونډه کې دکابيني ، ملي شورا ځينو غړو ، دخصوصي سکتور سودا ګرو د کابل د مخورو دشورا اود کا بل دسرا سري شورا استا زو ګډون درلود

کابل\ باختر\ د مرغومي ٢٥ مـــــه

په بد خشان ولايت کې د وا ورې داورښت له ا مله ددغه ولايت له مرکز سره ددولسو اړوندو ولسواليو لارې تړ لې شوي دي

دبد خشان ولايت  د خوا هان ولسوالۍ سرپرست شا ولي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل : په دغې ولسوالۍ کې له څلورو ورځو را په ديخوا د وا ورې اورښت دوام لري او همدا اوس په ځمکه کې دپرتي واورې اندا زه څه دپاسه يو متر اټکل کيږي

 ده زيا ته کړه : ددغو اور ښتو نو له ا مله د بد خشان ولايت له مرکز سره ددولسو اړوندو ولسواليو لارې تړلې شوي دي او خلک  د خوراکي تو کو اوڅارويو ته د وښو د کمښت له پلوه له ستو نزو سره مخامخ دي

د خوا هان د ولسوالۍ سرپرست وا يې ددغې ولسوالۍ په بازار کې يوه پنځوس کيلو يي بوري اوړه په دوه زره افغا نيو او يو من منځنې وريجې په څلور سوه پنځوسو افغانيو پلورل کيږي چې دا په خپله د اړوندو سيمو  خلکو ته يوه جدې ستو نزه ده

کابل\ باختر\ د مرغومي ٢٥ مـــــه

دکابل ښار د پنځمې نا حيې دپليو لارو دډبرو لګولو کار بشپړ او د کابل ښاروال انجنير محمديو نس نو انديش له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .

په دې پروژه کې د کا بل ښار د نوښت د پروګرام له لاري ډبرې ولګول شوي چې د مامورينو د کارتي له څلور لاري څخه پيل او ددغه واټ تر پايه پوري عزيدلى دى

له دغو پليو لارو څخه چې نوى پکې ډبرې لګول شوي دي ددغې سيمې پر او سيدونکو اودلارويا نو سربيره د کابل پولتخنيک اود ښوونې او روزنې دپوهنتونونو، دپو ليسو محصلان اودڅو ښوونځيو او مدرسو زده کوونکي ورڅخه ګټه ا خلي