25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل/ د کب ٤مه/ باختر
د سمنګانو یو شمېر اوسېدونکو د تاوتریخوالي د کمښت پروګرام د عملي کولو هرکلی وکړ.دوی دغه پروګرام یو نېک فال وباله.
د سمنګانو د مدني ټولنې ريیس نجیب الله دانش د باختر آژانس خبریال ته وویل: په اوسنیو شرایطوکې د خلکو جدي او اساسي اړتیاوې د سولې تامینول دي او دغه بهیر زموږ د خلکو لپاره یوه ستره لاس ته راوړنه ده.
د سمنګانو یو دیني عالم مولوي عبدالبصیر بینا وایي: په سوله کې خیر دی او د دې وخت رارسېدلی دی چې په جګړو کې ښکیلې ډلې پر سوله توافق وکړي؛ ځکه سوله د نړۍ او طبیعت اساسي او مهم اصل دی او جګړه متضاد حالت دی.
د سمنګانو ځوانانو په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت ملاتړ وکړ او له دولت څخه یې وغوښتل چې له طالبانو سره د دایمي سولې او اوربند لپاره هلې ځلې وکړي.
پاى/ سعیده

کابل/ د کب ٤مه/ باختر
د لوګر اوسېدونکو په هېواد کې د تاوتريخوالي د کمښت پروګرام د عملي کېدو ملاتړ وکړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغو اوسېدونکو د تاوتريخوالي د کمښت په اوونۍ کې په هېواد کې د دايمي سولې غوښتونکي شول.
د لوګر سيمه ييز مقامات وايي: پوځيان د جمهوررييس لارښوونو تطبيق ته چمتو دي.
د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي وويل: زموږ د ټولو مسووليت دى چې دخلکو ذهنيتونه سولې ته چمتو کړو او دايمي سولې ته لاسرسي پيدا کړو.
اسحاقزي زياته کړه چې د تاوتريخوالي د کمښت پروګرام يو تاريخي فرصت دى او بايد  له دغه فرصت څخه سمه استفاده وشي.
هغه امنيتي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې خپلې دندې د همغږۍ او د تاوتريخوالي  د کمښت اوونۍ د پروګرامونو په رعايتولو سره ترسره کړي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل وايي چې خلک له اوږدو جګړو څخه ستړي شوي او ټول د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دايمي سولې غوښتونکي دي.
تسل د تاوتريخوالي کمښت د سولې لپاره يوه ښه پيلامه وبلله او زياته يې کړه چې په تېره يوه اوونۍ کې يې د سولې د ټينګښت او د خلکو ته د ذهنيت ورکولو په اړوند څو پروګرامونه ترسره کړل.
هغه له رسنيو څخه وغوښتل چې مثبت او سوله ييز خبرونه زيات خپاره کړي.
د لوګر امنيه قوماندان رحم خدا مخلص وويل: د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ له پيل څخه تراوسه د نا امنۍ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
پاى \ ذ

 

کابل/ د کب ۴ مه/ باختر
د هېواد په ختيځ کې په پوځي قرارګاوو کې د نيالګيو د ايښودلو بهير نن پيل شو.
ټاکل شوې ده په راتلونکو دوو اوونيوکې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان د ملي اردو په لسګونو قرارګاوو کې زرګونه ميوه لرونکي او ډولي نيالګي کېښودل شي.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو قوماندان جنرال عبدالهادي ترين په جلال آباد ښارکې د دغې قوماندانۍ په قرارګاه کې د نيالګي د ايښودلو په وخت کې له پوځيانو وغوښتل چې د دغو نيالګيو په ساتلوکې دې هلې ځلې وکړي.
هغه وويل: ټاکل شوې ده د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو په لسګونه پوځي قرارګاووکې زرګونه ميوه لرونکي او ډولي نيالګي کېښودل شي.
ختم- ج - اکرم

کابل/ د کب ۴ مه/ باختر
د ننګرهار ديني عالمانو او قومي مشرانو په يوه غونډه کې يوځل بيا د هېواد له پوځيانو سره ملاتړ اعلام کړ.
دوى د افغانستان د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع او د خلکو د امنيت د تامين لپاره د پوځيانو هلې ځلې د اسلامي او انساني زده کړو له مخې وبللې او ويې ويل چې  د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي.
دغو ديني عالمانو او قومي مشرانو له ننګرهاريانو وغوښتل چې د امنيت او ثبات  د تامين لپاره دې له خپلو پوځيانو سره همکاري وکړي.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو قوماندان جنرال عبدالهادي ترين په غونډه کې  د ننګرهار له ديني عالمانو او قومي مشرانو څخه وغوښتل چې د امنيت د تامين او له ډار اچوونکو سره د مبارزې لپاره له پخوا زيات له خپلو پوځيانو سره مرسته وکړي.
په غونډه کې ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او محصلانو پوځيانو ته د ګلانو په ورکولو سره د خلکو د امنيت د تامين او له ډار اچونې سره د مبارزې په لاره کې د دوى د قربانيو او سرښندنو مننه وکړه.
افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ځانګړې اوونۍ په درشل کې دى.
ختم- ج -اکرم

Page 4 of 1995