22 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د څه ناڅه پنځوسو تنو طالبانو وژل کيدل

په کندز کې د څه ناڅه پنځوسو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ : په کندز ولايت کې د تيرو...

په فارياب کې ښځو زياتې رايې وکارولې

په فارياب کې ښځو زياتې رايې وکارولې

ميمنه \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټ د فارياب ولايت په انتخاباتوکې له نارينه...

په بدخشان کې د نهو تنو وسله والو ډار اچوونکو وژل کيدل

په بدخشان کې د نهو تنو وسله والو ډار اچوونکو وژل کيدل

فيض آباد \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ نهه تنه وسله وال ډار اچوونکي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل-باختر دتلی۲۸
ګرانوهیوادوالو: داچی څوشیبې وړاندی دولسی جرګی ټولټاکنو رای ورکولومهمه اوملی پروسه دهيوادجمهور رييس محمداشرف غني پخپلولاسونوپیل کړه ټولودرنوهیوادوالوته دیادی پروسی دپیل مبارکی وایو ، همداشان د۲۰۱ سیلاب قول اردو دمسؤلیت په ساحه کی دیادی پروسی دامنیت دښه تامین په موخه دملی دفاع وزارت ، دملی امنیت عمومی ریاست او دکورنیوچارو وزارت څخه ګډ پلاوی د ستراتيژیک اواستخباراتوپه چاروکی دملی دفاع وزارت دمرستیال په مشرۍ یادی قول اردوته رارسیدلی چی د۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان ښاغلی ډګرجنرال محمدزمان «وزیری» او دقول اردورهبری له ګډوملی دفاعی اوامنیتی ځواکونوسره په پوره همغږیتوب سره یاده پروسه له نږدی څاری او دافغانستان له میړنیوخلکوڅخه په کلکه غوښتنه کوی چی درای ورکولو مرکزونو ته په ډاډه توګه لاړشی او دخپلی خوښی نوماندانوته رایه ورکړی ، اوډاډ ورکوی چی ملی دفاعی امنیتی ځواکونه په ځانګړی توګه د۲۰۱ سیلاب قول اردو ويښ اوزړ ورمنسوبین به له نوروملی امنیتی ځواکونوسره په پوره همغږی دهیواد دښمنانوټول کرفيړنې پلانونه شنډ کړی او هغوی ته به اجازه ورنکړی چی دغه ملی او مهمه پروسه ستونزمنه کړی.پاى-ع

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
دجوزجان ولايت خلک ډلې ډلې دراي ورکولو مرکزونو ته ځي . خو ددغه ولايت خلک  له تخنيکي ستونزې څخه شکايت کوي .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، يوشمير راي ورکوونکي  دتخنيکي کارکوونکو له خوا ددغه بهير دنه مديريت له امله شکايت کوي او وايي يوساعت کېږي چې  دراي ورکولو دغه مرکز ته راغلي دي . خو تراوسه پورې يې په نوم لړ کې  خپل نوم نه دى موندلى .
راي ورکوونکي ددغه مرکز  په دهليزونوکې په لستونوکې دخپل نوم دموندلو په خاطر  لالهانده دي . 
دجوزجان والي  لطف الله عزيز وايي چې ددغه ولايت دفيض اباد ،منګجيګ، اقچه او دخانقا ولسواليو په لوړو امنيتي ګواښونو کې دي . او ددغو ولسواليو  په زياترو مرکزونوکې تراوسه پورې  خلک دراي ورکولو لپاره نه دي حاضر شوي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
دخيرخانې مينې  دلب جر په ساحه کې د حضرت خضر دجومات دراي ورکولو په مرکز کې  کار له دوو ساعتونو ځنډ وروسته پيل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ددغه مرکز يو مسوول ددغه ځنډ علت دراي ورکولو دپاڼو او ددغه مرکز د موظفو کارکوونکو ناوخته رسيدل او دغه راز له بايومتريک دستګاه  سره دخلکو  نه بلدتيا بولي .
دغه راز په دې مرکز کې کتوونکو ويلي دي  چې تقلبي رايې هم په صندوقونو کې اچول شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
دولسي جرګې په انتخاباتو کې دراي ورکولو بهير په پروان ولايت کې دخلکو په پراخ ګډون سره په عادي ډول پرمخ ځي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دپروان والي  فضل الدين عيار ددغه ولايت له امنيه قوماندان ، دملي امنيت له رييس  او ددولتي ادارو له يوشمير نورو مسوولينو سره دچاريکارو ښار  د حره جلالي دراي ورکولو  مرکز ته لاړل او دخپل نظر وړ نوماند ته يې  رايه ورکړه .
دپروان والي وويل  چې په پروان ولايت کې  دولسي جرګې دانتخاباتو لپاره  تيارى  نيول شوى و .
ده  له نوماندانو څخه وغوښتل چې په انتخاباتو کې نظم او قانون رعايت کړي او له هر راز  غير قانوني فعاليتونو څخه دې ډډه وکړي .
دپروان ولايت  امنيه قوماندان جنرال محمد محفوظ ولي زاده وويل  چې دپروان ولايت امنيتي ځواکونه له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه ددغه ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې دراي ورکولو دمرکزونو امنيت په ښه ډول تامين کړي دي او هيڅ راز  امنيتي ستونزې نشته .
  ختم_ ج _ اکرم

Page 5 of 1540