12 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې زر بېوزله  کورنیو ته  د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي

په نيمروز کې زر بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي

کايل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت...

د ارواښاد محمد یوسف غضنفر یادغونډه او د دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

د ارواښاد محمد یوسف غضنفر یادغونډه او د دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا...

د ښوونې او روزنې په نصاب کې به ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي

د ښوونې او روزنې په نصاب کې به ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي

کابل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر د پوهنې وزارت سر پرستې رنګینې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
په ننګرهار ولايت کې د يوسړک د جوړولو کار نن پيل شو .
  دغه سړک  په سره رود ولسوالۍ کې  د ٢٥٠٠ مترو په اوږدوالې اود څلور نيم مترو په سور سره جوړېږي .
دغه سړک  د حکومت له خوا د څه دپاسه  درې ميليونو اووه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړېږي .
  د هېواد په ختيځ کې د ولسي تړون  د ملي پروګرام  د رسنيو مسوول عطامحمد باختراژانس ته وويل : ټاکل شوې ده  له سېلاونو څخه د دغه سړک  د خونديتوب لپاره  د شپږ سوه مترو په اوږدوالي يو استنادي ديوال او د درې سوو مترو په اوږدوالې ويالې  جوړ شي .
ددغه سړک  جوړول ښار ته د بزګرانو  د حاصلاتو او ناروغانو  په لېږدونه کې د اسانتياو تر څنګ  د زرګونو تنو کليوالي خلکو په تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته کوي .
ختم _ ج _ اکرم

کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
په ننګرهار ولايت کې  د برېښنا  د غير عادلانه ويشلو او غلا د مخنيوي په خاطر تېره شپه  مبارزه پيل شوه .
د ننګرهار د  برېښنا رياست  مسوولين وايي:  د يوشمېر زورواکو له خوا د برېښنا  غلا او غير قانوني استفاده د دې سبب شوى دى  چې خلک کمزورى برېښنا  ترلاسه کړي ، اويا هم له پرچاوى سره مخامخ شي .
د ننګرهار  د برېښنا شرکت رييس  غلام حيدر فقيرزي باختراژانس ته وويل: چې د دوى د څېړنو ډلو له جلال اباد ښار څخه خپل کار پيل کړى دى . او هلې ځلې کوي  چې د برېښنا د غلا  د مخنيوي تر څنګ  يوشمېر زورواکو ته  د برېښنا د غير عادلانه ورکولو  مخه ونيسي .
دا په داسې حال کې ده  چې د ننګرهار خلک په هغه څه  چې  د برېښنا غير عادلانه ويشل  او پرله پسې  پرچاوى بولي ، انتقادکوي .
د ننګرهار  د برېښنا شرکت رييس وايي: چې دغه مبارزه د برېښنا  د غلاتر مخنيوي او خلکو ته د عادلانه او يوشان  برېښنا  رسولو پورې به  دوام وکړي .
ختم _ ج _ اکرم

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
په بلخ ولايت کې بزګره ښځه ملکې  وکولاى شول چې په دوو مياشتو کې له يوې شنې خونې څخه اويا زره افغانۍ حاصلات ترلاسه کړي .
ملکه  د باميانو د ورث ولسوالۍ اصلي اوسيدونکې او اوس د بلخ ولايت  د نهر شاهي ولسوالۍ په سخي کمپ کې  ژوند کوي، سخي کمپ  د مزارشريف ښار په شل کيلومتري واټن کې موقعيت لري  او په تېرو کلونوکې دومره د مرستندويو بنسټونو د پاملرنې وړ نه و .
ملکه د دريو بچيانومور ده او مخکې يې  دخپلې کورنى د اړتياو د تامينولو لپاره عوايد نه درلود . خو يوکال مخکې د بڼوالى اومالدارى  د ملي پروګرام له لارې  د کرنې وزارت  د باغچو او شنوخونو د جوړولو تر پروګرام لاندې ونيول شوه
د بڼوالى او مالدارى ملي پروګرام ميرمن ملکې ته دوه شنې خونې جوړې کړې او په کورنى باغچواو شنو خونو کې د سبو د روزنې د څرنګوالې په باب يې لازمې لارښوونې او زده کړې ورته وکړې .
ميرمن ملکه له خپلو زده کړو څخه استفاده  وکړه او په يوه  شنه خونه کې  په چيله يې ډول بادرنګ وکرل .
هغې د دوو مياشتوپه بهيرکې وکولاى شول له دغې شنې خونې څخه څه د پاسه اويا زرو افغانيو په ارزښت بادرنګ  وپلوري .
ملکه هيله لري چې د خپل ميړه ترڅنګ  د خپلو بچيانو د ښوونې اور وزنې لپاره ښه شرايط برابر کړي .
هغې د کرنې اواوبو لګولو وزارت د فعاليتونوپه ستايلو سره  له دغه وزارت څخه وغوښتل چې ميرمنو ته زيات کاري فرصتونه برابر کړي .
د کرنې اواوبو لګولو وزارت  د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې د دغه وزارت  د مالدارى او بڼوالى  ملي پروګرام  د روان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې  نږدې شپږ زره ميرمنې  د خپلو پروګرامونو اوخدمتونو ترپوښښ نيولي دي .   ختم _ ج _ اکرم


کابل / د چنګاښ ۱۴ مه / باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له خوا د پروان ولایت د (غوربند) د سیاه ګرد ولسوالۍ په تا قلعه کلي کې د ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د۱۶۲ کورنیو لپاره د څښاک پاکو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.
نوموړې شبکه ۱۹۶۳ متره اوږوالي، ۸ نلکې، او د ۳۰ متره مکعبه اوبو په ظرفیت یوې زیرمه لري چې د جوړیدو کار یې بشپړ شویدی. د دغې پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو اوغیر ماهرو کاریګرو لپاره ۱۳۲۵ کارې ورځې رامنځته شوې.

Page 6 of 2085