23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې  د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل

په لوګر کې د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د هېواد د خپلواکۍ د...

د بغلان په مرکز کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

د بغلان په مرکز کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د بغلان په مرکز پلخمري...

 په بادغيس کې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

په بادغيس کې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د بادغيس سيمه ييز مسوولين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۲۴ مه
د تخار د کلفګان ولسوالۍ د ذخيرې بڼ د انګر دېوال د جوړولو کار پرون پيل شو.
د تخار د کرنې رياست يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه دېوال د يو زرو ٥٠٠ مترو په اوږدوالي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه د پاسه ٢٧ ميليونو افغانيو په لګښت په شپږو مياشتوکې جوړېږي.
هغه زياته کړه چې د ذخيرې بڼ په کلفګان ولسوالۍ د چاپېريال ساتنې د حالت په ښه والي کې مهم رول لري او د انګړ دېوال د جوړولو د کار په پيل سره، د سيمې زيات شمېر اوسيدونکو ته د کار زمينه هم برابريږي.
ختم_ سعيده _ اکرم

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو وزارت او د افغانستان د پرمختيا لپاره د رفاه  موسسې ( ودان )  په بې ځايه شويو کورنيو د بيړنيو  مرستو د وېش  او له توليداتو سره د ملاتړ او د بې ځايه شويو او راستنيدونکو کسانو د ژوندانه  د ښه والي په مقصد د همکارۍ دوه هوکړه ليکونه لاسليک کړل .
باختراژانس د مهاجرينو او راستيندونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ، چې دغه هوکړه ليکونه نن د مهاجرينو او راستنيدونکو  چارو وزارت د پاليسۍ او پلان معينيت د وارثي کوونکي  مهرخدا صبار او د يادې موسسې د مسوول په واسطه  د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو  وزارت په مقر کې لاسليک شول .
خبرپاڼه زياتوي، د دغو هوکړه  ليکونو ټول ارزښت کابو شلو مليونو افغانيو ته رسېږي او د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګروملتو د سازمان دعالي کميشنرۍ  د ادارې له لوري تمويلېږي .
ياده  موسسه د دغو تفاهم ليکونو پربنسټ د ننګرهار ، کونړ ،لغمان اونورستان په ولايتونو کې له درې سوه  ډيرو زيانمنونکو کسانو د بشري مرستو انډي وېشي او په هرات کې بې ځايه شويو کورنيو ته د کار د زمينې د برابرولواو د ژوندانه د حالت د ښه والي  په مقصد د پنځوسو بې ځايه شويو کورنيو د توليداتو ملاتړ کوي.
د دغوهوکړه ليکونو دلاسليک کولو موخه د سختو اړو کسانو بيړنيو اړتياو ته ځواب ورکول او د ورځني ژوندانه د چارو د ترسره کولو لپاره دعايد  د ترلاسه کولو د وسيلې په توګه د کوچنيو مالي مرستو د وړاندې کولو  په واسطه له هغو ښځو سره ملاتړ دى چې له خطر سره مخامخې دي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د باختر آژانس سیاسي مفسر لیکي:
سولې ته د رسېدو یوه لاره دا ده چې د سولې روانې خبرې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په چوکاټ کې بري ته ورسېږي او ټول ښکیل لوري سراسري اوربند ته غاړه کېږدي او د جګړې اور مړ کړي. دا ښه لاره ده  او د ټولو افغانانو هیله هم دا ده چې د سولې پیل شوې خبرې همدغه لور ته پر مخ لاړې شي. خو له دې سره سره، دا ټکې له پامه غورځېدای نه شي چې دغه لاره ستونزمنه ده او هره شېبه د یو نوي ګواښ او خنډ د رامنځ ته کېدو امکان شته.
بله لاره دا ده چې دننه په هېواد کې د سولې لپاره کوچني کوچني ګامونه واخیستل شي. هر کوچنی ګام سترې موخې ته په رسېدو کې مرسته کولای شي. دا ګامونه باید له کلیو او بانډو پیل شی، وروسته ولسوالیو ته وغځول شي او بیا ټول ولایت راونغاړي. له کلیو او بانډو کوم ګامونه پیل کېدای شي؟ دا جوته ده چې کلي او بانډې د طالبانو د نفوذ او فعالیت اساسي مرکزونه دي. د کلیو اوسېدونکي ټول یو بل سره ښه پېژني. هلته خپل اصول او مقررات واک چلوي. د کلي مشر او د جومات امام د کلیوالو په منځ کې ځانګړی درنښت لري. خلک یې خبره ځمکې ته نه غورځوي او د هغوی د هرې پرېکړې ملاتړ ته تیار ولاړ دي. د هر کلي  اوسېدونکي باید سره راټول شي او په خپل کلې کې د سولې د ټینګولو په اړه پرېکړه وکړي. د کلي کوم اوسېدونکی به په حکومت کې کار کوي، کوم بل به د طالبانو په لیکو کې د حکومت پر خلاف جګړه کوي، خو دواړه د دغه کلي دي، دېره، حجره، پیتاوی، جومات او هدیره یې سره شریک دي، مړی او ژوندی سره یې شریک دي. دا ټول هغه څه دي چې د کلي خلک یو ګډ تفاهم ته رسولای شي. خو خبره دا ده چې ایا د کلي مشران او مخور، د جومات امام او همدارنګه د کلي ځوانان دا خپل مسوولیت ګڼي اوکه نه چې له کلیوالو سره د سولې په اړه ګډ تفاهم ته د رسېدو لپاره کار وکړي؟ که دوی دا خپل مسوولیت وګڼي او په رښتیني توګه دغه کار ته مټې را ونغاړي، نو پوره باور دی چې کلی به ژر د سولې خوا ته لاړشي. دا کار په سپارښتنه او فرمایش نه شي تر سره کېدای، دا کار په زور او جبر هم نه شي تر سره کېدای، بلکې دا د کلیوالي خبرو له لارې تر سره کېدای شي. که د کلي خلک هره ورځ سره جرګه شي او د جګړې او سولې پر موضوعاتو خبرې وکړي او سپینې خبرې وکړي، یو بل ته د قناعت ورکولو کوښښ وکړي، نو له شک پرته دوی ژر کولای شي تفاهم ته ورسېږي او په کلي کې سوله ټینګه کړي. که یو کلی د سولې خاوند شو او هلته ټولو له جګړو لاس واخیست او د خپل جګړه ځپلي کلی آبادۍ او سرلوړۍ ته یې مټې رابډوهلې، نو هلته به ژر د خلکو په ژوند کې بدلون راشي، کوچنیان به ښوونځي ته ځي، ناروغان به روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي او د خلکو مړی ژوندی به له افغاني دود او دستور سره سم پالل کېږي. باید هڅه دا وي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سولې دغه راز بېلګې رامنځ ته شي او د هغوی د پیاوړتیا  او پراختیا لپاره کار وشي. دا د سولې کوچنی ګامونه سراسري سولې ته د رسېدو لاره لنډوي.
پای/ ن. ش

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د جوزجان د کرنې او اوبولګولو رياست په دغه ولايت کې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په مرسته پر لسو کروندګرو ښځو د زعفرانو٩٠٠ کيلوګرامه پياز ووېشل.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د جوزجان د کرنې او اوبو لګولو رييس محمد عالم عالمي د پيازو د وېشلو په مراسموکې وويل: زعفران په دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت يو ښه بديل دى.
دغه راز کروندګرو ښځو د زعفرانو پيازو د وېشلو لپاره د کرنې وزارت وستايه او هغوى له ګروندګرو ښځو سره د دغه شان مرستو د دوام غوښتنه وکړه.  
پاى \ذ

 

Page 7 of 1824