17 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردسلواغې شلمه :
په جوزجان کې زرو بې ځايه شويو کورنيو نن مرسته ترلاسه کړه .
دجوزجان  ولايت له طبيعي  پيښو سره دمبارزې دادارې رييس سيد فيض الله سادات باختراژانس ته وويل چې دغه کورنى دفارياب له ولايت او دجوزجان ولايت له ناامنو ولسواليو څخه بې ځايه او دتالقانو په ښار کې ميشت کړى شوي دي
دبلخ په ولايت کې دتيکا دفتر په هغوى خوراکي توکي او روغتيايي انډې وويشل .
يوشمير دغه کورنۍ وايي چې دوى دخوراکي توکو تر څنګ استوګنځي ته هم اړتيا لري  او له حکومت څخه يې ددوى دسيمو دامنيت دتامينولو غوښتنه وکړه
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

کابل باختردسلواغې شلمه :
دسمنګانو ولايت دځمکني ترانسپورت دتنظيم دامريت د ودانۍ دجوړولو کار بشپړ او نن پرانستل شوه.
دترانسپورت وزارت وياند حکمت الله قوانج  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دسمنګانو ولايت د ځمکني ترانسپورت دتنظيم دامريت ودانۍ دترانسپورت وزارت له بودجې  څخه ددوو مليونو پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
  په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دځمکني ترانسپورت لوى رييس ويس سلطاني ددغې ودانۍ دپرانستلو په وخت کې وويل چې په راروان  کال کې دترانسپورت  وزارت په پام کې لري چې دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښار کې دباروړونکو او مسافروړونکو وسايطو لپاره په معياري ډول دوه تمځاى جوړ ږي .   ختم_  عطاالله _ اکرم

کابل /باختر دسلواغې دمياشتې ١٩نيټه :
د سالنګ لويه لاره د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوه.      
د سالنګونو د ساتنې او څانې رئيس عبدالبصير حبيبي وويل: دوى وتوانېدل دغه لاره چې له پنځو ورځو راپه دې خوا تړل شوې وه، د ترافيکو پرمخ پرانيزي.
حبيبي زياته کړه: دغه لويه لار د توپانونو او د واورې ښويدو له امله تړل شوې وه چې دوى وکولاى شول له ٢٤ ساعتو کار وروسته دغه لاره پاکه کړي.  
په دې وروستيو کې په سالنګونو کې تر دوه متره او ٥٠ سانتي مترو پورې واوره شوې او ويل شوي دي چې ٤٥ ځلې هلته واروه ښوئيدنه رامنځته شوې ده. 
پاى \ذکرالله

دجلال آباد ښار /باختر دسلواغې دمياشتې ١٩نيټه :
په ننګرهار ولايت کې يو واټ له قيرکولو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه واټ د څه ناڅه زرو مترو په اوږدوالي او د شپږو مترو په سور د جلال آباد ښار په اتمه ناحيه کې موقعيت لري .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو وايي چې دغه واټ د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د ٦ميليونو ٢٠٠ زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
ددغه واټ په جوړيدو سره د جلال آباد ښار د سلګونو تنو ښاريانو په تګ راتګ کې آسانتياوې رامنځته شوې دي .
ويل کيږي د دغه واټ په جوړيدوکې د څلورو مياشتو لپاره دوه زره تنو وزګارو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه.
پاى \ ذکرالله \  

Page 8 of 1665