11 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې په لسګونو کورونه د سيلاو له خطر څخه خوندي شول

کابل باختر د ليندي شلمه : د کليو د بيا جوړولو...

د شپږ ويشتو پروژو کار بشپړ شو

ګرديز \باختردليندۍ دمياشتې٢٠ نيټه : په روان کال کې...

په کونړکې د دولسو پروژو کار بشپړ شو

کابل باختر د ليندي شلمه : د کليو د بيا جوړولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٢مه
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست او د ځوانانو چارو معین د لوى کندهار د ځوانانو ټولنې له غړیو سره وکتل، دوی د ځوانانو د اوسني او راتلونکي حالت په اړه په بیلا بیلو مسایلو خبرې وکړي او پدې یې ډیرټینګار وکړ، چې له معینیت سره به په ګډه ځوانانو د پاره کار کوي، ترڅو ځوانانو ته په دولتي او د خصوصي سکتور په برخه کې نور ډیر کار روزګار پیدا شي.
د ځوانانو چارو معین ويې ویل، چې د افغانستان د میړاني او پیاوړي تاریخ ته په کټو سره باید د ګرد افغانستان او همداشان د لوى کندهار ځوانان، تعلیم، ښې حکومتوالي او د خلکو ترمنیځ د لاټینګ ملي وحدت لپاره لازیات کار وکړي، ترڅو د ځوانانو د ژوند د پرمختګ په اړه لاګړندي ګامونه پورته شي. همداشان د ځوانان معین زیاته کړه، چې د ځوانانو معینیت د پنځوکلونو لپاره د ځوانانو ستراتیژي جوړه کړی او پدې کې د ځوانان د پرمختګ د پاره ډیر ګټور پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي، چې له امله به یې ځوانانو په ژوند کې مثبت تغیرات رامینځ ته شي. همداشان ده له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د ځوانان د راضاکارو ځوانانو په فدراسون کې هم ځانونو شامل کړي، ترڅو د دولت ترڅنګ ځوانانو په ځینو برخو کې د خپل هیواد او هېوادوالو د خدمت جوګه شي.
باید یادونه وشي، چې د ځوانانو چارو معینیت په چوکاټ کې د رضاکارو ځوانانو فدراسیون جوړ شوی دی، اودغه فدراسیون د هر ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست په چوکاټ کې د ځوانانو د امریتونو او یا هم د ځوانانو د مدیریتونو له لوري پرمخ بیول کیږي، هغه ځوانان چې غواړي د رضاکارو ځوانانو په فدراسیون کې شامل شي، په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو چارو له رسمي ادارو سره په تماس کې شي.
پدې کتنه کې لوى کندهار د ځوانانو ټولنې مشر پوپل افغان د نورو ځوانانو په استازیتوب خبرې وکړې، ده  د ځوانانو معینیت له کارونو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې له معینیت سره به خپلې چارې نورې هم همغږي کړي او دوی به په خپلو خپلو سیمو کې د ځونانو لپاره په رضاکارانه ډول کار کوي او هم به د یوه منظم پلان له مخې د ځوانانو له معینیت سره راتلونکي پروګرامونه پرمخ بیايي.
پدې وروستیو کې په افغانستان کې د ځوانانو د پرمختګ او ترقی لپاره دا مثیت ګامونه پداسې مهال کې پورته کیږي، چې د افغاستان جمهور ريیس محمد اشرف غني ځوانانو ته ډیرپام کوي او ترډیره یې په لوړو پوستونو باندې مسلکي، په کار پوهه او د ښه علم او سواد څښتن ځوانان په چارو ګومارلي دي.#
پاى_ف

ښرنه باختر د لیندۍ ۱۲ مه
د پکتیکا په برملې ولسوالۍ کې وزیرستاني کډوالو ته ژمني اړین توکي وېشل کیږي چې تر دې دمه دغه مرسته ۶۴۰ کورنیو ته وېشل شوې ده.
په دې مرسته کې خیمې، کمپلې، ترپالونه، څادرونه او د سوند لرګي شامل دي.
د پکتيکا والي محمد الیاس وحدت د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې د مرستو دغه لړۍ به په شفاف ډول په ټولو کډوالو ووېشل شي.
هغه زياتوي چې ولايتي اداره تل هڅه کوي څو د اړو خلکو لاسنيوی په خپل وخت سره وکړي.
په ورته وخت کې بیا مرسته شويو کسانو له ولایتي ادارې څخه د مننې ترڅنګ هيله وکړه چې يادې مرستې ورته بسنه نه کوي او نورې مرستې هم ورسره وکړي.
پای/وصال

ښرنه باختر لیندۍ ۱۲ مه
بې ځایه شويو کډوالو ته دې پاملرنه لا زیاته شي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست ته د نوی سرپرست رېیس د ورپېژندلو په غونډه کې وکړې.
غلام فاروق محمدي چې تر دې مخکې په لغمان ولایت کې څلور کاله  د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د ریاست دنده ترسره کوله،نن د يولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پکتيکا د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو ریاست کار کوونکو ته ورپېژندل شوه.
مرستیال والي له نوي رېیس څخه هيله وکړه چې د ولسونو ستونزو ته په خپل وخت سره لاسرسی وکړي.
فضلي وویل که څه هم د برملې ولسوالي په بې ځایه شویو کډوالو څو ورځې مخکې یو شمېر غیري خوراکي توکي و وېشل شول خو لا هم زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې بيا نوي رېیس هم ژمنه وکړه چې به خپل ټول توان سره به د ولسونو ستونزو ته په خپل وخت سره لاسرسی کوي.
پای/وصال

کابل باختر  دليندي  يوولسمه :
د نيمروز ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ( ص) دميلاد په درناوۍ پرون دمشاعرې غونډه جوړه کړه .
دنيمروز ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس سيد حامد سادات  دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې په دې غونډه کې د دولتي ادارو استازو ، شاعرانو ، ليکوالانو ، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون وکړ او شاعرانو دميلاد النبي  په باره  کې خپل شعرونه ولوستل ..
په دې غونډه کې دغه راز وينا والو داسلام  دستر پيغمبر  حضرت محمد ٠ ص)  دنيکو اخلاقو يادونه وکړه او دانحضرت  ( ص)  دلارښوونو پيروي يې په ټولو ټولنيزو ستونزو دبرياليتوب يواځنى لاره وبلله . 
ختم_ عطاالله _ اکرم

Page 9 of 1223