20 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني...

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر د پکتیا د ځاځي آریوب او سېدکرم ولسوالیو په مربوطاتوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
د ميلاد النبي (ص) په مناسبت د "پيغمبر پېژندنې" تر نامه لاندې پروګرام په کندز ښارکې جوړ شو.
دغه پروګرام د سما اوونيزې، د مولوي زاده کريمي تخصصي مرکز او اويغاق خبري آژانس کارکوونکو جوړ شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په پروګرام کې چې د ټولنيزو،  فرهنګي او علمي پنسټونو مسوولينو او يوشمېر شاعرانو، ليکوالانو او ځوانانو ګډون لاره؛ لومړى د قرآن عظيم الشان  ختم وشو او د حضرت محمد مصطفى (ص) د درود او دعا په ويلو سره د آنحضرت  (ص) د سيرت او کارنامو په اړه ويناوې وشوې او ځوانانو ته وويل شول چې د ځان او ټولنې د ځلانده راتلونکي لپاره دې سيرت نبوي (ص) د خپل ژوندانه سرمشق وګرځوي.
په پروګرام کې يو قومي مخور حيرت فارابي وويل: که چېرې ځوانان د رسول الله (ص) او د هغه د يارانو سيرت مطالعه کړي؛ زموږ ټولنه هېڅکله تر پردي فرهنګي يرغل لاندې نه نيول کېږي.
د ضياالحق ضيايي فرهنګي خونې مسوول ضياالحق ضيايي څو نبوي احاديث چې د شعر او نشر په قالب کې يې ليکلي وو؛ ولوستل چې د برخه والو د علاقې وړوګرځېدل.
ختم- شکريه - اکرم

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
په غورکې ٤٥ ښځو د قابلګۍ د زده کړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د غور د والي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دغو ښځو د (سي.اچ.اى) موسسې په مرسته د قابلګۍ مهارتونه زدکړي دي.
د غور والي ناصر خاضع چې د دغو ښځو د فراغت په مراسموکې ګډون کړى و؛ په روغتيايي برخوکې د ښځو د روزنې او د روغتيايي مرکزونو د ښه والي لپاره دعامې روغتيا وزارت د هلوځلو له امله مننه وکړه او ويې ويل چې په غورکې جوړ شوي  روغتيايي مرکزونه بسنه نه کوي او بايد د عامې روغتيا وزارت په دې اړوند زياتې هلې ځلې وکړي.
په غونډه کې د عامې روغتيا وزارت معين فدامحمد پيکان په دغه ولايت کې د ميندو د مړينې د کچې په کمښت کې د دغو قابلو رول ارزښتناک وباله اوويې ويل چې تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به په غورکې د روزل شويو ښځو د جذب لپاره اقدام وشي.
ختم-ج - اکرم

 

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) نېکمرغه ميلاد نن د پنجشير د رخې ولسوالۍ په ميراخېلو جامع جومات کې ونمانحل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه غونډه چې د پنجشير د رخې ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې د عالمانو، د مدرسو د زده کوونکو، ځوانانو او مخورو په ګډون جوړه کړې وه؛ برخه والو د آنحضرت (ص) د شخصيت په اړه خبرې وکړې او د اسلام ستر پيغمبر يې د بشريت ټولنې ته د سولې، سوکالى او آرامۍ ښکارندوى وباله.
مولوي احمدالله هاشمي نژاد چې د غونډې په پيل کې خبرې وکړې او ويې ويل چې د آنحضرت (ص) رسالت د ځمکې پرمخ انسانانو ته د نېکمرغه ژوند ستر رحمت او لارښود و، د ربيع الاول ١٢مه؛ د اسلام د ستر پيغمبر (ص) له  نېکمرغه ميلاد سره برابره ده او مسلمانان دغه ورځ د نړۍ په ګوت ګوټ کې نمانځي.
ختم- ج - اکرم

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
په کندزکې له اړواو بې ځايه شويو کورنيو سره د نغدي مرستو د وېشلو بهير پرون پيل شو.
د کندز د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست پر ٩٠٠ بې ځايه شويو او اړو کورنيو ١٢/١٢ زره افغانۍ نغدې پيسې د افغانستان بانک له لارې وېشي.
د کندز والي عبدالجبار نعيمي د دغو مرستو د وېش په وخت کې د مهاجرينو د راستنولو چارو له وزارت څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د کندز سيمه ييز حکومت هر هغه څه چې په توان کې لري؛ په دغه ولايت کې له بې ځايه شويو او بې وزلو کورنيو سره له مرستې څخه ډډه نه کوي.
د کندز ولايت له بې وزلو کورنيو سره د دغه ولايت د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست نغدې مرستې سږ کال له ٣٠٠ کورنيو څخه ٩٠٠ کورنيو ته زياتې شوې دي.
ختم - ج - اکرم

 

Page 10 of 1912