13 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل/دلیندۍ۲۱مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني تېر ماښام د تجدید وړ انرژۍ تولیدي او صنعتي خدماتو اتحادیې مسوولینو سره په ناسته کې د هوا ککړتیا دکمولو په خاطر د لمریزې انرژۍ سیستمونو څخه د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال او د افغانستان د زرغون بهیر ريیس امرالله صالح هم حضور درلود، په پیل کې جمهورريیس غني د یادې اتحادیې د فعالیتونو د مننې پر مهال وویل: حکومت په دې خاطر چې د هوا د ککړتیا مخنیوی وکړي د نفتو او ډبرو سکرو د سون لپاره د بدیلې انرژۍ د تولید په لټه کې دی.
هغه زیاته کړه، حکومت د دغې موخې د ترلاسه کولو په خاطر یوه برنامه ترلاس لاندې لري چې له کابله پیلېږي او دولتي ارګانونه به له لمریزې انرژۍ څخه استفاده وکړي، چې د هوا د ککړېدو مخنیوی وشي.
جمهورريیس وویل: موږ غواړو ستاسې له ظرفیتونو څخه اګاه شو چې آیا د لمریزې انرژۍ سکتور کې دا ظرفیت او وړتیا لرو چې کار پیل کړي او د ټولو سون توکو چې هوا ککړوي، بدیل واوسي.
جمهورريیس غني څرګنده کړه، دغه برنامه موږ نه یواځې د دولتي تاسیساتو لپاره، بلکې په راتلونکي کې د ښارګوټو، خصوصي تاسیساتو، حمامونو، هوايي ډګرونو او فابریکو لپاره هم په پام کې لرو چې وتوانېږو د هوا د ککړتیا له پدیدې سره دوامداره او جدي مبارزه وکړو.
جمهورريیس وویل: د دغې موخې د عملي کولو لپاره حکومت حاضر دی په دې سکتور کې د لمریزې انرژۍ ټولو تولیدي شرکتونو سره مشارکت وکړي چې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.
هغه له یادو شرکتونو څخه وغوښتل چې د باکیفیته لمریزې انرژۍ سامان الاتو د واردولو په برخه کې خپلې غوښتنې او ننګونې بیان کړي.
همدارنګه د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپلو خبرو کې وویل: د شرکتونو د ودې موضوع، په لمریزې انرژۍ د دولتي ودانیو د تسخین (ګرمولو) سیستم او له کابله د هغې د تطبیق پیل کولای شي د هوا د ښه والي په برخه کې مثبتې اغېزې ولري.
هغه زیاته کړه: تاسې د خپل تولید او خپلو فعالیتونو د ظرفیت پراخوالې په واضح ډول وړاندې کړئ چې حکومت ستاسې د فعالیتونو د پراختیا په برخه کې له تاسې سره همکاري وکړي.
ورپسې د تجدید وړ انرژۍ تولیدي او صنعتي خدماتو اتحادیې مسوولینو وویل: اوس د دغه ډول خدمتونو تقاضا کمه ده، ځکه چې یوه نوې پدیده ده، نو له همدې امله د دغې ټکنالوژۍ په وده کې پرمختګ نه لرو.
دوی وویل: بې کیفیته مواد او توکي افغانستان ته واردېږي او له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د تجدید وړ انرژۍ په برخه کې د ظرفیتونو لوړولو په موخه د تعرفو په راکمولو او پور ورکولو کې همکاري وکړي.
جمهورريیس غني د دوی په ځواب کې وویل: موږ به هڅه وکړو چې په یوه مشارکت کې له تاسې سره کار وکړو، دولت به د ملي پالیسۍ په چوکاټ کې ستاسې د ودې زمنیه برابره کړي، خو تاسې باید د خپلو شرکتونو پر معیارونو او کیفیت کار وکړئ، واردات مو باید باکیفیته او د نړیوالو معیارونو مطابق واوسي. هغه زیاته کړه، پر ټکنالوژۍ او بشري ظرفیت هم پانګونه وکړئ.#
پاى- ع


 

جلال آباد/دلیندۍ۲۱مه/باختر
د ننګرهار د کرنې اوبولګولو اومالدارې ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې پر بزګرانو د مېوو ۳۲ زره نیالګي وېشل کېږي.
د کرنې رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي باختر اژانس ته وویل چې د نوي فارم په دولتي قوریه کې د بېلابېلو مېوو نږدې ۳۲ زره نیالکي روزل شوي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به پر ځمکوالو او بزګرانو ووېشل شي.
پای/وصال

 

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر
له هغه وروسته چې د هېواد جمهوررييس د هوا د ککړتيا د مخنيوي کمېسيون ته ١٠ ورځې وخت ورکړ چې په کابل کې د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره اساسي تدبيرونه ونيسي؛ د دغه کمېسيون مسوولين ادعا کړې ده چې په دې برخه کې جدي کار پيل کړى دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د ژوندانه چاپېريال ساتنې ادارې د اطلاعاتو آمر سخي سخا د باختر آژانس خبريال ته وويل چې جمهوررييس د هوا د ککړتيا د مخنيوي  کمېسيون له کارونو څخه راضي نه دى او په همدې موخه يې د دغې ادارې رييسانو ته ١٠ ورځې ضرب الاجل وټاکه او د هوا له ککړتيا څخه يې د خلکو د ژغورنې لپاره د څرګندو پروګرامونو غوښتنه وکړه.
سخا زياته کړه چې د ژوندانه چاپېريال ساتنې ککړتيا له منځه نه ځي او په همدې موخه د ژوندانه چاپېريال ساتنې ادارې پنځه کلن پروګرام چې ټولې اړوندې دولتي او غير دولتي ادارې چې پکې شاملې دي؛ چمتو او مياشتنۍ غونډې يې جوړوي او خپل کاري رپوټونه شريکوي، خو جمهوررييس دضرب الاجل په ټاکلو سره د کمېسيون د کار د زيات جديت غوښتنه کړې ده.
د ژوندانه چاپېريال ساتنې ادارې مسلکي معين عزت الله صديقي د هوا د ککړتيا د مخنيوي کمېسيون په اړه وويل چې دغه کمېسيون له دولتي او غيردولتي ادارو او بنسټونو څخه جوړ شوى دى چې په دې برخه کې کار کوي او د ژوندانه چاپېريال ساتنې اداره د دغه کمېسيون د همغږۍ مسووليت په غاړه لري او د کمېسيون غړي په غونډوکې خپل کارونه شريکوي. 
د دغو پروګرامونو تحقيق وخت ته اړتيا لري؛ خو د جمهوررييس د لارښوونې له مخې  د تحقيق بهير زيات  ګړندى شوى دى.  
هغه د هغو طرحو په اړه چې اړوندو ادارو دغه کمېسيون ته وړاندې کړې دي؛ وويل: د ژوندانه چاپېريال ساتني اداره په ژمي کې په اوونۍ کې د يوې ورځې رخصتۍ، کابل ته د بار وړونکي موټرونو د تګ راتګ د تنظيم، د ډبرو سکرو د استفادې د کمښت لپاره د اوبلن ګازو د بيې او کيفيت د ثابت ساتلو، د اپارتمانونو د تودولو سيستم د څارنې، د هوايي څارنې سيستم د جوړولو، د عامه  ترانسپورټ سيستم د جوړولو، د پوهاوي  ورکولو کمپياين، له ماسکونو څخه د استفادې، د نيالګيو د اېښودلو او د هغو د ساتنې وړانديز کړى دى.
د هواککړتيا هغه ستونزه ده چې هرکال د ژمي په موسم کې د کابل خلک ورسره لاس او کريوان دي او سلګونه کسان له ډول ډول ناروغيو سره مخ کېږي.
د کابل ښار يوه اوسېدونکي محمد کاظم وويل چې په پايتخت کې د هوا ککړتيا د انديښنې وړ ده،  په همدې دليل د هېواد جمهوررييس د ژوندانه چاپېريال ساتنې ادارې ته وخت ورکړ چې په لسو ورځوکې دې عملي، هراړخيز او د تطبيق وړ پروګرام وړاندې کړي.                      هغه د چارو له مسوولينو څخه وغوښتل چې د خلکو سلامتيا ته پاملرنه د ټولنې سلامتيا ته پاملرنه ده او بايد په دې برخه کې ژر اقدام وکړي.
پاى\ ج \ذ

 

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر
په غزني کې پرون د شهیدانو او ملکي ټپیانو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کره.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت د باختر آژانس خبریال ته وویل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په لارښوونه، ٩ ميلیونه او ٧٥٠ زره افغانۍ نغدې پيسې په غزني کې د شهیدانو پر ٥٤ کورنيو او ٨٧ ملکي ټپیانو ووېشل شوې.
د دغو پیسو د وېش په بهیرکې چې امنیه قوماندان او د غزني د ولایتي شورا ريیس  ګډون لاره؛ د غزني والي وویل: دغه نغدي مرستې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د جمهورريیس د غم شریکۍ په موخه ووېشل شوې.
د شهید پر هرې کورنۍ ١٠٠ زره افغانۍ او د هر ټپي پر کورنۍ ٥٠ زره افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې.
پاى/سعیده

 

Page 2 of 1931