12 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل/ د غبرګولي ۲۹ مه/ باختر
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د لوی پکتیا، د احمدزیو د معزز قوم او کوچیانو دروند مشر حاجي محمدنعیم خان کوچی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
حاجي نعیم خان کوچي د یووالي، ورورولۍ،  د یو بل د منلو او زغملو، جرګو، مرکو او سوله ییز ژوند د اسلامي او انساني ارزښتونو د ساتنې او پالنې مهارتونه عملا له خپلې درنې کورنۍ، مشرانو او چاپیریال څخه زده کړل. 
نوموړي د خپلې دغې ارزښتناکې پوهې له برکته د ولسونو خپلمنځي ستونزې د جرګو او مرکو له لارې هوارې کړې. د دوی شخړې او دښمنۍ یې په دوستۍ او ورورۍ بدلې کړې او تل به یې ولسونو ته د سوله ییز ژوند سپارښتنې کولې. 
افغانستان په دغه حساس پړاو کې په اساسي توګه پر هیواد د تحمیل شوي جنګ د پایته رسېدو، د تلپاتې او باعزته سولې د تامین او د هیوادوالو د هوساینې او سوکالۍ لپاره د حاجي نعیم خان کوچي په څېر د جرګو،  مرکو او خواخوږو مشرانو هراړخیزې پوهې او ذکاوت ته تر بل هر وخت لا ډېره اړتیا لري، د نوموړي مړینه یوه لویه ضایعه ده.
د مرحوم حاجي محمدنعیم خان کوچي درنې کورنۍ، دوستانو او ټولو هیوادوالوخصوصا د لویې پکتیا، احمدزیو قوم او کوچیانو مشرانو او ولسونو ته د نوموړي د وفات له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او د خدای تعالی په دربار کې مرحوم ته د فردوس جنت هیله کوم.

-کابل / دغبرګولې ٢٨مه / باختر :
دښار جوړولو او ځمکه والى وزارت دکابل ښار دلسمې ناحيې په غير پلاني ساحو کې دملکيت ٦٠١ سندونه دهغو کورونو په خاوندانو چې ثبت اوسروې شوي دي وويشل .
دباختراژانس دخبرله مخې، دښار جوړولو اودځمکه والى وزارت دپايتخت په ګډون په اتو ښارونوکې دغير رسمي ساحو دثبت دپروګرام  دتطبيق پردوام  دکابل ښار دلسمې ناحيې په غير پلاني ساحوکې دهغوکورونو په خاوندانو چې ثبت اوسروي شوي و ،  دملکيت  ٦٠١ سندونه وويشل .
دښار جوړولو او دځمکه والى وزارت تراوسه پورې  دپايتخت په بېلابېلو ناحيو کې دملکيت ١٤٨٩٤سندونه  په مستحقو کسانو ويشلي دي . او دغه پروګرام دوام لري .
ختم _ ج _ اکرم

-کابل / دغبرګولې ٢٨مه / باختر :
عالمانو، دښځو دشورا داستازو او دګذر دوکيلانو په ګډون  دکابل ښار داتمې ناحيې يوشمېر  اوسيدونکو له کابل ښاروال سره په کتنه کې  ددغه بنسټ کارونه وستايل .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغو استازو دکابل ښاروالۍ له خوا دبنسټيزو پروژو دکار دپيل هرکلى وکړ .
کابل ښاروال محمد داود سلطانزوى په دې کتنه کې وويل  چې دکابل ښار دحالت  دښه والي په خاطر  دخلکو هکاريو ته اړتيا لري .
هغه  دکابل ښاروالۍ سره  دخلکو دهمکارى فرهنګ  دبنسټيز کولو په لاره کې  دعالمانو اودجوماتونو دامامانو رول مهم وباله
هغه وويل چې  د ښاري چارودتنظيمولوپه برخه کې بايد دجوماتونو اودګذر دوکيلانو له لارې همکاري وشي .
  ختم _ ج _ اکرم

-کابل / دغبرګولې ٢٨مه / باختر :
کابل ښاروالۍدخوراکي توکو دپلورنځيو دڅېړنې په بهير کې درې سوه کيلوګرامه تېرتاريخ  خوراکي توکي  له کابل ښار څخه  راټول کړل .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دکابل ښار د١٤ ناحيې دڅېړنې ډلې دکابل ښاريانو دروغتيايي خونديتوب په مقصد دکابل ښاروالۍ دچاپيريال روغتيا ساتنې  درياست او پوليسو په همکارى  دخوراکي توکو دپلورنځيو دڅېړنې په بهير کې  درې سوه کيلوګرامه  تېرتاريخ خوراکي توکي دکابل ښاروالۍ د ١٤ ناحيې  له مربوطاتو څخه راټول اوسرغړونکي يې  نغدي جريمه کړل .
په دغو توکو کې نوشابې ، بسکيټ  ، لبنيات اوخوراکي توکي شته چې له راټولولو وروسته  دله منځه وړلو  په مقصد ټاکلي سيمې ته  ولېږدول شول .
  ختم _ ج _ اکرم