26 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

کابل باختر د ثور پنځمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دستر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل\باختردسرطان اوله
دکابل ښار د چنداولو دسرښندونکي پاڅون دڅلورديرشمې کا ليزې په مناسبت دملي شورا دمشرانو جرګې پيغام
دافغانستان د اسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانو جرګه د کابل ښار د چنداولو دپاڅون کوونکو د خاطرو چې د١٣٥٨ کال د چنګاښ د مياشتې په دويمه نيټه دديني او ملي ارزښتونو ددفاع لپاره دپخواني شوروي د بوډاګي رژيم په وړاندې ددې هيواد په خوځنده زړه کې وشو ، درناوي کوي.
زموږ د هيوادوالو په ياد دي چې په دې ورځ د هغه وخت وينې څښوونکى رژيم د اوتوماتو وسلو په کارولو سره په پاڅون کوونکو بريد وکړ اود هيواد د ازادي او خپلواکۍ د لارې يو زيات شميرميړني مبارزين او مجاهدين يې په وينو او خاورو ولړل او لت پت يې کړل .
دچنداولو پاڅون  که څه هم په هغه وخت کې د کمو نيستي دناانډول پوځ په وړاندې وځپل شو خو وکولاي شو هغه د جهاد او مقا ومت لو مړنۍ پاڅونونه وبولو چې د هيواد د زړورو خکو له کلونو کلونو مبارزو وروسته د اسلامي انقلاب د برياليتوب سبب شو .
دملي شورا د مشرانو جرګه يوځل بيا د ا زادي د لارې دشهيدانو اودچندا ولو ددرنو شهيدانو پاک روح ته ددعا د کولو په ترڅ کې دهغوى داتلوالي درنا وي کوي او په هيواد کې ديوې تاريخي ورځې په توګه درنا وي کوي .

کابل_ باختر دچنګاښ لومړي::
په ختيځ ولايت نورستان کې يوه ځوان دخپلې خور دواده په مراسموکې په خپل اوښى ډزې وکړې .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې ددغه يرغلګر خور هم سخته ټپي شوې ده .
دغه پيښه پرون ناوخته د دواب ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځوان په پخلې خور او دهغې په ميړه ددوى دواده په مراسمو کې ډزې وکړې .  دنورستان ولايت ددواب ولسوال عنايت همت باختراژانس ته وويل چې يرغلګر له ساحې څخه تښتيدلى  دى او امنيتي ځواکونو دهغه دنيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
دنورستان پوليس وايي چې ددغه يرغلګر خور له واده څخه مخکې له خپل ميړه سره اړيکې لرلې او دواده په شپه  شپږ مياشتنۍ ماشوم يې په گيده کې و.
دنورستان ولايت ددواب ولسوال وايي کله چې دنجلۍ ورور دخپلې خور داميدوارۍ په باب  خبر ترلاسه کړ دخپلې خور او دهغې دميړه په وژنې اقدام وکړ
درارسيدلوخبرونو له مخې، په دې بريد کې  ناوې سخته ټپي شوې ده او ددرملنې لپاره دجلال اباد ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوې ده .

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ١:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ١٥
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤١،  ټيټه ٢٢
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٥، ټيټه ٢٧
قندهار- آسمان ، شين د تودوخې لوړه ٤٤ ، ټيټه ٢٤
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ٤٤، ټيټه ٢٨
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٤
غزني- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٣١ ، ټيټه ١٤
باميان- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩ ، ټيټه ١٢
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه  ١٤
شمالي سالنګ- آسمان شين ، دتودوخې لوړه درجه ١٧ ، ټيټه  ٨
جنوبي سالنګ- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٩، ټيټه ١٣
  شبرغان - آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٢
فراه- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٤٣ ټيټه ٢٥
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٤
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٩ ، ټيټه ٢١
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٥ ، ټيټه ٢٦
جبل سراج-اسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣٤-ټيټه ٢٢
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٢١ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ١٦ دقيقو ولويږي . 

کابل\باختر\ دجوزا٣٠
داصلاح اوبدلون لپاره دځوانو فعالينو شبکې د ملي اجماع او له سياسي ګوندونو سره دسلامشورو له لارې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون درئيس اودکميشنرانو دټاکنې غوښتنه وکړه.
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، ددغې شبکې غړو چې نن يې په کا بل کې په يوه خبري غونډه کې ګډون کړي و وويل چې دشفافو او له تقلب څخه لرې انتخا باتو دترسره کولو په مقصد بايد دانتخا باتودخپلواک کميسيون رئيس او کميشنران په هيواد کې د ملي اجماع او له سياسي ګوندونو سره د سلا مشورې له لارې انتخا ب شي.
دوى ادعا کوي چې د افغانستان دولت دې بايد له قانوني اود منلو وړ لارو چارو څخه چې دغوره سالاري پر بنسټ تکيه ولري د انتخاباتو په خپلوا ک کميسيون کې لازم بدلونونه را منځته کړي .
دغه راز په دې غونډه کې د اصلاح  اوبدلون لپاره دځوانو فعالينو دشبکې غړي د ملي اجماع له لارې په استفادې سره په سوله ييزه توګه دسياسي قدرت د ليږدونې په باب د هيواد د جمهور رئيس حامد کرزي دطرحې ملاتړ کوي او ټينګارکوي چې ملي  اجماع دې بايد دهيواد له اساسي قانون سره سمون ولري اود افغا نستان ملي ګټې دې په جدي توګه په پام کې ولري .