21 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردوږي دمياشتې ١٧ :

 دکابل  ښار او ولايتونو دجامع جوماتونو عالمانو ، خطيبانو، واعظانو او ملا امامانو نن دجمعي دلمانځه څخه مخکې دشهيد داوونۍ او دملي اتل دشهادت په باب خبري وکړي خلک يې د تاوتريخوالي او جګړي بندولو ته راوبلل .

 دهيواد دمرکز او ولايتونو له جامع جوماتونو څخه دباختر اژانس دخبريالانو دخبر له مخي ، امامانو  دجمعي دلمانځه  څخه مخکي په خطبو کې دافغانستان  مسلمان او دينداره خلک يې داسلام دمبين دين او داسلام دستر پيغمبر  دلارښوونو په رڼا کې يو والي او اسلامي اخوت او دخپلومسلمانو وروڼو په وړاندي نيک چلند ته راوبلل او وي ويل : بشپړ مسلمانان هغه کسان دي چې په ټولنه کې په ورځنې ژوند کې نورو خلکو ته يې خير ورسيږي ، پخواني شخړي او دښمني شاته واچوي او دخلکو او دخپلو خپلوانو په مقابل کې په صله رحمي سره چلند وکړي .

 دوي دغه راز دهيواد  دملي اتل احمد شاه مسعود او نورو شهيدانو دميړاني اوسرښندنواو دشهيد داوونۍ په باب  هم خبري وکړي .

امامانو  په خپلو ديني موعظو کې لمونځ کوونکې اسلامي ورور ولي  ، صفا او يوخيل والي او دتاوتريخوالي له منځه وړلو ته راوبلل او له هغو څخه يې وغوښتل هغه کسان چې له اسلامي دولت او ټولنيز نظم سره په دښمني کي دي ، دبي ګناه خلکو دوژني سبب کيږي دخير او فلاح او درب العزت  دنيکمرغي اوخوښي لاري ته لارښوونه وکړي  او دټولني  دسوکالۍ او دميني او  ورور ولي او دخلکو دخوښي په لاره کې همکاري وکړي . په دنيا او آخرت کې دخداي ( ج )  رضا ورپه برخه شي .

  دغه راز وينا والو دجګړي او ويني تويوني او د ډار درامنځته کولو له پيلوسره  چې غير اسلامي او انساني کار دي .تماس  ونيو زموږ هغه شمير هيوادوال چې تر نن پوري دخلکو ، ټولنې او دولت سره په دښمني کې دي وهڅول چې نور له جګړي او وژنو څخه لاس واخلي .

کابل باختر د وږي  پنځلسمه
دافغانستان  داسلامي جمهوريت جمهور رييس دعمر ابن الخطاب  دجامع جومات دجوړولو لپاره  دمرستي په لاره کې دقندهار دخلکو او عالمانو غوښتنه ومنله .
دچارو داداري او دوزيرانو دشورا ددارالانشا لوي رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهور رييس  حامدکرزي دقندهار ولايت دديندارو خلکو او عالمانو په غوښتنه  د ٥٠ مليونو افغانيو  مالي مرسته چې ديو مليون ډالرو معادل کېږي دقندهار ښار دمرکز دعمر ابن الخطاب  دجامع  جومات دجوړولو لپاره ديو حکم  په ترڅ کې منظوره کړه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ددغو پيسو په ورکولو سره ددغه جامع جومات دسملاسي  جوړولو غوښتنه وکړه او هيله يې  وکړه چې ددغه جومات جوړول د قندهار ولايت خلکو ته خير او فلاح په ځان پسي  ولري .
دعمر ابن الخطاب  دجامع جومات دبنسټ  ډيره چې  ١٣٧٧  کال دثور په مياشت کې  ايښودل شوې وه دامکاناتو دنشتوالې له امله تراوسه پوري  نيم کاره پاتي شوي دي .
دغه جومات  په فني  اومدرن ډول په دريو  پوړونو کې جوړيږي چې په يو وخت کې  لس زره تنه لمونځ کوونکې پکې  ځائيږي .
 

کابل باختر د وږي  پنځلسمه
دهرات ولايت دپنځو ولسواليو ځوانانو ته دټولنيزو خبرو څلور ورځني ورکشاپ  نن داطلاعاتو  او فرهنګ  په لوى رياست  کې په کار پيل وکړ .
په دې ورکشاپ کې ټاکل شوى ده دروزنې لپاره مهمو اصولو ، دټولنيزو خبرو دپروګرام  جوړولو دالارو چارو ، دښو خبرو  ځانګړتياوې او دښې مرکې  دمهارتونو ، پروګرام جوړولو او په ژوند کې دهغه د ارزښت  په باب د ولسواليو ځوانانو ته دمجربو  ښوونکو له خوا لوست ورکړ شي .
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ  لوی  رييس احمد احسان سرور يار په دې بيان سره چې ځوانان په بشري ټولنه کې ځواکمن قشر دي، په سياسي او ټولنيزو برخوکې دځوانانو دخلاقيت ظرفيت او ځواکمنتيا څخه په زياتې استفادې باندې ټينګار وکړ .
داطلاعاتو اوفرهنګ رييس  باختر اژانس ته وويل:  بايد په تخصصي مسئلوکې د ځوانانو تمرکز له ژمنې سره يوځاى وي چې دټولنيزو پرمختياو او پرمختګونو  دلارې پرانستونکې وي .
ښاغلي سروريار بېوزلي، وزګارتيا او دسواد ټيټه کچه دځوانانو له مهمو ستونزو څخه وبلل او هيله يې وکړه چې په راتلونکې کې يو زيات شمير  ځوانان د لوړو زده کړو او  نيمه لوړو زده کړو  په موسسو جذب شي.
په دې ورکشاپ د انجيل ، ګذرې ، پښتون زرغون ، زنده جان او کرخ له ولسواليو څخه يو زيات شمير ځوانانو ګډون کړي  دي .
  ديادونې  وړ ده چې ددغه ورکشاپ  برخه وال په پام کې دې خپلې زده کړې  ددغو ولسواليو نورو ځوانانو ته وليږدوي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٥ :
دهېواد دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت ديوولسم تلين او دشهيد د اوونۍ دنمانځلو دکميسيون اعلاميه:
دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت دکاليزې درناوي په اصل کې دافغانستان درښتينوبچېانو دفدارکاري اوسرښندنې يادونه ده چې دخپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي نواميسو  دساتنې په خاطر يې خپلې تودې وينې دهېواد اوخلکو د دفاع په لاره کې قرباني کړې .
دملي اتل دسرښندنو د درناوي او دخپلواکې، جهاد اومقاومت دلارې دشهيدانو اودشهيد د اوونۍ د درناوي په خاطر له ټولو رسنيو څخه غوښتنه کېږي چې دهېواد دشهيدانو لوړ مقام  اودملي اوديني ارزښتونو د درناوي په پام کې نيولوسره خپل پروګرامونه عيارکړي او دهېواد درښتينو بچېانو د وينو په مقابل کې خپل ديني ،اسلامي اوهېوادني پور اداکړي .