16 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسترې محکمې دعالي شورا غوڼده جوړه شوه .

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر : دسترې محکمې دعالي شورا غونډه...

دملي امنیت سلاکار: د بیان ازادي خوندي او د وګړو ساتنه زموږ مسئولیت دی

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر : دملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله...

دبغلان نوى امنيه قوماندان اړوندو کارکوونکو ته وروپيژندل شو .

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر : دبغلان نوى امنيه قوماندان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د مرغومي نهمه :
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا
په پرتمينه توګه  داسلام دستر پيغمبر  حضرت محمد مصطفي ( ص)  دنيکمرغه ميلاد  دنمانځنې په مقصد  دحج او اوقافو وزارت په پام کې لري  چې دروان کال  دمرغومي دمياشتې  له ديارلسمې نيټې څخه تر شلمې نيټې پورې  درحمت العالمين  داوونۍ په نامه  اعلام کړي .
  په دې وسيله  دجوماتونو او حسينيو له ټولو امامانو ، خطيبانو ، واعظانو دټولنيزو او فرهنګي بنسټونو له مسوولينو  علمي مرکزونو دولتي ارګانونو او دهيواد دچاپي،تصويري او صوتي  په ګډون  خبرې رسنيو او له ديندارو هيوادوالو څخه  غوښتنه کيږي چې  دآن حضرت  دذکر ، سيرت او  سنت  دغونډو په جوړولو سره  دغه مناسبت  ونمانځي .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
دکار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او دمعلولينو وزارت خبرتيا .
لکه څنګه چې خبرياست  دربيع الاول  دمياشتې ١٢ مه داسلام دستر پيغمبر  حضرت محمد مصطفي  ( ص )  له مولود سره برابره ده. 
له دې امله د ١٤٣٦ هجري قمري کال دربيع الاول دولسمه دشنبې ورځ چې د ١٣٩٣ هجري لمريز کال  دمرغومي مياشتې له ديارلسمې  نيټې سره  سمون خوري دافغانستان داسلامي جمهوريت دکار دقانون د ٤١ مادې له حکم سره سم په هيواد کې عمومي رخصتي ده .

کابل\باختر\ د مرغومي د مياشتې ٩
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٣ ، ټيټه ٧-
شمالي سالنګ- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢-،  ټيټه ٨-
جنوبي سالنګ- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١، ټيټه ٧-
قندهار- آسمان شين ، د تودوخې لوړه ١٦، ټيټه ٦-
باميان- آسمان وريځ ، دتودوخې لوړه درجه ١٠، ټيټه ١١-
هرات- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٨، ټيټه ٢-
فراه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٩، ټيټه ٢-
مزارشريف- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه  ١٦، ټيټه ١-
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٥، ټيټه ٢
جلال آباد- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ١٩، ټيټه ١
غزني- آسمان ځاى ځاى وريځ،  د تودوخې لوړه درجه ١١، ټيټه ١٠-
لښکرګاه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٧، ټيټه  صفر
خوست- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٤ ټيټه ٣-
جبل سراج- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٢ ټيټه ٣-
ميمنه- آسمان ځاى ځاى وريځ ،  د تودوخې لوړه درجه  ١٦، ټيټه ٢
شبرغان –  آسمان ځاى ځاى وريځ د تودوخې لوړه درجه ١٦، ټيټه ٣
فيض آباد- آسمان وريځ ، د اورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ١١، ټيټه ٣-
په کابل کې به سبا لمر په ٧ بجو  وخيژي او د مازيګر په ٤ بجو او ٥٣
دقيقو ولويږي .

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
دکونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ له ٤٠٠ بې ځايه شويوکورنيو سره په تيرو څلور ورځوکې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.
دغه مرستې د سرې مياشتې د عالي ټولنې، د کليو د بياجوړولو او پراختيا د ادارې ، د بيړنيو حالاتو د کميټې ، د مهاجرينو د راستنولو د چارو د ادارې او د يو شمېر ملي سوداګرو له خوا ترسره شوې دي .
له کونړ ولايت څخه د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دانګام ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله ٦٠٠ کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوې او د اسمار او شيګل په ولسواليو او په اسعد آباد ښارکې ځاى پرځاى شوې دي.
ويل کيږي دغو ادارو او د حبيب ګلزار شرکت تراوسه پورې له ٤٠٠ کورنيو سره چې د موظفو کميسيونونو له خوا سروې شوې دي؛ د اوړو، غوړيو، لوبيا، جايو ، خيمو، شړيو او د ژمنيو جامو په ګډون د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته کړې ده او دغه بهير نورو بې ځايه شويو کسانو ته هم دوام لري.
د دانګام ولسوالۍ يو بې ځايه شوى محمد داوود وايي: ((دغه مرستې چې په دغه ژمې کې شوې دي؛ ډيرې کمې دي. له اتو ماشومانو سره په يوه خيمه کې ژوندکول موږ ته زياتې ستونزې پيداکړې دي. زما ماشومان ناروغ دي؛ د هغوى د درملنې لپاره پيسې هم نه لرم.))
دى د دولت له مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې ډير ژر دې د دوى ستونزې وڅيړي؛ له دې پرته به انساني ناتار رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د دانګام عمليات له ځنډ پرته دوام لري.