16 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

فراه /باختر /دوږی ۲۵ په فراه کې پنځه تنه د ښخ...

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د درېيو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون...

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د طالبانو یو قوماندان تېره شپه په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
دلوړو زده کړو وزارت  دکابل دطبي پوهنتون ديو استاد پوهاند ډاکتر محمد کريم  نصر  دمړينې خبر ورکړ .
  په هغه پيغام کې چې ددغه وزارت له خوا باختراژانس ته  رسيدلى دى  ويل شوي دي  په خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دکابل دطبي پوهنتون يو سابقه لرونکي استاد  پوهاند ډاکتر محمد کريم نصر  تيره شپه  دهغې ناروغي له امله  چې ورته پيښه شوې وه  داته اويا کلني په عمر وفات شو .
دغه راز  دلوړو زده کړو وزارت  دمشرتابه هيئت په پيغام کې  دډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب  دارواښاد  خپلوانو او دوستانو ، استادانو اومحصلانو ته  څرګند شوى  او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت  هيله شوې ده .
  پوهاند ډاکتر محمد کريم نصر په ١٣١٦ هجري لمريز کال کې  په کابل ښار کې  په يوه روښانفکره  کورنۍ کې  وزيږيد  او دخپلې ثانوي دورې  زده کړې يې  په  ١٣٣٥ کال کې  دکابل دحبيبيې  په عالي ليسه کې پاى ته ورسولې او وروسته  دطب په پوهنځي کې شامل شو  او په  ١٣٤٢ کال کې  دکابل د طب له پوهنځى څخه  فارغ شو  او په  ١٣٤٣ کال کې  دطب دپوهنځى  دداخله ديپارتمنت په علمي کدر کې  شامل شو .
ده  په  ١٣٦٩ کال کې  دپوهاند  علمي رتبه ترلاسه کړه  او دعلي اباد روغتون دداخله سرويس يو تکړه پروفيسر و  چې دخپل ارزښتناک ژوندانه په دوران کې يې  څو ځلې  دستاين ليکونو اومډالونو  په ترلاسه کولو  وياړل شوى دى .
  پوهاند نصر  دخپلې استادي  په دوره کې  دطب په برخه کې زيات شاګران روزلى او ټولنې ته يې وړاندې کړى دى او داړو ناروغانو  ددرملنې په برخه کې يې  دسترو خدمتونو  جوګه شوى دى .
  دغه راز له ده څخه دطبابت په برخه کې علمي اثار  پاتې شوي دي  چې د زياتو کلونو په بهير کې دمحصلانو اودځوانو ډاکترانو داستفادې  وړ ګرځيدلي دي .

کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
مظاهره کوونکو نن سهار دبغلان دپلخمري لاره دترافيکو پرمخ تړلې ده .
  دغه لاره په پلخمري ښار پورې اړوند دبابه نظر په کلي کې  ددغه ښار ددويمې امنيتي حوزې ديوتن منسوب له وژل کيدو وروسته دوژل شوي  سړي دهمکارانو له خوا تړل شوې ده .
دمظاهرو يو تن برخه وال غلام محي الدين وايي تيره شپه ددغه کلي اوو تنو اوسيدونکو ديوه واده په مراسمو کې ګډون کړي و  او دستنيدو په وخت کې امنيتي مامورينو له هغوى سره په نښتې لاس پورې کړ او دضيا الدين په نامه يو تن يې وواژه او شپږ تنه نور يې دغلا په تور ونيول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه پيښه  دشخصي دښمنۍ  زيږنده  ده .
دمظاهرو برخه وال دپلخمري ښار ددويمې امنيتي حوزې  دآمر سرور او دسيمې د شپږ تنونورو اوسيدونکو دنيولو غوښتنه کوي .
دوى خبر دارى ورکوي چې ددغو شپږو تنو  تر خلاصون پورې خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي او دغه لاره دترافيکو پرمخ تړلى ساتي.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت دباختراژانس خبريال ته وويل، دغو کسانو چې له پوليسو سره يې  نښته وکړه په غيرقانوني ډول دوسلې په ليږدونه، وسله والې غلا او دنظم او امنيت  په ګډوډولو کې رول درلود .

کابل\باختر\ د تلې د مياشتې ٢٩
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٨ ، ټيټه  ٦
شمالي سالنګ- آسمان وريځ، داورښت امکان شته د تودوخې لوړه درجه ١، ټيټه  منفي صفر
جنوبي سالنګ- آسمان  وريځ، داورښت امکان شته د تودوخې لوړه درجه ٣، ټيټه  صفر
قندهار- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه ٢٦، ټيټه ١٧
باميان-آسمان وريځ ، دتودوخې لوړه درجه ١٢، ټيټه ٣
هرات- آسمان وريځ، داورښت امکان شته د تودوخې لوړه درجه ٣٠، ټيټه ١٤
فراه- آسمان وريځ، داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٣١ ټيټه ١٥
مزارشريف- آسمان وريځ د تودوخې لوړه درجه  ٢٨ ټيټه ١٦
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٢٧، ټيټه ١٥
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ،د تودوخې لوړه درجه ٢٩، ټيټه ١٦
غزني- آسمان  وريځ، داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ١٣ ، ټيټه ٤
لښکرګاه- آسمان وريځ، داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٢٥، ټيټه ١٦
خوست- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٢٦، ټيټه ١٦
جبل سراج- آسمان ځاى ځاى وريځ د تودوخې لوړه درجه ٢٣ ټيټه ١٣
ميمنه- آسمان شين د تودوخې لوړه درجه  ٣٠ ، ټيټه ١٤
شبرغان –  آسمان ، ځاى ځاى وريځ د تودوخې لوړه درجه ٢٥، ټيټه ١٩
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٦، ټيټه  ٨
په کابل کې به سبا لمر په ٦ بجو او ٣ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٥بجو او ١٢دقيقو ولويږي .  

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
په پکتيا ولايت کې نن د يو نيم کيلومترو په اوږدوالي د سړک جوړولو کار بشپړ او نن پرانستل شو.
د ګرديز ښاروال سيد آغا محمد سعيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړک چې يو نيم کيلومتره اوږدوالى لري؛ د دارالمعلمين واټ د ګرديز په لويديځ کې د لرګيو له اډې سره نښلوي .
خبرځاى زياته کړه: دغه واټ د ګرديزښاروالۍ له پراختيايي بودجې څخه د اوولسو مليونو ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.
د دغه واټ د پرانستلو په مراسمو کې د پکتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد وويل: ددغه سړک په جوړولو سره د ترانسپورتي ستونزو په لرې کولوکې ډيرې آسانتياوې برابرې شوې دي او له خلکو څخه يې وغوښتل چې په څارنې او ساتنې کې يې هڅه وکړي .
د پکتيا والي دغه راز په نږدې راتلوونکي کې د دغه واټ د پخولو خبر ورکړ او په دغو چاروکې له مسوولينو څخه وغوښتل ترڅو د دغه سړک په جوړولوکې له هغو موادو څخه کار واخلي چې لوړ کيفيت ولري.