18 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د ليندۍدمياشتې ٢٦ :
په سمنګانو ولايت کې په يوه ترافيکي پيښه کې دملي اردو يوافسر شهيداو دملي اردو د يوه سرتيري په ګډون دوه تنه نور ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت دترافيکو مديرسمونوال عبدالقدير  پنجشيري باختراژانس ته وويل  :  دغه پيښه تيره شپه دايبکو _ پلخمري دلويې لارې  ، دسمنګانو په مرکز ايبکو په  سنګ شکن سيمه کې هغه  وخت رامنځته شوه چې دملي اردو رنجرموټر له يو ټيلري موټر سره ټکر  وکړ.
په دې  پيښه کې دملي اردو يو افسر ووژل شو او دملي اردو يوسرتيرى او دټيلري موټر چلوونکي ټپيان شول .
دترافيکو مدير ددغې پيښې علت د واورې او باران اورښت نامناسبه هوا  او دغه  ر ز دواړو موټرو د چلوونکو بې احتياطي  بللې ده .
د ولايتي روغتون مسوولينو د ملي اردو د سرتيري روغتيايي حالت   خراب  وباله او  ويې  ويل  چې  دى  د   درملني لپاره     د٢٠٩  شاهين   قول  اردو  روغتون   ته  وليږدول شو .

کابل\باختر\دليندۍ  دمياشتې  ٢٦:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى :
کابل- آسمان ځاى ځاى  وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٦ ټيټه  منفي٢
هرات- آسمان  ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٨،  ټيټه ٤
جلال آباد  آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢١، ټيټه ٧
قندهار- آسمان شين   ، د تودوخې لوړه ٢٢ ، ټيټه ٦
مزارشريف- آسمان وريځ  داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه  ١٨، ټيټه ٤
کندز- آسمان   وريځ داورښت امکان شته،  د تودوخې  لوړه درجه ١٩، ټيټه ٦
غزني- آسمان   وريځ  ، د تودوخې لوړه درجه ١٣ ، ټيټه منفي ٣
باميان- آسمان  وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ١٤، ټيټه منفي ٢
فيض آباد- آسمان وريځ  داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ١٦، ټيټه  ٣
شمالي سالنګ- آسمان وريځ داورښت امکان شته  ، د تودوخې لوړه درجه ٤، ټيټه  منفي ٧
فراه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٠ ټيټه ٥
خوست- آسمان  شين  د تودوخې لوړه درجه ١٨، ټيټه ٥
ميمنه- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه  ١١ ، ټيټه صفر
لښکرګاه-  آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٢١، ټيټه ٧
جنوبي سالنګ- آسمان وريځ دواورې داورښت امکان شته  ، د تودوخې لوړه
درجه ٤، ټيټه  منفي ٥
شبرغان –  آسمان وريځ داورښت امکان شته  ، د تودوخې لوړه درجه ٥، ټيټه ٤
جبل سراج-آسمان  ځاى ځاى وريځ  ،د تودوخې لوړه درجه ١٤ ټيټه ١
په کابل کې به سبا لمرپه ٦ بجو او ٥٥ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٤بجو او ٤٢ دقيقو ولويږي . 

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
په بلخ ولايت کې نن له پنځه سوه بېځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه.
د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ  د دفتر ويندوى فهيم همدرد باختر آژانس ته وويل :
دنا امنيو له امله له  هغو پنځه  سوه بېځايه شويو کورنيو سره  چې   د  سرپل او فارياب له ولايتونو او دبلخ ولايت له ځينو ولسواليو څخه بېځايه او  د دهدادي ولسوالۍ  دمهاجرينو په کمپ کې ځاى پرځاى شوي دي مرسته وشوه .
په دې مرسته کې په هرې کورنۍ  شپږ  شړۍ ،  يو ترپال ، دپخلنځي لوښي ، دګازو ډبى  د اوبو يوه  بشکه ، اووه کيلوغوړي ، شپږ کيلو نخود او نور ضروري  لوازم ويشل شوي دي .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
په سالنګونو کې د واورې له اورښت  سره سره دغه لويه  لاره د ترافيکو   پرمخ پرانستې ده .
دسالنګ دلوې لارې دساتنې او څارنې درياست اجراييه  مدير سميع الله باختر آژانس ته خبرورکړ،    چې په جنوبي سالنګ کې نن غرمه له دولسو بجو څخه د واورې  اورښت  پيل شوى دى او څه دپاسه پنځلس سانتي متره واوره شوې  ده .
دغه راز په شمالي سالنګ کې سخت باد چليږي  چې  له امله يې دکتنې ساحه محدوده شوې  ده .
ده زياته کړه  ، چې دسالنګ لويه  لاره د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانستې ده  خو ټيلري وسايطه نه شي کولاى  په دې لاره کې تګ راتګ  وکړي.
ده له ترانسپورتي اتحاديو څخه وغوښتل چې په سالنګونو کې دټيلري موټرو دتګ راتګ مخه ونيسي .
ده دغه راز د هغو نورو وسايطو له  چلوونکو څخه وغوښتل چې خپل  وسايطه  دې په ژمنيو وسايلو سمبال کړي .