29 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

معلولانو په هرات کې  دمهربانۍ مرکز جوړ کړ

معلولانو په هرات کې دمهربانۍ مرکز جوړ کړ

کابل /دکب ٩مه / باختر : يوشمېر معلولانو ، معلولو...

په بلخ کې  د ورزشکارو نجونودځغاستې  سيالي ترسره شوه

په بلخ کې د ورزشکارو نجونودځغاستې سيالي ترسره شوه

کابل /دکب ٩مه / باختر دکب مياشتې د نهمې د هېواد...

ننګرهارکې  پر لسګونوبزګرانود کار وسايلو وېش

ننګرهارکې پر لسګونوبزګرانود کار وسايلو وېش

-کابل /دکب ٩مه / باختر په ننګرهار کې لسګونوبزګرانو ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل\باختر\ د زمري د مياشتې١١
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣، ټيټه١٦
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه١٣، ټيټه ٧
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، دتودوخې لوړه درجه١٥،ټيټه ١١
قندهار- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٠
باميان- آسمان ځاى ځاى وريځ ، دتودوخې لوړه درجه ٢١، ټيټه ٩
هرات- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢٨
فراه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٠
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٤١، ټيټه ٢٦
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢٠
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه٢٨
غزني- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٣١، ټيټه ١٤
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٥
خوست- آسمان وريځ او اورښت، د تودوخې لوړه درجه، ٢٩ ټيټه ١٩
جبل سراج- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ، ټيټه ١٧
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه٢٠
شبرغان –  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٢
فيض آباد- آسمان وريځ او اورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ١٦
په کابل کې به سبا لمر په ٥ بجواو٤دقيقو وخيږي او د مازيګر په ٦ بجو او   ٥٣دقيقوبه ولويږي.  

کابل باختر د زمري لسمه :
دبدخشان ولايت دکوفاب ولسوالۍ په سي کلي کې که سيلاوځپلوسره دخيريه بنسټونو له خوادمرستې رسولو بهيرتراوسه پورې دوام لري .
دبدخشان ولايت له طبيعي پپښوسره دمبارزې دادارې رييس سيدعبدالله همايون دهقان باختر آژانس خبريال ته دويل چې دتيرې اوونۍ په سيلاونو کې دکوفاب ولسوالۍ په سي کلي کې داستوګنې يو ديرش کورونه په بشپړه توګه ويجاړاو درې ويشت کورونه نور په قسمي ډول ويجاړشوي دي .
دهقان زياته کړه چې سيلاونوپه دغه کلي کې يوتن وژلى او څلورتنه نور يې بې درکه کري دي ،
دبدخشان ولايت له طبيعي پيښوسره دمبارزې رييس څرګنده کړه چې ډبيلو اف پي  دافغاني سرې مياشتې ټولنې اوداقاخان خيريه مرکزله څلورو پنځوسو زيانمنو  شويوکورنيو سره ديوې اندازې خوراکي توکو او جامو مرسته کړې ده .
دغه راز داقا خان دفتر له يوې اندازې کافي درملو سره يو روغتيايي ټيم ساحې ته استولى دى .

کابل باختر د زمري لسمه
د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د کندهار- نیمروزدولایتونو پر لویه لار کې د یوې ترافیکی پېښې له امله زمونږګڼ شمیر هېوادوال شهيدان اويوشميرنور ټپیان شوي دي.
.د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان په دې باور دی چې تر امنیتي پېښو وروسته ترافیکي پېښې هغه لویه ستونزه ده چې له بده مرغه له امله یې زمونږ ګڼ شمېر هیوادوالو ته مالي اود سر زیانونه اړولي دي.
د اجرا ئیه ریاست لومړي مرستیال ددغې ټرافیکي پېښې په اړه چې د      ٣٠٣بس موټرچلوونکي دګړندي تک له امله دنيمروزولایت د خاشرود ولسوالۍ د دهمزنګ په سیمه کې رامنځ ته شوې ددغه ولایت مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه چې د پېښې د ټپيانولپاره لازمې استانتیاوې برابرې کړي.
لومړي مرستیال وویل که څه هم له یوې خوا د سړکونو خربوالي دی، له بلې خوا د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او د موټر چلوونکو بې احتیاطي همیشه ټرافیکي پېښې رامنځ ته کوي .
د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال په دې پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره په غم کې ځان شریک ګڼي، شهیدانو ته د لوی الله تعالی له دربار څخه د فردوس جنت، ټپیانوته د بیړنۍ روغتيا او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتونه کوي.

کابل باختر د زمري لسمه :
دقندهار زرنج په لويه لاره کې  دترافيکي پيښې له امله١١ تنه ووژل شول   او ٤٥تنه نور ټپيان شول .
دنيمروز ولايت دخاشرود ولسوال محمد هاشم  نورزي دباخترآژانس خبريال ته وويل: يو مسافروړونکۍ موټر چې له کابل څخه دزرنج ښار ته روان و دزيات ګړنديتوب  له امله دخاشرود ولسوالۍ په دهمزنګ  ساحه کې له سړک څخه واوښت او چپه شو چې له امله يې  دښځو او ماشومانو په ګډون ١١ تنه  ووژل شول  او ٤٥ تنه  نور ټپيان شول .
نورزي وويل :دپيښې  ټپيان دپوليسو  په همکارۍ  دزرنج ښار ملکي روغتون ته وليږدول شول او دروغتون روغتيايي مسوولينو ددغې پيښې دزياترو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .