19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٣٠مه/ باختر پنځه وسله وال طالبان په روزګان...

په قندهارکې د طالبانو پر سنګرونو د پوځیانو بریدونه

کابل/ د سلواغې ٣٠مه/ باختر په قندهارکې د طالبانو پر دوو...

شپږ طالبان په کونړکې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٣٠مه/ باختر شپږ وسله وال طالبان په کونړکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل\باختر\ د چنګاښ د مياشتې٦
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٣٢، ټيټه١٨
شمالي سالنګ- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه١٣، ټيټه ٦
جنوبي سالنګ- آسمان شين ، دتودوخې لوړه درجه١٤،ټيټه ٩
قندهار- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٨
باميان- آسمان شين، دتودوخې لوړه درجه ٢٧، ټيټه ١٠
هرات- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٦
فراه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢٦
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٤١، ټيټه ٢٦
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٤
جلال آباد- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه٢٧
غزني- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٣١، ټيټه ١٥
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٥
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه، ٣٢ ټيټه ٢٤
جبل سراج- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٢٤ ، ټيټه ١٥
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه١٩
شبرغان –  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢٢
فيض آباد- آسمان وريځ او اورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ١٨
په کابل کې به سبا لمر په ٤ بجواو٥١ دقيقو وخيږي او د مازيګر په ٧ بجو او   ٦دقيقوبه ولويږي.  

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٢
د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ د سفيد سنګ د کلي د سړک د پخولو کار پيل شو.
دغه سړک حلقوي دى چې ١١ کيلومتره اوږدوالي او ٨ سور لري چې د نړيوال بانک په مرسته د فوايد عامې وزارت له خوا د ١٥٠ مليونو افغانيو په لګښت پخيږي.
د لوګر والي محمد حليم فدايي او د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکتر محمد آصف صديقي د امنيت په تامينولو او د خلکو د اقتصادي حالت په ښه والي کې د دغه سړک پخول مهم وبلل او ويې ويل چې د لوګر ولايت په ټوليزه توګه کرنيز ولايت دى او د محمد آغې ولسوالۍ خلک په کرکيلې بوخت دي چې د دغه سړک جوړول به د هغوى په اقتصادي حالت مثبته اغيزه وکړي.
په دې غونډه کې د فوايد عامې وزارت استازي عجب ګل نياز هم خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه حلقوي سړک د سفيد سنګ، زيد آباد، ګمران او د عينکو د مسو د کان د ساحو کلي له يوبل سره نښلوي چې٣٦٥٠ کورنۍ کيږي او د کابل ولايت د موسهي ولسوالۍ او د لوګر – کابل لويه لاره سره نښلوي.
خبرځاى زياته کړه: د دغه سړک په پخولو سره ٦٧٥ متره استنادي ديوالونه هم د سړک په تګلوري کې جوړيږي چې له دوو مياشتو وروسته به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر ولايت په سلوکې نږدې ٦٠ سړکونه خامه دي.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٢
يوه ځوانه نجلۍ چې د نامعلوم دليل له مخې د ځان وژنې اقدام کړى و؛ د ډاکترانو په هلوځلو سره وژغورل شوه.
دغه نجلۍ ١٨ کلنه ده او د زياتو درملو په خوړلو سره د ځان وژنې نيت درلود چې د روغتيايي پرسونل د هلوځلو له امله وژغورل شوه.
دهرات دمرکزي روغتون يوه مسوول باختر آژانس ته وويل: ډاکتران د دغې نجلۍ د کولمو په مينځلو سره بريالي شول هغه وژغوري.
تراوسه پورې د دغه ځان وژنې علت معلوم نه دى.
د هرات پوليس وايي چې د دغې پيښې د څرنګوالي د معلوملو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٢
په هرات ښارکې په تيرو ٢٤ ساعتوکې د ترافيکي پيښو له امله ٢١ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
په يوه پيښه کې نوي کلن سړى د رنګينه پله په ساحه کې له يو ګړندى موټر سره ټکر وکړ او ووژل شو.
د هرات د حوزوي روغتون د عاجلې څانګې مسوول ډاکتر جامي د باختر آژانس خبريال ته وويل: شل تنه د ترافيکي پيښو له امله ټپيان شوي دي چې د دريو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.