19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٣٠مه/ باختر پنځه وسله وال طالبان په روزګان...

په قندهارکې د طالبانو پر سنګرونو د پوځیانو بریدونه

کابل/ د سلواغې ٣٠مه/ باختر په قندهارکې د طالبانو پر دوو...

شپږ طالبان په کونړکې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٣٠مه/ باختر شپږ وسله وال طالبان په کونړکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه :
يوې تنکى پيغلوتي چې له يوې مرګانۍ ناروغۍ څخه ځوريده  په هرات ښار کې ځان وواژه .
دغه نجلۍ  چې شپاړلس کلنه وه ددې دکورنۍ  دغړو دڅرګندونوله مخې بدن يې فوق العاده  وده لرله او دغې ناروغۍ  تل هغه ځوروله .
  په همدې  حال کې دهرات ښار  دمرکزي روغتون سرطبيبه  ډاکتره ملکه پيغام   وايي  چې ددغې نجلۍ هورمون ناوړه وده لرله او فوق العاده  وده يې کوله
ويل کيږي چې دنارينه او زياتې ودې له امله رامنځته شوې  رواني اغيزې  ددې سبب شوې چې دغه نجلۍ  په ډزو سره ځان ووژني .
دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې لسو ميرمنو په هرات کې ځان وژلى دى .

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه :
دروزنيزو  او دکارموندلو دخدمتونو قرارداد پرون دپوهنې وزارت او ديوولسو مشورتي شرکتونو ترمنځ لاسليک شو .
دباختراژانس دخبر له مخې، دکار په مارکيټ کې سترواړتياو ته په پاملرنې او له بله  پلوه هم ځوانانو ته دمناسب کار دزمينې دبرابرولو په مقصد دپوهنې وزارت دتخنيکي اومسلکي تعليماتو معينيت په هيواد کې دکار دځواک دفني مهارتونو دپراختيا او پياوړتيا په مقصد دمشورتي خدمتونو له يوولسو شرکتونوسره دروزنيزو او کار موندلو  دخدمتونو قرارداد لاسليک کړ .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دپوهنې  دوزير ډاکتر اسد الله حنيف بلخي  ، ددغه شرکتونو دمسوولينو او دپوهنې وزارت دمشرتابه هيئت له خوا جوړه شوې وه دپوهنې وزير وويل په اسلامي  او معياري  کيفيت سره دښوونې اوروزنې تر څنګ ددغه وزارت يوپروګرام ددغه وزارت دحرفوي تعليماتو دمرکزونو فارغانو ته  کارموندل  دي او دغه قرارداد يې چې ددغه وزارت دتعليمي او مسلکي بنسټونو دفارغانو دجذب په کار کې ارزښتناک وباله .
دغه قرارداد چې دافغانستان دکاري ځواک  دپراختيا دپروګرام له لارې او دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا دادارې په مالي مرسته عمل کيږي دځوانانو دټولنيز او اقتصادي ژوندانه  دحالت په ښه والي کې يو ارزښتناک ګام دى .
دغه راز دپوهنې وزير زياته کړه چې دافغانستان دکاري ځواک د پراختيا پروګرام څلور کلن دى او په دووساسي بڼو چې  وزګارتيا  او دماهر اومسلکي  کاري ځواک کمښت دى څيړي او هم دتجارتي ودې لپاره کليدي  فرصتونه برابروي .
دپوهنې وزير ددغه پروګرام داساسي هدفونو په اړوند چې پنځه ويشتو زرو افغانانو  ته چې په سلو کې پنځه ويشت يې ښځې دي دکارموندل او دمعاشونو زياتوالى دى معلومات ورکړل اوڅرګنده يې کړه چې دافغانستان دکاري ځواک دپراختيا پروګرام خپل چلند غوښتنه اومحور په څلورو پړاونوکې تطبيق او عملي کوي .
دغوښتنې څيرنه ، دتخنيکي اومسلکي تعليماتو د روزنيز نصاب  برابرول يا تعديل ، دلياقت ، استعداد اوعلاقمندي پربنسټ زده کړه اوپه کارموندلو پورې داړوندو خدمتونو وړاندې کول .
ديادونې وړ ده چې دغه پروګرام په عمده توګه دافغانستان په شپږو سترو ولايتونو کابل ، هرات ، بلخ ، ننګرهار ، قندهار او کندز کې فعاليت کوي .  

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه :
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام ديرش ټولګټې پروژې نن په فارياب ولايت کې داستفادې وړ وګرځيدې.
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. په دغو پروژو کې  دټولنيزو مرکزونو ، داحاطوي ډيوال او دڅښاک دروغتيايي اوبو دزيرمو جوړول ، دلاسي بمبو په درولو سره دڅښاک دروغتيايي اوبو دڅاه ګانو کيندل ، په دوو کليو کې دبريښنا دښاري شبکې غځول  ، په سړکونو دکريړ اچول او په پاخه او اساسي ډول دپلګوټو جوړول شامل دي چې دنهه ديرش مليونه يوسلو پنځه نوي زرو افغانيو په لګښت دفارياب ولايت  په دولت اباد ولسوالۍ کې ګټې اخستنې ته سپارلې  شوې دي .
په فارياب ولايت کې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام ساحوي مسوول  وايي چې ددغو پروژو  له اسانتياو څخه  په شلو کليو کې ٤٧١٥ کورنۍ ګټه اخلي .
په فارياب ولايت ١١٤٧ کلي دملي پيوستون دپروګرام تر  پوښښ لاندې نيول شوي دي اوتراوسه پورې په بيلابيلو برخوکې ٢٧٤٤ پروژې بشپړې او دخلکو داستفادې  وړ ګرحيدلي دي .

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه :
په غزني ولايت کې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام  نولس ټولګټې پروژې پرون دخلکو داستفادې  وړ وګرځيدې .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو  رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. ددغو پروژو کار دڅه دپاسه يوولسو مليونو درې پنځوسو زرو افغانيو په لګښت دغزني ولايت دمالستان ، قره باغ ، مقر اودجاغوريو په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړ ګرځيدلي دي .
په دغو پروژو کې دټولنيزو مرکزونو ، داوبو رسولو دشبکې دزيرمې ، دواټونو دغاړو دويالو ، دموټرو دتګ راتګ دپله جوړول  دکاريز پاکول ، دسړک جوړولو او کريړ اچول او دڅښاک  داوبو دڅاهګانو کيندل  شامل دي چې  ددغو پروژو له اسانتياو څخه ١٢٥٢ کورنۍ ګټه اخلي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په غزني ولايت کې ٤٢٤ کلي تر پوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې يې په بيلابيلو برخوکې د ٣٥٣١ پروژو کار بشپړ او داستفادې وړ ګرځولي دي .