16 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل – باختر دسلواغۍ اوولسمه :
دباميانو او د دايکندي دولايتونو يو شمير مواصلاتي لارې د واورې دپرله پسې اورښتونو له امله تړلې شوي دي.
دباميانو ولايت له پيښو سره دمبارزې رييس رضا رفعت باختر آژانس ته وويل : دباميانو ولايت په زياترو سيمو کې له توفان سره جوخت دواورې اورښت دوام لري.
دباميانو ولايت دطبعي پيښو پرخلاف دمبارزې رييس وايي ددغه ولايت په ځينو سيمو کې دواورې اندازه څه  پاسه پنځوسو سانتي متروته رسيدلې ده .
دمرستې رسولو ډلو هم څو ځلې اعلام کړي دي چې ترواورې لاندې د بندپاتې شويو کسانو دژغورنې او دمواصلاتي لارو دپرانستلو لپاره هلې ځلې دغه راز دوام لري. په همدې حال کې رضارفعت وايي چې اوس يواځې دشيبر عاښې او دباميانو او يکاولنګ لاره دتګ راتګ لپاره پرانستې ده .
ده زياته کړه چې دواورې دپرله پسې اورښتونو له امله دنورو تړل شويو مواصلاتي لارو دپرانستلو زمينه برابره نه دى .
رفعت وويل دواورې دوروستيو اورښتونو له امله يواځې درې موټرونه چې سپرلۍ يې نه لرلې دقوناق په غاښې کې بندپاتې دي چې له نيکه مرغه مسافرينويې ځانونه د دايکندي ولايت په مربوطاتو کې خوندي سيمې ته رسولي دي.
په همدې حال کې ددايکندي والي قربانعلي ارزګاني باختر آژانس ته وويل چې له دوو ورځو راپه دې خوا دشهرستان او ميرامور له ولسواليو پرته له کابل ولايت سره د نورو ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې شوي دي .
ارزګاني وايي چې له باميانو او کابل سره د دايکندي لاره دقوناق د غاښې له لارې هم تړل شوې ده .
د ده دڅرګندونو له مخې هغه شرکتونه چې ددغو لارو دپاکولو مسوليت په غاړه لري نن دسړکونو دپاکولو لپاره اقدام پيل کړي دي .
د دايکندي دوالي دڅرګندونو له مخې ښايې نن ددغه ولايت ټولې مواصلاتي لارې پرانستل شي.
ارزګاني زياته کړه تراوسه پورې په دايکندي کې دواورې ښويدنې څو پيښې رامنځته شوي دي چې دسرزيان نه دى راوړلې .
 

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
پرله پسې  اورښتونو دقمبر په څلور لاري کې ميشتو بې ځايه شويو کسانو ته جدي ستونزې پيداکړي دي .
دواورې او باران پرله پسې اورښتونو ددوى داستوګنې يوشمير سيمې نړولي دي او نورې هم دومره په ښه حال کې نه دي .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دبيړنيو حالاتو رييس مهر خدا صبار دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دزياتو زيانونو دمخنيوي په مقصد نن د دي ار سي ډبليو اچ اس او ديو ان اچ ار له موسسو سره غونډې جوړې شوې چې دخيمو دټينګښت  په مقصد جدي تدبيرونه  ونيول شي او دغه ستونزې له ډيل پرته حل شي .
ده زياته  کړه که چيرې اورښتونه دوام ومومي ښايي دکابل ښار تر خيمو لاندې زياتره ميشت کسان له منځه لاړ شي .
سپين ږيري ګلاب خان  چې په يوم سره يې دخپلې استوګنې  دسيمې شاوخوا واورې پاکولې وويل دخوراکي توکو او دژمنيو جامو مرسته کوم ځاى نه نيسي بايد دغه  ستونزه په اساسي ډول حل شي .
دى په دې باور دى چې بايد دولت په کابل کې په بې ځايه شويو کسانو ځمکه وويشي .
صبار دبې ځايه  شويو کسانو د دردونکي حالت په تاييدولو سره وويل چې دغه وزارت هره ورځ دبې ځايه شويوکسانو ستونزې له نږدې څيړي او دحل دوروستي لارې دپيداکولو په لټه کې دي .
  ده زياته کړه دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دوزيرانو شورا ته يو لړ پيشنهادونه وړاندې کړي دي چې ددوى په اصلي سيمو اويا ګاونډيو سيمو کې ځمکه  وويشل شي .
همدا اوس  پنځه زره تنه داخلي بې ځايه شوي کورنۍ دکابل ښار په بيلابيلو  ناحيو کې ترخيمو لاندې شپې سبا کوي .
 

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
په ننګرهار ولايت کې دنيالګيو دايښودلو پروګرام نن پيل شو .
ټاکل شوې ده  چې ددغه پروګرام په بهير کې او دپسرلي درارسيدو په درشل کې دننګرهار ولايت  په ګوټ ګوټ کې څه ناڅه درې مليونه  ميوه لرونکي او ډولي نيالګي کيښودل شي .
  دننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال نن  په اډې فارم کې ديو نيالګي په ايښودلو سره په دغه ولايت کې دنيالګيو دايښودلو پروګرام په رسمي  ډول پيل کړ .
ګرديوال  باختر اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې دسلګونو زرو نيالګيو په ايښودلو سره به هلې ځلې وشي چې هم ددغه ولايت دبيلابيلو سيمو ښکلا زياته شي اوهم دهوا دککړتيا کچه ټيټه شي .
  دننګرهار دوالي مرستيال له خلکو څخه وغوښتل چې دڅه ناڅه يوه نيالګي په ايښودلو سره دخپلو سيمو په سمسورتيا او ښکلا کې ونډه واخلي .
دننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس انجنير محمد حسين صافي وايي چې داځل به هر نيالګۍ دناڅيزو پيسو په بدل کې دننګرهاريانو په واک کې ورکړي شي .
دننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو درييس په باور خلک به دناڅيزو  پيسو په ورکولو سره دنيالګي په قدر زيات پوه  شي او دهغه په ساتنه او وده کې به هڅه او هاند وکړي .
ده وويل دهر نيالګي بيه به دبازار له بيې څخه څو برابره کمه وي .
خو په دولتي تاسيساتوکې به نيالګي په وړيا ډول وويشل شي .
هيله کيږي چې ددغه پروګرام په بهير کې درې مليونه ميوه لرونکي ، بې ميوې او ډولي نيالګي دپارکونو ، څلور لارو ، واټونو ، ښوونځيو ، ديني مدرسو، دولتي مرکزونو او دروغتيايي مرکزونو په ګډون  دننګرهار ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې کيښودل شي .
داپه داسې حال کې  ده چې تيرکال هم په زرګونو نيالګي دنه پاملرنې او نه ساتنې  له امله  بيا وچ شول .
په همدې حال کې دننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو درياست او دجلال اباد دښاروالۍ  مقامات وايي چې دوى به هم دخلکو تر څنګ ددغو نيالګيو دساتنې او ودې په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
 

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
  دهرات ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي د هغو سختو اورښتونو له امله چې ديکشنبې  دورځې  دسهار له لومړيو شيبو څخه په دغه ولايت کې پيل شوي دي تر اوسه پورې داستوګنې ٧١٢ کورونه په بشپړه  توګه نړيدلي دي او په لومړنيو رارسيدلو خبرونوکې  دپښتون  زرغون ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ديو تن دوژل کيدو خبرې هم شوي دي .
ديکشنبې  دورځې دسهار له لومړيو وختو  څخه تر نن سهار پورې په هرات کې تالندې اوبريښنا او سختو اورښتونو دوام درلود .
دچشت ، پښتون زرغون ، شينډنډ ، ګذرې ، کشک رباط سنګي ،  انجيل  او دغوريانو ولسوالۍ اودهرات ښار ددغو اورښتونو او دسيلاونو دراوتلو له امله زيانمن شوي دي .
دهرات  ولايت له پيښو سره دمبارزې دادارې رييس عبدالحميد مبارز  باختر اژانس ته وويل چې دهرات ولايت دچشت اوپښتون زرغون ولسواليو زيات زيان زغملي دي .
  دده دڅرګندونو له مخې، داستوګنې ٢٨٠ کورونه  په چشت ولسوالۍ کې او ٢٠٠  کورونه په پښتون زرغون ولسوالۍ کې  ويجاړ شوي دي .
دهرات ښار نهمې او لسمې ناحيې ته هم دسيلاونو له امله  زيانونه اوښتي دي .
  دهرات ولايت له پيښو سره دمبارزې دادارې مسوولين وايي چې ددغو سيلاونو دراوتلو له امله داوښتو تاوانونو دڅيړنې لپاره دوه  مرستندوي ټيمونه جوړ شوي  دي او دغه اداره به ډير ژر خپلې  بيړني مرستې دغو سيمو  ته وليږي .
داپه  داسې حال کې ده چې په هرات کې دسيلاونو له امله زيانمن شوي کسان وايي چې تراوسه پورې يې دحکومت او دنورو مرستندويومرکزونو له لارې هيڅ راز  مرسته نه ده ترلاسه کړې .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي هغه  په سلګونو  کورنۍ چې په دغو سيلاونو کې يې خپل کورونو له لاسه ورکړي دي همدا اوس په خواره واره ډول په جوماتونو ، ښوونځيو او په نورو دولتي تاسيساتو اوياهم دخپلو خپلوانو په کورونوکې شپې سبا کوي .