17 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې لپاره د ځوانانو ناسته...

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

-کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې په چارو کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

  کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي نن د انجنير محمداکرم د جنازې د ښخولو په مراسموکې ګډون وکړ.
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ارواښاد انجنير محمداکرم د هېواد يو ملي او مجاهد شخصيت و.
دى د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه، وفات شو .
حامدکرزي د خپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب دانجنير محمد اکرم  کورنۍ او دوستانو ته څرګند کړل او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه يې متوفى ته فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله وکړه .
دغه راز حامدکرزي په يوه پيغام کې ويلي دي: اروښاد انجنير محمداکرم د هېواد يو ملي او مجاهد شخصيت و چې خپل ګران عمر يې هېواد او هيوادوالو ته خدمت ته وقف کړ.
دى د هېواد يوه ستره جهادي څېره وه او د افغانستان د خلکو د جهاد له برياليتوب وروسته د مجاهدينو د حکومت په دوران کې يې د مخابراتو د وزير په توګه دنده ترسره کړې وه .
د خپلې ژورې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ او پاتې کسانو ته څرګندوم او  د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ او پاتي کسانوته يې د جميل صبر هيله کوم.

کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
دکډوالو په چاروکې د ملګرو ملتو دسازمان عالي کميشنر چې افغانستان ته سفرکوي؛ له افغان مهاجرينو او راستنو شويوکسانوسره ترسره شوې مرستې  ناکافي وبللې .
آنتونيوګوترس چې د افغانستان په کاري سفر بوخت دى؛ وويل: راستنيدونکي افغانان له هېواد سره د مينې او علاقمندۍ په انګيزې سره راستنيږي؛ خو له هغوى  سره ترسره شوې مرستې په ټيټه کچه کې دي او دوى په دې بريالي شوي دي چې په خپل هېوادکې د مناسب ژوندانه خاوندان شي.
ده د استوګنځي او کار نشتوالى، په روغتيايي او ر وزنيزو خدمتونو نه برلاسى  او اقتصادي بيوزلي هغه ستونزې وبللې چې راستانه شوي کسان ورسره لاس او ګريوان دي.
دى وايي: سره له دې چې افغانستان د نړۍ په کچه ډير لوړ شمېرمهاجرين لري خو دغه هېواد ته د نږدې پنځه مليونو تنو مهاجرينو ستنيدل يوه هېواد ته ډير لوړ شمېر راستانه شوي کسان دي چې افغانستان دا کار تجربه کړى دى.
د افغانستان دولت  او د ملګرو ملتو سازمان يوه نوې ستراتيژي طرحه کړې ده
چې ستره برخه يې عادي ژوندانه ته ددغو کسانو  جذبول دي.
آنتونيو ګوترس وايي چې دغه ستراتيژي مالي مرستې ته اړتيا لري او دى غواړي  چې دکډوالو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د استازي په توګه دخليج هېوادونو ته لاړشي چې په دې برخه کې دهغوى  مرستې جلب کړي او دغه راز په دې لاره کې به  دنړيوالې ټولنې دکورنۍ له نورو غړو څخه دمرستې غوښتنه وشي.
د يادونې وړ ده چې افغانستان دنړۍ په کچه ډير لوړ شمېر مهاجرين لري.
سره له دې چې دتيرې يوې لسيزې په بهېرکې نږدې ٥ مليونه ٦٠٠ زره تنه  افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي؛ خو اوس هم نږدې ٥ مليونه تنه افغانان  دمهاجرينوپه توګه په ايران اوپاکستان کې شپې سباکوي چې ښه ورځ نلري .

کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم د ډاډګيرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې د جوزجان له ولايت څخه د مشرانو جرګې په پنځلسمه دوره کې د سناتور  ارواښاد محمداسماعيل منشي د مړينې خبر ترلاسه کړ .
په دې وسيله د خپلې ژورې ډاډګيرنې او  غمشريکۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانوته وړاندې کوم او دلوى خداى ( ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د مغفرت هيله کوم.
دغه راز د لوى خداى( ج) له دربارڅخه دارواښاد کورنۍ او دوستانو ته دجميل صبر هيله کوم.
سناتور محمد اسماعيل منشي زما له پخوانيو همکارانو څخه او د افغانستان د اسلامي ملي غورځنګ له فعالانو او مخکښانو څخه و او په هغه کې يې د ګوند د مرکزي شورا د مرستيال تر کچې پورې خدمت کړى و .
دى د هېواد يو مترقي، پوه او وطندوست شخصيت و او دګوند د دريمې کنګرې په  جوړولو او د هغې په سازمان ورکولوکې يې زيات زحمتونه وګالل او دخپل ژوندانه  په دوران کې يې ګران هېواد او خلکو ته د خدمت په لاره کې له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړه.
محمداسماعيل منشي د مشرانو جرګې په مجلس کې يوه فعاله څيره وه او د ده مړينه د هېواد پارلمان  او زموږ  خلکو ته  ستره ضايعه ده .
يو ځل بيا د خپلې  ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته څرګندوم او د ده پاک روح ته دعا کوم.

 کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
دسرپل ولايت د نا امنو سيمو په بېځايه شويوکسانو پرون نغدې پيسې او خوراکي توکي وويشل شول.
دغه مرستې د نړۍ دخوراکي موادو د پروګرام د سازمان او د افغانستان له خلکو سره د ناروې د مرستو د تنظيموونکې موسسې  له خوا شوې دي.
دسرپل ولايت  د مهاجرينو د راستنولو دچارو رييس عبدالاحد دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه مرستې د سرپل ولايت له هغو ناامنو ساحو څخه له ١٤٣ بېځايه شويوکورنيوسره شوې دي چې همدا اوس د سرپل ښار په شاوخواکې ترخيمولاندې  شپې سباکوي.
ده زياته کړه چې په هرې کورنۍ د نړۍ د خوراکې مواد د پروګرام  د سازمان له خوا ٣ پنځوس کيلويي غنم، ٣ پنځه کيلويي ډبلي غوړي، لس کيلو دال نخود، پنځوس  قطي بسکويټ او يوه کڅوړه مالګه ويشل شوې او دافغانستان لپاره د ناروې د مرستو د سمون د دفتر له خوا هرې کورنۍ ته  شپږ زره افغانۍ نغدې پيسې ورکړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم له ٩٦ بېځايه شويو کورنيو سره د کډوالو په چاروکې د ملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ ددفتر له خوا د خوراکي  توکو او لګښتي مالونو مرسته شوې ده.