16 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې د ١١ تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

په نيمروز کې د ١١ تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

زرنج \ باخترد زمري دمياشتې ٢٥ نيټه : ...

څه ناڅه دوه سوه وسله وال مخالفين په ننګرهار کې ووژل شول

څه ناڅه دوه سوه وسله وال مخالفين په ننګرهار کې ووژل شول

جلال آباد\ باختر دزمري دمياشتې ٢٥نيټه : د ننګرهارپه بټي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

کابل ښاروال ديپلوم انجينر محمديونس نوانديش ته دافغان اواروپا دکلتوري اوبشردوستانو دنړيوال مرکز له خوا دافغانستان دنوښتکر  اوفعال ښاروال لقب ورکړشوى دى .

باختراژانس  ددغه مرکز دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې انجينر محمديونس نوانديش په هيواد کې له اوسنيو ډول ډول ستونزو اوپوره امکاناتو له نه شتون سره سره بريالي شوى دى  دکابل دڅوميليوني ښار دبڼي دبدلولو په لاره کې دقدر وړ اوغوره خدمتونه ترسره کړې اودکابل ښار دپنځه ميليوني اوسيدونکو دټولو غوښتنو ترسره کول هغه هم په لنډ وخت کې اواسان کار نه دى او دى بريالي شوى دى  په نه ستړي کيدونکو اوپرله پسې  هڅوسره خلکو ته ديادونې وړ خدمتونه ترسره کړي .

داپه داسې حال کې ده  چې دګرجويت يو نيورستي اف  جينوا په نامه دسويس دجينوا نړيوال پوهنتون هم کابل ښاروال انجينر محمديونس نوانديش   دنړۍ دممتاز او لوړ ښاروال په توګه  انتخاب کړى دى او هم داروپا ددغه ستر علمي مرکز په لست کې دا افغانستان ته ستر وياړ دى.

ديادونې وړ ده چې دلندن دکمبرج  دبيوګرافي نړيوالې موسسي هم په دى وروستيو کې کابل ښاروال انجينر محمديونس نوانديش   دنړۍ دغوره  متخصصانو په فورمو اولست کې ثبت کړى دى او دده لنډژوند ليک به  دنړۍ  دغوره ماهرانو په ډله کې دنړيوال دايره المعارف په کتاب کې خپور کړي.

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

په ارزګان ولايت کې ديو جامع جومات دجوړلو کارپيل شو .

دغه جومات په کابل کې دسعودي عربستان دسفارت له خوا دپنځوسوزرو ډالرو په لګښت په دوو پوړونوکې دترينکوټ ښار په چرنګه سيمه کې جوړيږي.

دارزګان ولايت دحج او اوقافو رياست  يو مسوول باختراژانس ته وويل  چې په دې جومات کې به په يو وخت کې اته سوه تنه لمونځ کوونکي ځاى شي .

ويل کيږي چې ددغه  جومات په تجهيزاتو کې لودسپيکر او دقرآنکريم  اودنورو ديني کتابونو برابرول هم شامل دي

ايبک \باختر\ د غويي ٢٥ مــــــــه

دشمال دولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ درياستو نو دکارکوونکو د ازموينې د اخيستلو وروستۍ پړا و پاى ته ورسيد .

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو رئيس روح الامين حبيبي چې په دغه وزارت پورې اړوندو د کارکوونکو داز موينې د اخيستلو په مقصد دسمنګانو ولايت ته تللى و وويل دهغه تفاهم ليک له مخې چې د ا طلاعا تو او فرهنګ وزارت اود اداري اصلا حا تو او ملکى خد متو نو دخپلواک کميسيون ترمنځ تيرکال لاسليک شوى دغه ازموينې د تيرکال په وروستيو دريو مياشتو کې د هيواد دمرکز د ولايتو نو په څلور ديرشو نمايند ګيو کې پيل شوي و .

 دده دڅرګند ونو له مخې د هيواد دشمال د ولايتو نو وروستى ازموينې نن دسمنګا نو ولايت د ا طلاعا تو او فرهنګ رياست دڅوکيو له کانديدا نو څخه  د ازموينې په اخيستلو سره پاى ته ورسيدې.

 دده دڅرګندونو له مخې د اطلاعا تو اوفرهنګ و زارت په اداري واحدو نو کې ددغه ريفورم دتطبيق هدف دغوره او لايقو کارکوونکى ټا کل دي چې  له دې لارې و کولاي شو هغه هدفو نه تر سره شي چې داطلاعا تواوفرهنګ وزارت يې د افغا نستان خلکو ته د خد مت په مقصد يې لري .

 په همدې حال کې دسمنګانو ولايت د اطلاعا تو اوفرهنګ رئيس فتح الله وافى دسمنګانو ولايت داطلاعا تو او فرهنګ رياست دڅوکيو له کا نديدا نو څخه د ازموينې د اخيستلو له ا مله خو ښي څرګنده کړه او ويې ويل د اطلاعا تو او فرهنګ وزارت استول شوى هيئت نن د اداري اصلا حا تو او ملکي خدمتو نو د خپلواک کميسيون له مسولينو سره دسمنګانو ولايت د اطلاعا تو اوفرهنګ رياست په څوکيو کې ديو شمير کا نديدا نو څخه از موينه وا خيستل شوه  اودغه بهير په برياليتوب سره پاى ته ورسيد .

دده دڅرګند ونو له مخې د ازموينې په اخيستلو سره په اړوندو څوکيو کې غوره اولايق کارکوونکى وټا کل شول او له دې وروسته به په کاري بهير کې چټکتيا را منځته شي .

له بلې خوا دسمنګانو ولايت د باختر ا ژانس د مديريت په پست کې يو تن کا نديد  د از موينې دفضا له څرنګوالى څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل دغه از موينه د هيئت له خوا په سمه ، عادلا نه او شفاف ډول واخيستل شوه .

هرات \باختر\ د غويي ٢٥ مــــــــه

يوه پنځه کسيزه ډله وسله وال مخالفين پرون په هرات ولايت کې دسولى له بهير سره يوځاى شول .

دغه کسان پخوا دملا عبدالرحمن په مشري د هرات ولايت د اوبى او چشت شريف  په ولسواليو کې د وسله والو فعاليتو نو په ترسره کولو بو خت وو .

 د هرات ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سيد اقا ثاقب باخترا ژانس ته وويل:دغو کسانو خپل يوه ا ندا زه جنګي وسايل هم سيمه ييزو چاروا کو ته وسپارل.

د يادونې وړ ده چې تر او سه پورې په هرات ولايت کې اووه څلويښت ډلې وسله وال مخالفين چې شمير يې پنځه سوه اتو تنو ته رسيږي دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي .