18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

انتخابات او امنیتي ګواښونه

کابل/ باختر/ د وږي ۲٧ مه د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د تلي يوولسمه :
دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت دولسي جرګې دمبارکۍ پيغام .
نيکمرغه لوى اختر چې دلوى خداى ( ج )  په وړاندې دحضرت ابراهيم (  ع )  او دحضرت اسمعيل ( ع )  دبنده ګي دتلپاتې خاطرې يادونه ده،  ټولو ازادومسلمانانو ته ورزده کوي چې دعالميانو  پروردګار ته دتقرب ته تګلوري  کې له هر راز زړه ښه والي  څخه لاس ووينځي او هر هغه څه چې  حکيم اومنان خداى امر کړى دى  ترسره کړي چې دصابرانو او صالحانو په ډله کې حساب شي .
ولسي جرګه دپروردګار له هغو سلګونو زرو تنو ميلمنو سره په يوه غږ چې دلبيک الهم لبيک په نارو سره دالهي اقدس  دذات په فرمانبرداري  معترف  دى ددغه نيکمرغه  اختر درارسيدو له امله ټول مسلمان ملت ، په تيره بيا دافغانستان مسلمان ملت ، دشهيدانو  کورنيو اودټولنې بيلابيلو قشرونو ته مبارکي وايي او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه هيله کوي چې دهيواد دمسلمانو خلکو ترمنځ سوله صفا وحدت او اخوت  تامين کړي .
ولسي جرګه مجاهد و او مسلمانو خلکو ته دتوفيق اونيکمرغي  دهيلې او دهغوى دعباداتو او طاعاتودقبليدو  دهيلې په ترڅ کې له ټولو څخه غواړي چې ددوى په شتون کې دسر ښندنې وحدت او دورور ولي  روحيه پياوړي کړي .
دغه راز دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت له وسله والو مخالفينو څخه غواړي چې اختلافونه اوجګړه يوې خوا ته پريږدي  سولې او پخلاينې ته مخه وکړي او دنورو هيوادوالو تر څنګ دې دهيواد په بيا جوړولو او ابادۍ کې ونډه واخلي .
ولسي جرګه يوځل بيا  دنيکمرغه لوى اختر له امله دافغانستان ټول مسلمان ملت ته مبارکي وايي او هيله لري چې داختر مبارکې شپې او ورځې دټولو هيوادوالو لپاره دعباداتو او دالهي برکاتو دباران له خوشحالۍ ډکو شيبو سره يوځاى شي .

کابل باختر د تلي يوولسمه :
دنيکمرغه  لوى اختر له امله دمشرانو جرګې دمبارکۍ پيغام .
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار او غړي دنيکمرغه لوى اختر دمبارکو ورځو له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي او دده مرستيالانو  ، دملي وحدت دحکومت  اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او دده دمرستيالانو  ، دملي شورا غړو، دسترې محکمې  رييس او غړو ، دکابينې غړو ، دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت جنرالانو اومنسوبينو، دشهيدانو ، معظمو کورنيو اومعلولينو ، ددين عالمانو ، حاجيانو ، ماشومانو ، ځوانانو ، ميندو ، بيځايه شويوکسانو ، مهاجرينواو دافغانستان ټول مومن اومسلمان ملت او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دزړه له کومې مبارکي وايي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه هيله کوي چې دنيکمرغه لوى اختر په برکت زموږ  هيواد له سختو امنيتي ، ټولنيزو او اقتصادي بحرانونو  څخه وژغورل شي او افغانستان او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې سوله ، ترقي ، عدالت او سوله ئيز ګډ ژوندتامين شي .  دملي شورا دمشرانو جرګه هيله لري چې زموږ سياستوال او خلک په يو موټي توب سره دنوي حکومت تر سيوري لاندې زياتو برياليتوبونو ته ورسيږي او افغانستان دترقۍ او پرمختګ تګلوري ته برابر کړي .دمشرانو جرګه دهيواد له امنيتي ځواکونو څخه په قدردانۍ سره چې تل يې د ډيرو درندو دندو په اجرا کولو سره او آن دخپلو سرنو په قرباني کولو سره يې دخلکو اودملي غونډو او دمجلسونو دامنيت په تامينولو کې يې اتلوالي او وړتيا ښودلې ده غواړي چې ددين اوهيواد دښمنانو ته ددې وخت ورنه کړي چې داختر په ورځو کې  دخلکو خوشحالۍ په غم بدلې کړي.
دغه راز دهيواد له مسوولينو مشرانو او خلکو څخه غواړي چې داختر په ورځو کې دې دډزو او دماشومانو دمصنوعي لوبو او دپټاقيو دکارولو مخه ونيسي چې داختر مراسم په اسلامي  اوملي فرهنګ سره اجرا شي او هيوادوال دارامۍ احساس وکړي .  

کابل باختر د تلې يوولسمه :
دجوماتونو ملا امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه له اداکولو مخکې دبيت الله شريف دحج او په نيکمرغه لوى اختر کې دقرباني دفضيلتونو په اړوند څرګندونې وکړې او له خلکو څخه وغوښتل چې دژوندانه په ټولو برخوکې دې داسلام دمبين دين له لارښوونو سره سم عمل وکړي.
دهيواد دمرکز او ولايتونو له ځينو جوماتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې، ديني عالمانو دجمعې دلمانځه له اداکولو څخه مخکې لمونځ کوونکو ته دبيت الله شريف دحج او دعرفې  دورځې دفضيلتونو او په نيکمرغه لوى اختر کې دقرباني دفلسفې  په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې د  ذوالحجې  نهمه دعرفې ورځ  ددعا اوعبادت ورځ اوګناهونو دبخښنې ورځ ده اوپه همدې ورځ ډير ښه ذکر دالله اکبر او لا اله الا الله ويل دي او داسلامي ستر پيغمبر هم دعرفې ورځ ډيره ښه ورځ بلله او په همدې ورځ يې ډير ښه اوله محتوا ډک ذکر کاوه .  ځکه  دورځو سردار دعرفې ورځ او دټولو اذکارو سردار الله اکبر  له اله الا الله دى له دې امله ډير ښه او پرځاى کار دى چې ډير ښه ذکر په ډيره ښه اومناسبه ورځ ترسره کړو چې له دې لارې مو داسلام دستر پيغمبر  حضرت محمد مصطفي (ص)  دلارې پيروي کړي وي .
ملا امامانو او واعظانوپه افغانستان کې اوسني جګړه ناروا او دمسلمانانو ترمنځ دوينې تويول وبلل او داسلام دمبين دين له پلوه يې په امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو او داستوګنې  په سيمو دوسله والو مخالفينو بريدونه غير اسلامي وبلل .
عالمانو اخوت ، ورور لي او په اسلامي ټولنه کې سوله ئيز ګډ ژوند داسلام دمبين دين اصول وبلل .
دغه راز دوى څرګنده کړه چې ددولت وسله وال مخالفين دې بايد دخلکو له وژنې څخه لاس واخلي او داسلام دمبين  دين له لارښوونې سره دې سولې اوپخلاينې  ته مخه وکړي او بهرنيو کړيو ته دې اجازه ورنه کړي  چې زموږ په هيواد کې جګړه او وينې تويول وتپي او دوام ورته ورکړي .
دغه راز له لمونځ کوونکو څخه وغوښتل چې داړو او بې وزلو کسانو  مرستې ته ورړدانګي او داسلام دمبين  دين له حکمونو او اصولو او دحضرت محمد مصطفي  (ص )  له لارښوونو سره سم بايد شتمن اوبډاى  کسان له بې وزلو او اړو کسانوسره مرسته وکړي .  

کابل باخترد تلې دمياشتې ٩ :
دکار ، ټولنيزوچارو ،  شهيدانو اودمعلولينو وزارت  خبرتيا
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکار دقانون  د ٤١ مادې له حکم سره سم
دعرفې اودنيکمرغه لوى اختر دورځو په مناسبت دروان کال دتلې دمياشتې  له
١١نيټې دجمعې له ورځې څخه دتلې دمياشتې تر ١٤نيټې ددوشنبې  تر ورځې  پورې په ټول هيواد کې عمومي رخصتي ده .