25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ديني عالمانو او مدني فعالانو په هېواد کې د اوربند د ټينګښت غوښتنه وکړه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)
کابل/ د تلې٢٦مه / باختر يوشمېرديني عالمانو، مدنې فعالانو، معلولينو ، د جګړې د قربانيانو کورنيو او ځوانانو نن د عيدګاه په جامع جومات کې په يوه غونډه کې په هېواد کې د اوربند د ټينګښت او د سولې د تامينولو غوښتنه وکړه. د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې: دغونډې برخه والو په داسې حال کې د سولې او اوربند د ټنيګښت غوښتنه وکړه چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې له دوو مياشتو را په دې خوا د غونډو د پرمخ بيولو لپاره په طرزالعمل او د کار په لارو چارو کې د اختلافاتو په سبب بې پايلې پاتې دي او د هېواد خلک اندېښنه لري چې د سولې د ټينګښت لپاره ترلاسه شوى فرصت خداى مه کړه د کوچنيو اختلافونو له امله له منځه لاړ شي. په دې غونډه کې چې نن په همدې مقصد په عيدګاه جومات کې جوړه شوې وه د بي بي فاطمه زهرا د جومات خطيب مولوي عبدالبصيرصديقي د جګړې د مصيبتونو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل، زموږ خلک ٤٠ کاله د جګړې په اور کې وسوځېدل اوپه وينو کې لت پت شول، په داسې حال کې چې اسلام د سولې او د يو او بل د منلو دين دى، زموږ د ميندو او خويندو زړونه د خپلوعزيزانو په غم کې داغ داره دي صديقي زياته کړه اوس چې د خبرو فرصت رامنځته شوى دى ښه ده چې دواړه لوري يوې موافقي ته ورسيږي او جګړه پاى ته ورسوي. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو سرپرست لايق شا ځدران هم د سولې د تامينولو، د اوربند د ټينګښت او د يو او بل د منلو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل ، راځئ چې د دوحې د خبرو مثبتو اړخونو ته وګورو کله چې دواړه د سولي غوښتوونکي يو بايد په هېواد کې په افغاني فکر د يو او بل ترڅنګ کښينو او موافقې ته ورسيږو چې دغه کار د ملي او سراسري سمون اوپيوستون ته اړتيالري. ځدران له ځوانانو او د ديني او مدني چارو له فعالانو څخه وغوښتل چې له بهير سره يوځاى شي او د جګړي تابوت د تل لپاره ښخ کړي. د دين د مسلو څيړونکى او د پوهنتون استاد امرالدين فهيم د روانې جګړې او د يو بل د منلو په اړه د اسلام د مبين دين په اړه خبرې وکړي او ويې ويل، هيڅ داسي فتوا شتون نلري چې مسلمانان يو او بل ووژني ، زموږ دين د چاودنې ، ځانمرګي او د انسان وژنې دين نه دى ، د اخوت ، ورورولي او د يو بل د منلو دين دى او د دې وخت رارسيدلي دى چې جګړې او وينې توئيدنې ته نه ووايو. د غونډې په پاى کې په شپږو مادو کې يو پريکړه ليک صادر شو چې په هغه کې له دولت او طالبانو له ډلې څخه ډير ژر د اوربند، د سولې د خبرو د دوام او د سولې د ټينګښت غوښتنه شوې ده او د وروستيو دوو لسيزو د برياليتوبونو دفاع شوې ده. د غونډې برخه والو پر جګړې د اعتراض په ډول د جګړې تابوت ښخ کړ. پاى \ ج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.