25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سپينه ماڼۍ کې متضادې خبري ترامپ له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو او د هغه سلاکار د ځواکونو د کمښت خبره کوي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې٢٦مه / باختر
د امريکا د ملي امتنيت سلاکار رابرت اوبراين  ويلي دي  چې د نوي ميلادي کال په لومړيو دوو مياشتو کې به په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ٢٥٠٠ ته کمښت ومومي .
باختر اژانس د نړيوالي خبري سرچينو له خولې خبر راکړ، رابرت اوبراين  د اسپن د امنيتي ټولنې په کنفرانس کې ويلي دي موږ د راتلوونکي ميلادي کال په پيل کې  غواړو چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ٢٥٠٠ تنو ته  کم کړو.
د دغه امريکايي جګپوړي مقام څرګندونې کېداې شي  د امريکا د جمهور رييس دونالد ترمپ د څرګندونو پرخلاف دي چې د خپلو انتخاباتي مبارزو په بهيرکې په وار وار ويلي دي  چې ټول امريکايي  ځواکونه به د کرسمس ترشپې ( د٢٠٢٠ کال د دسامبر ٢٥ مه) له افغانستان څخه ووځي او کورته به ستانه شي.
خو د امريکا د ملي امنيت د سلاکار څرګندونې کولاى شي د ترامپ د خبرو  نفع کوونکى وي . ترمپ  د ټولو  ځواکونو خبره کوي  خو اوبراين  د وتلو مسله نه ده طرحه کړې بلکې  په افغانستان کې د ځواکونو د کمښت خبر ورکوي.
ترمپ  چې امريکا ته د دغه هېواد د ټولو ځواکونو راستنول د هغه د مهمو انتخاباتي ژمنو څخه دى مخکې له دې ويلي و چې  د٢٠٢٠ تر نوامبر پورې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونوشمېر  له ٤٠٠٠ څخه تر ٥٠٠٠ پورې کمښت مومي.
اوبراين هم ويلي دي کله چې ترامپ  واک ته ورسېد څه د پاسه ١٠ زره امريکايي  ځواکونو په افغانستان کې شتون درلود خو نن دغه شمېر   ٥زرو ته کم شوي دي او د ٢٠٢١ کال تر پيل پورې به ٢٥٠٠ تنو ته کم شي.
په افغانستان کې يوشمېر سياسي کارپوهانو او د چين او د روسيې په ګډون  د يوشمېر هېوادونو ډيپلوماتان په دې باور دي  چې ترامپ  له افغانستان څخه  د وتلو پاڼه  د خپلو انتخاباتي مبارزو لاسته راوړنه ټاکلې ده  او په دې باب تبليغ کوي او دا د دې سبب شوى دى  چې د افغانستان او سيمې  پر وړاندې د امريکا د سياست په اړه  د امريکاييانو ترمنځ اختلاف شتون ولري .
پاى \ ج\ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.