25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزولو

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزولو

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جنرال عبدالرازق اڅکزي دويم تلين په کندز کې درناوى وشو

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/دتلي ٢٦مه
د ستر پاسوال عبدالرزاق اڅکزي د شهادت  دويم تلين  نن په کندز کې درناوى وشو.
په دغو مراسموکې د کندز والي  عبدالستار ميرزک وال،  قومي مشرانو، د مدني ټولنې فعالانو، ښځو اوخبريالانو ګډون کړي و.
د کندز د مدني ټولنې  د بنسټ مسوول  عنايت الله خليق په دغو مراسمو کې وويل چې د ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي د شهادت  د دويم تلين  د درناوي هدف  د افغانستان د خلکو ترمنځ پيوستون او د هغو شهيدانو د ژوندانه معرفي کول دي  چې د هېواد  د ځمکنى بشپړتيا اوخلکو د دفاع په لاره کې شهيدان شوي دي.
د کندز والي  عبدالستار ميرزک وال سترپاسوال شهيد عبدالرازق اڅکزي يو ملي سياسي  او ټولنيز  شخصيت وباله چې د خپلو خلکو  د ازادۍ  او د امنيت د تامينولوپه لاره کې ځان قربان کړ.
هغه و ويل  د سيمې استخبارات  تل  هلې ځلې کوي هغه شخصيتونه  چې ملي فکر او د افغانستان د ابادى لپاره قوي هوډ ولري  له صحنې څخه وباسي.
ختم_ ج _اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.