19 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کابل په نننۍ چاودنه کې اته کسان ووژل شول

د کابل په نننۍ چاودنه کې اته کسان ووژل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه د کابل پوهنتون په وړاندې...

د ډار اچوونکوله شتون څخه د هلمند د یوې سترې ساحې پاکول

د ډار اچوونکوله شتون څخه د هلمند د یوې سترې ساحې پاکول

ـ کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه په داسې حال کې چې...

په پروان کې د ډایاک پروګرام ته لسګونه جنګي وسایل وسپارل شول

په پروان کې د ډایاک پروګرام ته لسګونه جنګي وسایل وسپارل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه د پروان پولیسو د ډایاک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ددوو پلونو په جوړ يدوسره ترانسپورتي اسانتياوي برابرې شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
دغورولايت ددولاينه ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دموټر دتګ راتګ دوه ستر پلونه پرانستل شول او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغور ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس انجينر تاج محمدزلال باختراژانس ته وويل: دغه پروژې تيرکال  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  دسيمه ييزې ودې  دملي پراختيا  له پروګرام څخه ددغې ولسوالۍ  دقلعه نقشي   په کلي کې  دخلکو په تګ راتګ کې داسانتياو دبرابرولو په مقصد  دبنسټ ډبره ايښودل شوې وه او دجوړولو کار يې  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست  دانجينرانو ترڅارنې لاندې بشپړ اوګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغور ولايت  دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا رياست  دسيمه ييزې پراختيا دودې دملي پروګرام مسوول عبدالولي حبيبي وويل : دغه پلونه  هريو  لس متره اوږدوالي  او اووه متره سور لري   اودڅه دپاسه شپږو مليونو څلور سوه زرو افغانيو په لګښت دخلکو په سلو کې دلسو په ونډې سره جوړشوي دي.
له بلې خوا دغور ولايت  ددولاينه  ولسوالۍ دکليو دپرمختيايي شوراګانو رييسانو ددغه شان ټولګتو پروژو پرانستل  دامنيت په تامينولو  اودسولې  په ټينګښت کې  ګټور وبلل اوپه دغه ولايت کې يې دبيا جوړولو دزياتو پروژو دتطبيق غوښتنه وکړه.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.