18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دطالبانو د نومول شوي ولسوال  له کور څخه دمهماتو کشف

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : پوليسو دفارياب دقرغان ولسوالۍ...

 په پروان کې   ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ترلاسه کړې .

په پروان کې ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په پروان کې نن په...

 دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي  کمېسيون رييس  په لغمان کې ونيول شو

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په خيموکې په څه دپاسه دوه زره اووه سوه ميشتوکورنيوته مرسته وويشل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دليندي  اته ويشتمه
په کابل  ښار کې ترخيمو لاندې په څه دپاسه دوه زره اووه سوه اوسيدونکو کورنيو نن  دسوند مواد اوژمني جامې وويشل شوې .
دمهاجرينو دراستنولو دچارووزارت  دبيړنيو حالاتو رييس مهر خدا صبات باختر اژانس ته وويل  چې د ډبليو اچ اچ  موسسي دالمان هيواد له مرستو څخه دببرک چمن په ساحه کې تر خيمولاندې په پنځه سوه اووه ويشتو اوسيدونکو کورنيو مواد وويشل .
  صبات وويل : په هرې بې ځايه شوي کورنۍ  دڅيړي يو سلو پنځوس کيلوګرامه  لرګي وويشل شول ،
ده څرګنده کړه چې دادراانترنشنل موسسي دقمبر دڅلور لارې  په ساحه کې ترخيمو لاندې په يو زرو دوه سوه  پنځوسو ميشتوکورنيو ژمني مرستې وويشلې .
مهر خدا صبات  وويل  چې په دې ساحه کې په هرې کورنۍ  دڅيړي پنځه ديرش کيلوګرامه سکاره ، څلور بړستنې ، يو ترپال او څلور جوړې کوښي وويشل .
صبات زياته کړه: دغه راز  ديوهاني دفتر په دويم او دريم پروان کې تر خيمو لاندې  په زرو ميشتو کورنيو مرسته وويشله.
ددغې سيمې په هرې کورنۍ  دڅيړي يو سلو پنځوس کيلوګرامه لرګي يو ترپال اودماشومانوجامې وويشل شوې .
  دمهاجرينو دراستنولو دچارو دوزير جماهير انوري  دڅرګندونو له مخې زياترو خيريه موسسو په هيواد کې له بې ځايه شويو کسانو سره  دمرستې په باب  ددغه وزارت  دغوښتنې هرکلي کړى دى  او ټاکل شوې ده  چې دنړۍ دخوړو سازمان  ،  يونسکو او دجاپان دولت هم بې ځايه شويوکسانو ته  لازمې مرستې برابرې کړي .
  دغه راز  دمهاجرينو دراستنولواو دکانونودچارو وزارتونه هم له پيښو سره دمبارزې دادارې  له لارې په بې ځايه شويو کورنيو  د ډبرو سکرودويش کار پيلوي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.