25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کورنۍ تاوتريخوالې د يو تن د وژل کېد سبب شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر دمرغومې اتلسمه :
دنيمروز ولايت په زرنج ښارکې تېره شپه يو تن ووژل شو.
د نيمروز ولايت دامنيې قوماندان دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونمل عبدالهادي عزيزي باختر آژانس ته وويل: دغه سړى د دوو کورنيو دغړو ترمنځ د نښتې له امله د زرنج ښار ته څېرمه د سياه چشمان په کلې کې ووژل شو.
ده وويل: په دې نښته کې يوبل تن ټپي شوى او وژونکى دپوليسو له خوا نيول شوى دى.
ديوبل خبر له مخې: په غزني ولايت کې پرون د ماين دچاودنې له امله يو ملکي وګړى ووژل شو.
دګيرو ولسوال فضل الرحمن باختر آژانس ته وويل : دغه چاودنه ددغه ولايت د ګيرو ولسوالۍ په موسى خيلو په کلې کې وشوه چې له امله يې د دغې سيمې يو اوسيدونکى شهيد شو.
دګيرو ولسوال وويل : دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى شوى و.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.