30 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو د فرنګ د امنیې قوماندانۍ پوځي تجهیزات لوټ کړل

کابل / د تلې ۹ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د فراه والي په دغه ولایت دوه روغتونونه ولیدل

کابل / د تلې ۹ مه / باختر د فراه والي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يو ماشوم دخپلې مور او پلار ترمنځ د تاوتريخوالې قرباني شو.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر دمرغومې اتلسمه :
يو ماشوم چې دخپلې مور او پلار ترمنځ دجګړې او تاوتريخوالې د وحشت له امله له کور څخه بهر تښتيدلى و؛ د هوا د سړښت له امله سا ورکړه.
دغه ماشوم تېره شپه د ډايکندي ولايت د اشترلي ولسوالۍ په مربوطاتوکې سا ورکړې ده .
د ډايکندي ولايت د اشترلي ولسوال مرتضى علي رضا زاده باختر آژانس ته وويل : دسيمې يو اوسيدونکى چې تېره شپه يې له خپلې ميرمنې سره جګړه او شخړه لرله؛ دوه تنه ماشومان يې د هغوى د نارو سورو له امله د وحشت په لښت له کورڅخه وتښتيدل.
ده وويل: يو له دغو ماشومانو څخه چې درې نيم کلن و؛ د هوا د سخت د سړښت له امله سا ورکړه او بل ماشوم يې د يو ګاونډي له خوا وژغورل شو. د اشترلي ولسوال وويل چې د وژل شوى ماشوم پلار د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.