27 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  له ټاکلي هدف   څخه   ٤٣ سلنه  زيات عايد راټول کړى دى

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له ټاکلي هدف څخه ٤٣ سلنه زيات عايد راټول کړى دى

کابل/ دکب٧مه / باختر : دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست ...

څه ډول کولاى شو دکرونا ويروس د خپريدو مخه ونيسو؟

کابل/ دکب٧مه / باختر د عامې روغتيا وزارت د ساري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دننګرهار کانال بيارغاول کيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٩ :
دننګرهار دکانال پروژه چې پراخه ساحه احتوا کوي بيارغاول کيږي .
دننګرهار   دوالي مرستيال محمدحنيف ګرد يوال نن دستروس دنيالګيو دفارم دپرانستلو په مراسمو کې وويل  دننګرهار  د کانال پروژه چې دمحمدظاهر شاه  دحکومت په دوران  کې جوړه شوې وه دهيواد په کچه  دهيواد دمهمو اقتصادي پروژو بلل کيده اوددغه  کانال په پرانستلو سره دجلال اباد ښار په هوا مثبته اغيزه وکړه چې لس زره  تنه کارګران اوفني اومسلکي کارکوونکو په دغه کانال کې دنده ترسره کوله   .
دننګرهار د کانال رييس انجينر زيارت ګل  باختراژانس ته وويل دننګرهار ولايت دکرنې او اوبولګولو  درياست دپلان له مخې په پام کې ده دننګرهار  په کانال  پوري اړوندي پروژې ددوه ويشتو  مليونو ډالرو په لګښت په دريو کلونو کې بيارغاول  کيږي .
انجينر زيارت ګل زياته کړه دننګرهار کانال دپروژو په بيارغاونې سره  داوبو لګولو  سيستم فعال اودپنځه ديرش زره  هکتاره ځمکي دخړوبولو زمينه  چې بيلابيل فارمونه پکې شته برابريږي .
ده څرگنده کړه چې ټاکل شوې ده سږکال دننګرهار  دکانال  په اړوندو ساحو کې نوي زره نيالګي کيښودل شي .
داپه داسې حال کې ده  چې ننګرهار دکانال دپنځه  زره پنځه سوه جريبه غصب شوي ځمکي   له جملې څخه يوزرو پنځه سوه جريبه يې بيادننګرهار دکرنې  اوداوبولګولو رياست  په تصرف کې راغلې ده.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.