19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

۳۴ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

غزني د وږي ۲۹ باختر د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۴...

د کابل ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د حشرکار پیل شو

کابل د وږي ۲۹ باختر د کابل ښار د اوومې ناحیې...

پنځلس طالبان د ماین په چاودنه کې ووژل شول .

مزار شریف د وږي ۲۹ باختر پنځلس وسله وال طالبان نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ميدان وردکو کې سوله ئيزې مظاهرې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل _ باختر دکب دمياشتي اتمه :
دميدان وردکو ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو دمظاهرو په کولو سره له دغه ولايت څخه دامريکا دځانګړو ځواکونو د وتلو په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس حامدکرزي دوروستيو څرګندونو دتطبيق غوښتنه وکړه
له ميدان ښار څخه دباختراژاسن دخبريال دخبر له مخې ، دمظاهره کوونکو ستر هدف دافغانستان  داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له څرګندونو سره   ملاتړ او د ميدان وردکو ولايت دهغو نهو تنو په  باب د معلوماتو ترلاسه کول و چې څو مياشتې مخکې دامريکايي ځواکونو له خوا ونيول شول .
  په دغو مظاهرو کې برخه والو چې دميدان وردکو ولايت دمرکز او داړوندو  ولسواليو څه دپاسه  شپږ سوه تنواستازو ګډون کړي وو  دامريکايي ځواکونو دوتلو په باب دحامدکرزي دخبرو دتطبيق غوښتنه وکړه .
په همدې حال کې يو تن قومي مخور چې ددغو مظاهرو رهبري يې په غاړه لرله وويل چې مظاهره کوونکي دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له وروستيو څرګندونو سره خپل ملاتړ اعلاموي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.