08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا

کابل/ د زمري ۱۸مه / باختر د سولې مشورتې لویې جرګې...

په  لوګر کې د زردالو حاصلات ډېر شوي  دي

په لوګر کې د زردالو حاصلات ډېر شوي دي

کابل/ د زمري ۱۸مه/ باختر د لوګر د کرنې، اوبولګولو او...

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

کابل /دزمري ١٨مه / باختر: د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ميدان وردګو د قومونو او د ولايتي شورا پريکړه ليک

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٩ :
د ميدان وردګو د قومونو او د ولايتي شورا پريکړه ليک
د ميدان وردګو ولايت اوسيدونکو د يو پريکړه ليک په صادرولو سره، دملي دفاع اودکورنيو چارو له وزارتونو او د ملي امنيت له لوى رياست څخه غوښتي دي چې د ميدان وردګو ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو بشپړامنيت ته جدي پاملرنه وکړي.
په دې پريکړه ليک کې دغه راز ويل شوى دى:
_موږ د ميدان ښار او د نرخ ، جلريز او چک د ولسواليو اوسيدونکي د ځانګړو امريکايي ځواکونو ( سپيشل فورس ) له خواظلم، انسان وژنه، وهل او ډبول ، ځورونې او په خپل سر دکورونولټول په کلکه غندو.
_  موږ د هغو نهو تنو په باب چې د سپيشل فورس د  ځواکونو له خوا د نرخ مرکز ته بيول شوي دي او برخليک يې تراوسه پورې معلوم نه دى؛ د معلوماتو غوښتنه کوو او د سيمې خلکو ته د هغوى او يا د هغوى د مړو د سپارلو غوښتنه کوو.
_ موږ دهغوکسانو  چې زموږ بيګناه خلک يې شهيدان کړي؛ د خلکو موټر او نور وسايط يې له منځه وړي دي؛ زموږ خلک يې وهلي او ډبولي او ټپيان کړي دي؛  د زيان دجبيره کولو او دعدلي او قضايي مرکزونو له خوا دهغوى دمحاکمې غوښتنه کوو.
_موږ د هيواد د جمهوري رياست او د ملي امنيت د شورا د پريکړې ملاتړکوو او  ددغې پريکړې دعملي کولو غوښتنه کوو.
_موږ د ملي دفاع ا و دکورنيو چارو له وزارتونو او دملي امنيت له لوى رياست  څخه په جدي توګه غوښتنه کوو چې د ميدان وردګو ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو د امنيت  تامينولو ته جدي پاملرنه وکړي.
_  که چيرې زموږ روا غوښتنو ته د جمهوري رياست او د ميدان وردګو د والي له خوا مثبت ځواب ونه ويل شي؛ موږ خپلو سوله ييزو غونډو اواحتجاجونو ته دوام ورکوو.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.