21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبدخشان په دريو ولسواليوکې سيلاونو زيات مالي زيان اړولى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باخترد وري دمياشتې  ٢٥ :
دبدخشان ولايت په دريو ولسواليوکې د سيلاونو د راوتلو له امله زيات مالي زيان اوښتى دى.
دبدخشان ولايت د تشګان ولسوال محمدعظيم باخترآژانس ته وويل چې د اورښتونو او د سيلاونو د راوتلو له امله په تېرو دوو ورځوکې  د فوار او سرتخت په کليوکې د بريښنا څوکوچني بندونه،  کانالونه او دکرنې ځمکې  ويجاړې شوې دي او دغه راز د اوبو رسولو يو سترکال چې په تګلوري کې يې د بريښنا څوکوچني  بندونه شته؛ ويجاړ شوي دي.
د تشګان ولسوال زياته کړه چې ديرش کيلومتره سړک د سيلاونو د راوتلو له امله يوڅه ويجاړشوي و چې د سيمې د اوسيدونکو په هڅوسره بيا ترميم او د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو.
په همدې حال کې دبدخشان ولايت له پيښو سره  د مبارزې د ادارې رييس ثناالله  اميري ددغه خبر د تائيدولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل چې د ارګو، درايم اوتشګان په ولسواليوکې په تېرو دوو ورځوکې د سيلاونو د راوتلو له امله د سيمې خلکو ته زيات مالي زيان اوښتى دى چې تراوسه پورې اندازه يې معلومه نه ده  .
ده زياته کړه چې ټاکل شوې ده چې د زيانونو دکچې دڅيړنې په مقصد يو هيئت سيمې ته واستول شي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.