20 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پایلې دې ځنډنۍ وي، خو چې رڼې وي

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر د انتخاباتو خپلواک...

د استاد رحمت الله رسا ادبي اثر چاپ شو

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر د صلح سبزجهانى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ميوند ولسوالۍ کې د ودانولو اوبيا جوړولو کار دوام لري

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

٢٦ - کابل باختر دمرغومي اوولسمه

  چارواکو دکندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې دامنيت دتامينولو او بيا جوړونې دچارو دپرمختګ خبر ورکړ .

 دغه چارواکي وايي  له قومي مشرانو  او وګړنيزي  شورا سره  په همکاري  کې هغوي وکولاي شول  په دغې ولسوالۍ کې دبيا جوړونې او ثبات دتامينولو په برخه کې  بريالي واوسي .

 دميوند ولسوال  صالح محمد نورزي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل څرنګه چې ميوند يوه کرنيزه ولسوالۍ ده اوزياتره خلک يې په کرکيلې بوخت دي ، له دې امله دولسوالۍ  په بيلابيلو  برخو کې ٣٦٠ کاريزونه جوړ شوي او له دې لاري ددغې ولسوالۍ په سلو کې  له اويا وګړو  سره دکرنې په برخه کې مرسته  شوي دي .

 ده دغه راز دامنيت  په تامينولو کې دخلکو دهمکاري  يادونه هم وکړه او  ويې ويل  دخلکو او دامنيتي ځواکونو په همکاري  دطالبانو  دجنګي سامان الاتو درې ديپوګانې کشف او له منځه وړل شوي دي .

 دغه راز ده دلازيات  امنيت دتامينولو په مقصد ديو سلو يوولس تنو پوليسو په کميت دسيمه ئيزو پوليسو ديوکنډک دجوړولو يادونه هم وکړه او ويې ويل  ددغه کنډک په جوړولو  او دامنيتي ځواکونو په همکاري  مخالفين نور له  امنيتي ځواکونو سره دمخامخې جګړي توان نه لري او دامنيتي ځواکونو په وړاندې  دهغوى روحيه کمزوري شوې ده .

 نورزي وويل همدا اوس په ميوند ولسوالۍ کې ديارلس ښوونځي فعال دي  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په مقصد  دوه کلينيکونه   هره ورځ اړو کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي .

 خبرځاى زياته کړه په ميوند ولسوالۍ کې  دامنيت په تامينولو  اوښې  حکومتوالې سره دخلکو اوحکومت ترمنځ واټن له منځه وړل شوي دي

 دميوند ولسوالۍ دکندهار  ښار په جنوب کې دکندهار  _ هرات دلوي لاري په اوياکيلومتري کې پرته ده او  ١٧٦کلي لري  اوڅه دپاسه يو سلو لس زره تنه وګړي  پکې ژوند کوي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.