24 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بدخشان کې  د شاتو د مچيو روزنې سمون موندلى دى

په بدخشان کې د شاتو د مچيو روزنې سمون موندلى دى

کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : د بدخشان ولايت...

 په ميدان وردګوکې ٨٠ تنه پوځيان د طالبانو له خوا آزاد شول

په ميدان وردګوکې ٨٠ تنه پوځيان د طالبانو له خوا آزاد شول

کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دجمعې دلمانځه په خطبو کې ځانمرګي بريدونه حرام وبلل شول .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

 

کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :

 دهيواد دځينو جوماتونو او تکيه خانو امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه  په خطبو کې يوځل بيا ځانمرګي بريدونه داسلام دمبين دين له پلوه حرام وبلل .

 دوى وويل ، ځانمرګي بريدونه دښځو او ماشومانو په ګډون دخلکو دوژنې سبب کيږي او هغه کسان چې داسلام دمبين دين په پټه په دغه شان اسلامي ضد عملونو لاس پورې کوي دتل لپاره به ددوزخ په اور کې ستي شي .

  دهيواد له مرکز او ولايتونو  څخه دباختراژانس خبريالانو خبرراکړ چې په دغو خطبوکې دپنجشنبې دورځې  ځانمرګي بريد چې دکابل ښار دشاه شهيد په ساحه کې وشو غير اسلامي او غير انساني عمل وبلل شول اوپه عاملينو يې لعنت وويل شو اوڅرګنده  شوه چې په دې بريد کې زموږ يو زيات شمير هيوادوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل و ، شهيدان او ټپيان شول .

 دغه راز په دغو خطبو کې دښځو دحقوقو په رعايتولو باندې ټينګاروشو او وويل شول چې داسلام مبين دين ښځو ته ځانګړي مقام ورکړى دى او بايد زموږ دديني لارښوونو په پام کې نيولو سره دښځې درناوي وشي او دهرراز عملونومخه ونيول شي چې دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي سبب کيږي .

 په خطبو کې  دجګړو دوام دهيواد دلازياتې ويجاړتيا سبب وبلل شو او هغو کسانو ته چې دهيواد دنظام پرخلاف په وسله وال مخالفت  کې دي بلنه ورکړ شوه چې له جګړې څخه لاس واخلي او سولې ته مخه وکړي چې دهيواد دابادي او دخلکو دسوکالۍ لپاره زمينه برابره شي  او زموږ  خلک په ټولو برخوکې په ځان ډډه ولګوي .

 دغه راز دخلکو په تيره بيا له ځوانانوڅخه وغوښتل شول چې خپل زيات وخت دکتاب دمطالعه کولو، داسلام دمبين دين په باب دخپلې  پوهې دکچې دلوړولواودنورو معلوماتي موضوعاتوپه باب تير کړي او هم په هيواد کې دمطالعې دفرهنګ په پياوړتيا لاس پورې کړي . 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.