09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر د ننګرهار پخوانی والي...

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه / باختر د سیمه ییزو ارګانونو د...

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر د تېرو ۴۵...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام !

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دغبرګولي ٢٥ :

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام !

په ژورې خواشينۍ سره مې خبرترلاسه کړ چې د هيواد د لوړو تعليماتو يوسابقه لرونکى خدمتګار پوهاند عزيزالرحمن شمال دهغې ناروغۍ له امله چې ور پيښه شوې وه؛ وفات شو.

ارواښاد پوهاندعزيزالرحمن شمال په ښوونه او روزنه کې تخصص درلود. د هيواد په دننه اوبهرکې يې په دې څانګه کې تحصيل کړى و. کلونه کلونه يې د ښوونې او روزنې په څانګه کې د عالي تعليماتو په موسسوکې لوست ورکړ او زيات ځوانان يې وروزل. دخپل ژوندانه په وروستيو کلونوکې يې په خيريه کارونو او د ښوونځيو په جوړولو لاس پورې کاوه. خدمتونه يې دقدر وړ او ميړنه يې يوه ضايعه ده .

دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ده کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم؛ متوفى ته د مغفرت او پاتې کسانو ته  يې د جميل صبر هيله کوم. 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.