09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کاپيسا ولايت کې دفني او حرفوي زده کړو دمرکز دبنسټ ډبره کيښودل شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
په کاپيسا ولايت کې دفني او حرفوي  زده کړو دمرکز دبنسټ ډبره نن دشهيدانو معلولينو کار او دټولنيزو چارو دوزيرې آمنې افضلي  او ددغه وزارت دمعين ډاکتر حسام الدين همراه او دکاپيسا دوالي محراب الدين صافي له خوا کيښودل شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارووزيرې آمنې افضلي  په هغې غونډۀ کې چې  له همدې امله  په کاپيسا ولايت کې  جوړه شوې وه وويل ، په تيرو دريو لسيزو کې  دهيواد تخصصي او فني ځواکونه  دناخوالو په دليل يا وژل شوي اويا ټپيان شوي دي  اويا له هيوادڅخه وتلي دي  چې له امله يې  دمتخصصو او فني ځواکونو نشتوالي  په ځان پسې درلود .
ميرمن  افضلي  په وروستي  يوه لسيزه کې دستونزو په څيړنې سره  زياته کړه خلکو دانتقال په پړاو کې ښه عمل وکړ  دې ته په پاملرنې سره  چې هرڅه يې بايد له سره پيل کړي واي  .
دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارووزيرې  هغو انديښنو ته په اشارې سره  چې د٢٠١٤ کال اووروسته کلونو په باب اوريدل کيږي وويل : دافغانستان دخلکو يووالي ، پيوستون او وحدت به ددايمي ثبات او له ستونزو څخه دتيريدو متضمن وي . او دافغانستان خلک به په يو والي او پيوستون سره  دپرمختګ  اوښه والي  له تګلوري څخه  ټول خنډونه  لري کړي .
ميرمن افضلي راروانو انتخاباتو ته  په اشارې سره ټينګار وکړ چې ټول بايد په رښتينوالۍ او صداقت سره دسالمو او شفافو انتخاباتو دترسره کولو لپاره  هڅه او هاند وکړي . او نړۍ به هم افغانستان  يوازې پرې  نه ږدي
په دې غونډه کې دکاپيسا والي محراب الدين صافي دټولنيزو ستونزو او دوزګارتيا دله منځه وړلو په لاره کې دشهيدانومعلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت  دهڅو اوهاند له امله په قدرداني سره  زياته کړه په کاپيسا ولايت کې دفني او حرفوي زده کړو دمرکز دجوړولو دکار په بشپړيدو سره  به  په کال کې  څلور سوه پنځوس تنه  دفني اوحرفوي زده کړو په ترلاسه کولو سره  له دغه مرکز  څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړي .
  دغه راز په دې غونده کې دکاپيسا دولايتي شورا رييس محمد حسين سنجني په بيلابيلو برخو په تيره بيا  په کاپيسا ولايت کې دفني او حرفوي زده کړو دمرکز دجوړولو په برخه کې  دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو  دوزارتونو برياليتوبونه  په ګوټه کړل اووي ويل  دکاپيسا ولايت  په څو ولسواليو او مرکز کې دفني اوحرفوي زده کړو مرکزونه فعاليت  کوي او دغه مرکز  به په اتو مياشتو کې  بشپړ او ګټې اخستنې ته وړاندې شي .
دکار دزده کړې او په کاپيسا ولايت کې  دکسب دترلاسه کولوپه برخه کې زياتې ستونزې حل شي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.